جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 454

د طالبانو حکومت د مشر اختریز پیغام؛له خلکو غوښتل شوي چې د شیخ هبت‌الله اطاعت وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ‌ هبتﷲ اخندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام خپور کړی، چې پکې یې افغان ولس او اسلامي امت ته د اختر مبارکي ویلې ده.

نوموړي ویلي چې دا اختر د امن، ثبات او د «اسلامي نظام» د حاکمیت له برکته د ارامتیا تر سیورې لاندې لمانځل کېږي.

هغه ویلي، قرباني یوازې حیوان حلالول نه دي، بلکې د اخلاص، تقوا او اطاعت یو پیاوړی درس دی

نوموړي د دولت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ولس ته په اخلاص سره خدمت وکړي او ځانونه د هغوی خادمان وبولي.

پیغام کې همداراز، له شتمنو غوښتل شوي چې د بې‌وزلو، یتیمانو، معلولینو او مهاجرینو ملاتړ وکړي.

پیغام کې له ولس او طالبانو غوښتنه شوې چې د شیخ هبت الله اطاعت وکړي، یووالی وساتي او د دښمن له تبلیغاتو ځانونه وساتي.

نوموړي پر فلسطینیانو روان ظلم وحشت بللی او یو وار بیا یې ټینګار کړی، چې دوی د فلسطین له خلکو ملاتړ کوي.

اسټرالیا؛ملبورن پوهنتون د افغان مېرمنو لپاره د حقوقو زده کړو نوی پروګرام پیلوي

د اسټرالیا د ملبورن پوهنتون د حقوقو پوهنځي اعلان کړی چې د مونټین انسټیټوټ په همکارۍ د افغان مېرمنو لپاره د حقوقي زده کړو یو کلن پروګرام پیلوي.

راپورونه وایي، دا نوښت هغه ښځو ته ځانګړی شوی چې د طالبانو حکومت د بندیزونو له کبله له زده کړو محرومې شوې دي.

د پروګرام مسؤل غلام‌شاه عادل وايي، هڅه کوي چې افغان مېرمنې بېرته خپل تعلیمي مسیر ته راوګرځوي.

نوموړي زیاته کړې، باور لري چې دا پروژه به د افغانو ښځو حقوقي مهارتونه پیاوړي کړي او دوی به د نړیوالو حقوقي بنسټونو سره ونښلوي.

پاکستان؛په حافظ‌اباد کې پر یوې ښځې د هغې د خاوند مخته ډله‌ییز جنسي تېری شوی

د پاکستان په حافظ‌اباد ښار کې وسله‌والو کسانو پر یوې ښځې د خاوند مخې ته جنسي تېری کړی، چې ویډیو یې اوس له یوې میاشتې وروسته خپره شوې.

جیونیوز په یو راپور کې وايي، پولیسو دا پېښه جنایي بللې او د څلورو پیژندل شویو کسانو په ګډون، اته کسان پکې تورن دي.

د دغې ښځې خاوند وایي، جې لومړیو کې پولیسو یې شکایت نه ثبتوه او د پولیسو اداره کې یو تورن کس دنده هم لرله چې دی یې ګواښلی و.

پاکستاني چارواکو د عاملینو پر ضد د قانوني اقدام ژمنه کړې ده.

شهباز شریف:هند ته مو داسې درس ورکړی چې تر قیامته به یې هېر نه شي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې پوځ یې هند ته داسې سخت ځواب ورکړی چې تر قیامته به یې هېر نه‌شي.

نوموړي دا خبرې په پېښور کې یوې غونډې ته کړې او زیاته کړې ده چې د مودي حکومت اوس هم د خپلې ماتې ټپونه رغوي.

شریف خبرداری ورکړی، که هند بیا برید وکړي، پرېکنده ځواب به ورکړل شي.

هغه د اوبو پر سر د اختلافاتو یادونه هم کړې او ویلي چې د هر څاڅکې د خونديتابه لپاره به قوي اقدامات کېږي.

هالنډ کې؛د افغانستان سفارت له ویب‌پاڼې د افغانستان لوګو او ټولنیزو رسنیو څخه د جمهوریت نوم او بیرغ لرې شوی

‏په هالنډ کې د افغانستان سفارت د خپلې ویب پاڼې له لوګو او ټولنیزو رسنیو پاڼو څخه د افغانستان د اسلامي جمهوریت نوم او ملي بیرغ لرې کړی دی.

ویل کېږي دا چاره په هالنډ کې د افغانستان د سفیر آصف رحیمي له لوري، چې اوسمهال له طالبانو سره اړیکې او همکاري لري؛ ترسره شوې ده.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر آصف رحیمي، یو له لومړنیو ډیپلوماتانو څخه و، چې له طالبانو سره یې همکاري پیل کړه.

علي امین ګنډاپور:مرکزي حکومت دې د پښتونخوا له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي

د خيبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امين ګنډاپور له شهباز شریف غوښتنه کړې چې مرکزي حکومت دې د قبايلي سيمو سره شوې ژمنې پوره کړي.

هغه په يوې جرګه کې ویلي، چې د ملي وحدت لپاره سياسي اختلافات يو اړخ ته شوي؛ خو د قبايلي ولس حقونه نه شي هېرېدای.

نوموړي د پخوانۍ فاټا او پاټا سيمو باندې د ټکسونو مخالفت کړی او ويلي چې دا خلک لا هم د ترهګرۍ د جګړې له اغېزو سره مخ دي.

محبوب شاه محبوب:حامد کرزی د افغانستان یو ناکام ولسمشر وو

د پوهنتون استاد محبوب شاه محبوب وایي، حامد کرزی یو ناکام ولسمشر وو.

د هغه په خبره، د کرزي لور داسې حال کې له شپږم ټولګي فارغیږي، چې اوس د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي.

نوموړی وایي، حامد کرزی بېرته هغه حالت ته ورستون شوی، چې ۲۵ کاله وړاندې وو.

هغه دغه راز ویلي، کرزی باید د دغې پوښتنې ځواب ورکړي، چې لور یې ولې بېرته هغې دورې ته ورستنیږي، چې د نجونو ښوونځي پکې نه وي.

د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د حامد کرزي زوی میرویس کرزی له دولسم او لور یې ملالۍ کرزۍ له شپږم ټولګي فارغه شوه.

ښاغلي کرزي یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي وو، چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

اسټرالیا؛خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.

یاد وزارت افغانستان د ډېر خطرناک امنیتي وضعیت لرونکی هېواد بللی او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ او تښتونې جدي ګواښونه، حتی په کابل کې هم، شتون لري.

دوی ویلي چې هېڅ سیمه په افغانستان کې له بریدونو خوندي نه ده، او بهرنيان، په تېره بیا د مرستندویه بنسټونو کارکوونکي، روغتیايي کارکوونکي او بهرني اتباع ممکن په نښه شي.

اسټرالیا خبرداری ورکړی چې د دوی د سفارتي حضور نشتوالي له امله، په افغانستان کې خپلو اتباعو ته د قونسلګرۍ او پاسپورټي خدماتو برابرول ډېر محدود دي.

امرالله صالح:غرب او نوره نړۍ د ترهګرۍ پر ملاتړي پاکستان هیڅ بندیز نه لګوي

د جمهوري حکومت پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هر کله چې پاکستان جګړه‌ ییز دریځ غوره کړي، نړیوال بانک، آی.ایم.اېف او د اسیا پراختیایي بانک پرې د پورونو او مرستو محدودیتونه نرموي.

نوموړي زیاته کړې، چې لوېدیځو هېوادونو هېڅکله هم پر پاکستان بندیزونه نه دي لګولي، آن هغه مهال هم نه، چې اسامه بن لادن د دې هېواد د پوځي اکاډمۍ تر څنګ وموندل شو.

ښاغلی صالح وایي، پاکستان د ترهګرو شبکو سره د مرستې باوجود له بندیزونو ځان ژغورلی، او دا د حیرانتیا وړ ده.

د طالبانو له لورې د منتقدینو د نیولو دوام؛یوې امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته ومنله چې رحیم سکندر نیول شوی

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا د طالبانو حکومت د ټولنیزو رسنیو د فعال رحیم سکندر نیول کیدل تایید کړ.

دغې سرچینې وویل رحیم سکندر د طالبانو اصلاحي کمیټې په امر نیول شوی.

رحیم سکندر په پاکستان کې د «جهاد» په مخالفت د اصلاحي کمیټې د مسول په څرګندونو نیوکه کړې وه او د مسولینو یې غوښتې وو چې پدې اړه له نوموړي پوښتنې ګرویږنې وکړي.

رحیم سکندر د پکتیا د سیدکرم اوسېدونکی دی، او اوسمهال په خوست کې میشت او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني له ملاتړو څخه بلل کیږي.