جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 452

د بشري حقونو بنسټونو؛په ایران کې د افغانانو د اعدامونو پر ضد غږ پورته کړی

د بشري حقونو له ۸۰ ډېرو بنسټونو په یوه ګډ لیک کې له ایرانه د افغان وګړو د اعدامونو د درولو غوښتنه کړې ده.

په لیک کې ویل شوي، چې یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي، چې دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله درې چنده زیات دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر ویلي، افغانان د اعدام “ارزانه قربانیان” دي او دا بهیر باید ژر بند شي.

د لیک امضاکوونکو له نړیوالې ټولنې، مدني ټولنو او خلکو غوښتنه کړې چې د دغو اعدامونو پر وړاندې غږ پورته کړي.

له پاکستان او طالبانو پرته؛ټوله اسلامي نړۍ کې نن د عرفې ورځ ده

د ذولحجې نهمه د عرفې له ورځې سره برابره ده.

د ټولې اسلامۍ نړۍ څخه ورغلي حاجیان د عرفې غونډۍ ته روان دي.

دا ورځ د حج له مهمو ارکانو څخه ګڼل کېږي، چې حاجیان پکې د ماسپښین تر لمانځه وروسته د عرفات په غونډې کې راټولیږي.

د بشریت ستر ناجي او د اسلام وروستی پیغمبر حضرت محمد «ص» په ۷مه میلادي پېړۍ کې د حجة الوداع خطبه هم له همدې ځای څخه بیان کړې وه.

د امریکا کانګرس:ټرمپ باید د افغان کډوالو له اېستلو ډډه وکړي

د امریکا د کانګرس څه باندې سلو غړو په یوه لیک کې د دغه هېواد له کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو غوښتي چې د افغان کډوالو له اېستلو ډډه وکړي.

رویټرز راپور ورکړی، چې دغه ډیموکراټ غړي د ټرمپ له ادارې غواړي، چې نه یوازې د ایستلو ګواښ پای ته ورسوي، بلکې د افغانانو د خوندیتوب حالت هم وغځوي.

دوی خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ایستل به هغوی له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه ټرمپ د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو پر وګړو دغه هېواد ته په ورتګ بندیز لګولی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان:افغانستان کې ځنګلونه د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، چې په خوست کې ځنګلونه د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان د نړۍوال چاپېریال ورځې په مناسبت ویلي، د ځنګلونو د ساتنې او د سیمه‌يیز معیشت د پیاوړتیا په موخه یې پر ۲۳۲ هکټاره ځمکه نږدې ۴۸ زره د مېوو نیالګي کېنولي دي.

همداراز، د ځنګلونو د بیا را ژوندي کولو لپاره یې پر ۲۱۱۱ هکټاره ځمکه ۲۶۰ زره د جلغوزیو او غوزانو نیالګي هم کرلي دي.

علي رضا بېګدلي:افغان کډوالو سره همکاريو ته ژمن یوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم په افغانستان کې د ایران د سفارت له سرپرست علي رضا بېګدلي سره د افغان کډوالو د ستونزو او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، محمد نعیم له افغان کډوالو سره د ایران د کوربه‌توب او له «اسلامي امارت» څخه د ملاتړ مننه کړې او د دغو همکاریو د دوام غوښتنه یې کړې.

بیګدلي ژمنه کړې چې ایران به له افغانستان سره خپلو هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

اسحاق ډار:د چین په غوښتنه یې د طالبانو له حکومت سره اړیکې پراخه کړي

چین له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، دا غوښتنه د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې شوې.

نوموړي زیاته کړې چې له غونډې وروسته یې له چین غوښتي چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز افغانستان ته هم وغځوي، او لګښت دې هم د همدغه پروژې له لارې برابر شي.

د هغه په وینا، د چین بهرنیو چارو وزیر دا وړاندیز منلی دی.

امیرخان متقي؛د یوناما له مشرې سره د افغانانو د ستونزو او پانګونې په اړه غږېدلی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره لیدلي او د راستنېدونکو اړتیاو، د بهر میشتو افغانانو د ستونزو، خصوصي سکتور د پیاوړتیا او پانګونې د جذب په اړه یې خبرې کړې دي.

متقي له یوناما غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعي وضعیتونه منعکس کړي، څو نړیوالو ته د هیواد ثبات روښانه شي.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې اروپا کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره «اسلامي امارت» ته لاسرسی برابر شي.

اوتونبایوا ویلي، چې د امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې به د طالبانو حکومت پېغامونه او د افغانستان فرصتونه له نړیوالو سره شریک کړي او ژمنه یې کړې چې د راستنېدونکو او د کاري زمینو د برابرولو لپاره به هڅې جاري وساتي.

امریکا؛غزه کې د ملګرو ملتونو د اوربند پرېکړه‌لیک ویټو کړ

امریکا په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند پرېکړه لیک ویټو کړ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو، چې غزه کې باید له قید او شرط پرته اوربند وشي.

امریکایي استازي ویلي، چې دا چاره حماس ته د لا پیاوړتیا جرئیت ورکوي.

بل لورته بیا د یادې شورا ۱۴ نورو غړو دا پرېکړه لیک تائید کړی دی.

رحیم سکندر:اصلاحي کمېسیون سره بندي یم؛ پر سعیدالله سعید زما نیوکه بې ځایه وه، خپله خبره بېرته اخلم

ټولنیز فعال رحیم سکندر ویلي، د کابل امنیه قومنداني اړوند د حضرت حمزه پوځي کمپ پر استاد سعیدالله سعید نیوکه بې ځایه وه.

هغه ویلي، چې دا نیوکه بېرته اخلي او د ده خبره ناسمه ده.

رحیم سکندر لیکلي:« زه کابل کې د اصلاحي کمیسیون سره بندي یم، کومې خبرې چې څو ورځې مخکې مولوي سعیدالله سعید کړې وې او ما نقد پر کړی و ناسم یې بولم او خپله خبره بېرته اخلم.»

د یاد کمپ استاد سعیدالله سعید ویلي وو، چې له هېواده بهر د «اسلامي امارت» پر سرتېرو جهاد نشته.

د هغه دغو څرګندونو ته په غبرګون کې رحیم سکندر ویلي وو، چې “ده ته د خبرو حق چا ورکړی؟”

د یادونې ده، چې رحیم سکندر د همدغو څرګندونو له کبله نیول شوی دی.

پاکستان؛په حافظ‌اباد کې د دوو ماشومانو په قتل تورن کس له پولیسو څخه د تېښتې پر مهال اوبو ډوب کړی

ډان ورځپاڼه وایي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو کس چې د دوو ماشومانو پر وژنه تورن و، د پولیسو له ولکې د تېښتې پر مهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی او مړ شوی دی.

ډان ورځپاڼې د پولیسو له قوله ویلي، چې څو ورځې مخکې په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او مړي یې وروسته د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.

ډان زیاتوي چې د پېښې په تړاو پنځه کسان مشکوک پېژندل شوي، چې دوه نیول شوي دي.

د راپور له مخې، یو شکمن کس چې د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی او ویلي یې دي چې هغوی یې په لرګي وهلي.

نوموړی د لرګي د موندلو لپاره د پولیسو له‌خوا د پېښې ځای ته بیول کېده، چې تښتېدلی او د اوبو کانال ته یې ځان غورځولی او مړ شوی دی.