ایران د اسرائیل په یو شمېر اشغالي سیمو بریدونه پیل کړل.
تر اوسه یې د کره په نښه شویو اهدافو په اړه جزیات نشته.
ایران تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی به په اسراییل یو تر ټولو قوي برید وکړي.
ایران د اسرائیل په یو شمېر اشغالي سیمو بریدونه پیل کړل.
تر اوسه یې د کره په نښه شویو اهدافو په اړه جزیات نشته.
ایران تر دې وړاندې ویلي وو، چې دوی به په اسراییل یو تر ټولو قوي برید وکړي.
اسرائیل تهران کې د هلال احمر پر کار کوونکو برید کړی.
ایرانۍ رسنۍ وایي، چې دغه برید کې د هلال احمر دوه کارکوونکي وژل شوي.
اسراییل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اسرائیل د ایران پر بېلابېلو سیمو بریدونو ته زور ورکړی.
اوس مهال مهراباد هوایي میدان او تهران کې د الوتکو جوړولو یو مرکز په نښه شوي.
ایران بیا وایي، چې دوی یو قوي برید ته د چمتووالي خبر ورکړی.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، چې د اسراییلو د بریدونو په پایله کې ۴۵ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
نوموړې زیاته کړې، چې دوی په یو تپل شوي جګړه کې راګیر دي.
دا په داسې حال کې ده، چې لاهم د دواړو لوریو ترمنځ جګړه نه ده درېدلې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایران او اسرائیل ترمنځ پر روان کړکېچ خبرې کړې.
امیرخان متقي په دې تلیفوني تماس کې د ایران پر خاوره د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او دا یې د نړیوالو قوانینو نقض وباله.
هغه همداراز ډاډ ورکړی چې افغانستان به د سعودي عربستان د حج له مراسمو راستنېدونکو ایراني حجاجو د خوندي انتقال په برخه کې همکاري وکړي.
عباس عراقچي په دې خبرو کې د طالبانو حکومت له دریځ مننه وکړه او افغانستان یې یو ښه، ملاتړی او خواخوږی ګاونډی یاد کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې د اسراییل برید پر ایران «تېری» وبولي او باید وغندل شي.
د یاد وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، په یوه خبري غونډه کې ویلي چې که د ملګرو ملتونو منشور ټولو ته الزامي وي؛ نو باید غړي هېوادونه، په ځانګړي ډول د امنیت شورا پنځه دایمي غړي، د دغه برید پر وړاندې دریځ ونیسي او جدي اقدامات وکړي.
تر دې وړاندې ایران ویلي، چې دا برید د امریکا په خوښه شوی دی.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، ويلي چې طالبان لا هم هڅه کوي ښځې له ټولنې وباسي.
هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ۵۹مې غونډې ته وويل چې ښځو ته نه له کور څخه د وتلو، نه د غږ پورته کولو او نه هم نجونو ته د لوړو زده کړو اجازه ورکول کېږي.
د یادونې ده، چې دا ناسته نن پیل شوه، چې په کې د امریکا، سعودي، ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې.
ټاکل شوې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په اړه پر یو شمېر موضوعاتو خبرې وشي.
د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر ویلي، چې ټولینزو رسنیو کې د خلکو توهین، تهدید، سپکاوی او ګواښ جرم دی او د دوی له خوا جدي څارل کېږي.
هغه ویلي، ټول هغه کسان، چې د مستعارو یا شخصي ادرسونو له لارې خلکو ته ستونزې جوړوي، د قانوني چلند سره به مخ شي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې هیڅوک ټولنیزې رسنۍ په ناسم ډول ونه کاروي.
د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز خبرداری ورکړی، چې د ایران وګړي به په نښه کړي.
هغه ویلي، نه یې غوښتل چې ملکیان په نښه کړي؛ خو دا چې ایران د دوی وګړي په نښه کړل؛ نو اوس د تهران اوسېدونکي به د تل ابیب او حیفا د بریدو درنه بیه پرې کړي.
د هغه په خبره، ایران له تېرو دوو شپو راهیسې په تل ابیب، الخلیل، بت یام او حیفا سیمو کې ټول بې ګناه خلک په نښه کړي چې غچ به یې اوس د تهران له خلکو واخیستل شي.
د بشري حقونو خپلواک سازمان “هرانا” ويلي چې د اسرائيلو وروستيو هوايي بريدونو له امله تر يکشنبې ماښام پورې په ايران کې ۳۲۲ تنه وژل شوي دي.
د هرانا د راپور له مخې، په دغو بريدونو کې ۶۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
بل لورته د ايران د روغتيا وزارت ويلي چې ۲۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۵۷ نور ټپيان دي.