چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 442

د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو؛پر ایران د اسرائیل بریدونه وغندل

د عربي او سيمې د ۲۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د اسرائيل له لوري پر ايران بريدونه سخت وغندل او د تاوتريخوالي د راکمولو غوښتنه يې وکړه.

دغه اعلاميه د مصر رسمي خبري آژانس “مِنا” خپره کړې ده.

په اعلاميه کې مصر، اردن، پاکستان، بحرين، برونئی، ترکيه، چاد، الجزاير، کومور، متحده عربي امارات، جيبوتي، سعودي عربستان، سوډان، سوماليا، عراق، عمان، قطر، کوېت، ليبيا او موريتانيه هغه هېوادونه بلل شوي، چې دا بریدونه یې غندلي.

دغو هېوادونو وزيرانو د سيمې د خطرناک کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او پر دې يې ټينګار کړی چې بايد د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وشي.

دوی له ټولو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د سوله‌ييزو لارو هوار کړي.

همداراز، د منځني ختيځ له سيمې څخه د هستوي او نورو وژونکو وسلو د پاکېدو غوښتنه شوې او له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د هستوي وسلو د نه‌خپرېدو له تړون سره يو ځای شي.

تهران؛د صدا و سیما ټلویزیون پر ودانۍ د اسراییلو هوایي برید کې درې تنه وژل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو د هوایي برید له امله د ایران صدا و سیما ټلویزیون لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د برید تر مخه د تهران د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه تخلیه کړي.

د برید له امله د ملي تلویزیون ژوندۍ خپرونې په ناڅاپي ډول بندې شوې.

یوه ویډیويي صحنه ښيي چې خبریاله د خپرونې پر مهال له خپل مېز څخه پاڅېږي او ستوډیو پرېږدي، وروسته دود د سټوډیو فضا نیسي.

ایران؛یو وار بیا د اسرائیل بېلابېلې سیمې په نښه کړي

ایران یو وار بیا د اسرائیل بېلابېلې سیمې په نښه کړي دي.

دا بریدونه، چې نږدې دوه ساته وړاندې شوي، د اسرائیل پلازمېنې په ګډون یې ځینې مهم ښارونه هدف ګرځولي.

یو شمېر رسنیو لیکلي، چې په دې بریدونو کې د موساد ودانۍ هم په نښه شوې.

تر اوسه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ټرمپ اداره؛د ۳۶ نورو هېوادونو د وګړو د سفر پر احتمالي بندیز غور کوي

راپورونه ښيي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د هغو هېوادونو شمېر پراخوي چې پر وګړو یې د امریکا سفر بندېږي.

د امریکايي رسنیو د څرګندونو له مخې، د دغې ارزونې موخه دا ده چې د ۳۶ نورو هېوادونو اتباع هم د امریکا خاورې ته د سفر اجازه له لاسه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا موضوع تایید کړې، او وایي چې اداره هڅه کوي د امنیتي دلایلو له مخې د سفر پر بندیزونو کې پراخوالی راولي.

د یادونې ده چې ولسمشر ټرمپ نږدې وخت کې یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړی و چې له مخې یې د ۱۲ هېوادونو اتباعو ته د امریکا ویزې بندې شوې، چې افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل و.

امانوئل مکرون:ټرمپ ویلي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره خبرې روانې دي

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، چې د G7 سرمشریزې لپاره کاناډا ته تللی، ویلي چې ټرمپ د ډلې مشرانو ته ویلي، چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند لپاره خبرې روانې دي.

مکرون زیاته کړې، چې که اوربند وشي، اروپایي هېوادونه چمتو دي له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه جدي مذاکراتو کې برخه واخلي.

هغه دا هم ویلي چې امریکا ایران ته د لیدنې وړاندیز کړی او که ټرمپ له غونډې داسې راستون شي چې د منځني ختیځ اوربند هدف نږدې شوی وي؛ نو دا یو مثبت ګام بلل کېږي.

سي‌ان‌ان:ټرمپ خپل ټیم ته دنده سپارلې، چې له ایراني چارواکو سره وویني

امریکایي رسنۍ سي‌ان‌ان د یو امریکایي چارواکي له قوله ویلي، ډونالډ ټرمپ خپل ټیم ته ویلي چې ژر تر ژره د ایران له چارواکو سره د لیدنې هڅه وکړي.

د نوموړي په وینا، دا لیدنه د دې لپاره کېږي، ترڅو دا معلومه کړي چې تهران له اسرائیل سره د شخړې د دیپلوماتیک حل په برخه کې جدي دی که نه.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې دا جګړه به هم د هند او پاکستان د جګړې په څېر حل کړي.

اسرائیل کې د چین سفارت:چینايي وګړي دې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي

د چین سفارت په اسرائیل کې له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.

سفارت خبرداری ورکړی چې د ایران او اسرائیل ترمنځ شخړه لا پسې شدیده شوې، ملکي تاسیسات زیانمن شوي، او د قربانیانو شمېر زیات شوی دی.

چینایانو ته سپارښتنه شوې، چې د اردن له ځمکنۍ لارې له اسرائیله ووځي، ځکه چې امنیتي وضعیت خراب شوی او د دغه هېواد هوايي حریم لا هم تړلی دی.

اسرائیلي رسنۍ:د امریکا دفاع وزیر پر ایران د برید لپاره له احتمالي چمتووالي خبر ورکړی

د اسراییلي شبکې i24News د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزیر پیت هګست امر کړی چې د ایران پر ضد د اسراییلو د عملیاتو لپاره دې د امریکا احتمالي ګډون ته چمتووالی ونیول شي.

دا چمتووالی به یوازې هغه مهال عملي شي که ولسمشر ټرمپ یې اجازه ورکړي.

راپور کې زیاته شوې، چې د سنتکام ځینې لوړپوړي چارواکي، په ځانګړي ډول جنرال مایکل کوریلا، له دې اقدامه ملاتړ کوي، خو د ټرمپ ادارې یو شمېر نور مشران یې بیا مخالف دي.

نیویارک ټایمز:د ایران او اسراییلو د کړکېچ د ختمېدو کوم څرک نه لېدل کېږي

د نیویارک ټایمز د تحلیلي راپور له مخې، د اسراییلو او د ایران تر منځ روانه نښته چې د غبرګولي په ۲۳مه پیل شوې، له پخوانیو شخړو سره توپیر لري، ځکه چې اوس څلور ورځې تېرې شوې؛ خو دواړه خواوې لا هم د شاتګ نیت نه لري.

په راپور کې ویل شوي، چې برعکس د تېرو کلونو لنډمهاله بریدونو چې په څو ساعتونو کې پای ته رسېدل، دا ځل وضعیت اوږد شوی او د کړکېچ د ختمېدو کوم څرګند لوری نه تر سترګو کېږي.

په دې شرایطو کې، د امریکا د ولسمشر رول د دغه بحران په راتلونکې بهیر کې ډېر مهم بلل شوی، ځکه چې د واشنګټن پرېکړې کولی شي د شخړې لوری بدل کړي.

د یادونې ده چې دا ځل د اسراییلو بریدونو د ایران د سپاه پاسداران څو لوړپوړي قوماندانان او ځینې اټومي ساینسپوهان وژلي دي او دغه راز ګڼ ملکیان هم وژل شوي.

بلخوا، د تهران بریدونو هم په اسراییلو کې ځینې تاوانونه اړولي دي.

ډونالډ ټرمپ:د تهران وګړي دې ژر تر ژره دغه ښار پرېږدي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له خلکو غوښتي چې ژر تر ژره پلازمېنه تهران پرېږدي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې ایران باید له امریکا سره د اټومي تړون موافقه کړې وای.

هغه په ټروت سوشال کې لیکلي «ایران باید اټومي وسله و نه لري. دا خبره مې بیا بیا کړې او ټول باید سمدستي تهران پرېږدي!»

تر دې مخکې د اسرائیل لومړي وزیر هم ورته غوښتنه کړې وه.

د ایران حکومت په غبرګون کې له خلکو غوښتي چې دغو غوښتنو ته پام و نه کړي.