جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 443

د طالبانو حکومت؛د چین د ولسمشر له خبرو هرکلی کړی

د طالبانو حکومت د چين او سيمه ييزو هېوادونو په غونډه کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د مثبتې څرګندونې هرکلی کړی دی.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وویل چې دوی د چين، ازبکستان، قرغيزستان او نورو مشرانو له ملاتړ او د افغانستان د امنيت او اقتصادي پرمختګونو څخه مننه کوي.

په دې ناسته کې د چین ولسمشر ویلي وو، چې د طالبانو له حکومت سره باید اړیکې پراخې شي.

د طالبانو حکومت؛د ټرانسپورت اوهوايي چلند سرپرست نن د ترکمنستان له سفیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده نن چهارشنبه د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کابل کې ولیدل.

په دې ناسته کې د ټرانسپورتي همکاریو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي، او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاو په اړه خبرې شوې.

اخندزاده وویل، دا مهال د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د همکاریو پراخولو لپاره ښه فرصت شته.

په دې لیدنه کې د ترکمنستان سفیر هم وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ په برخه کې، اړیکې لا پیاوړې کړي.

د چین ولسمشر:له افغانستان سره د پرمختګ او ثبات په موخه د سیمه‌ییزې همغږۍ پیاوړتیا ته اړتیا ده

د چین ولسمشر شي جېن‌پینګ ویلي، چې له افغانستان سره د سولې، ثبات او پراختیا په برخه کې باید سیمه‌ییزه همغږي لا نوره هم غښتلې شي.

هغه دغه څرګندونې د «چین – منځنۍ اسیا» دویمې سرمشریزې پر مهال وکړې، چې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر شي جېن‌پینګ د وینا متن خپور کړی، چې پکې راغلي: «افغانستان زموږ مهم ګاونډی هېواد دی، او موږ باید هڅه وکړو چې د دغه هېواد د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ګډ اقدامات چټک کړو.»

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان له سختو اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخ دی.

نیویارک ټایمز:ایران هغه توغندي چمتو کړي، چې سیمه کې د امریکا اډې پرې وولي

نیویارک تایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ایران توغندي او نور پوځي تجهیزات چمتو کړي، څو که متحده ایالات د اسرائیل او د ایران د حکومت ترمنځ جګړې ته داخل شي، له دغه وسایلو څخه د امریکا پر پوځي اډو د برید لپاره استفاده وشي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې خبرداری ورکړی، چې که امریکا مداخله وکړي؛ نو سیمه کې به یې اډې په نښه کړي.

افغان ایواک:د ایس‌ای‌وي کارت لرونکو افغانانو ته د مېشتېدنې پروګرام پیل شو

ا افغان ایوک ائتلاف اعلان کړی چې د ځانګړې مهاجرتي ویزې (SIV) لرونکو افغانانو لپاره د «منل او مېشتېدو» پروګرام بېرته فعال شوی دی.

هغه کسان چې په تېرو ۹۰ ورځو کې امریکا ته رسېدلي، کولی شي د دې پروګرام له خدماتو ګټه واخلي.

یاد دفتر مهاجرینو ته په کور، کار، انګلیسي ژبې کورسونو، د ماشومانو د ښوونځي نوم‌لیکنې، روغتیايي معایناتو او د ټولنیز تضمین شمېرې اخیستلو کې مرسته کوي.

دا پروګرام له هغه وروسته بند شوی و چې د ټرمپ حکومت د مهاجرت پروګرامونه ودرول او مالي مرستې یې پرې بندې کړې.

اوس مهال یوازې د SIV لرونکي افغانان کولای شي په شخصي لګښت امریکا ته ولاړ شي.

د ټرمپ ادارې لا هم د مهاجرت عمومي پروګرامونه بیا نه دي پیل کړي.

په زرګونو افغان مهاجرین لا هم په پاکستان، قطر او نورو هېوادونو کې د پروګرام بیا پیل ته انتظار باسي.

یادونه شوې چې د ټرمپ له‌خوا د افغانانو او ۱۱ نورو هېوادونو پر اتباعو بندیز لګول شوی، خو د SIV لرونکي ترې مستثنا دي.

ایران؛د اسرائیل د تل‌اویو ښار د سیمو د تخلیې امر ورکړی

د ایرانی رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد سپاه پاسداران د اسرائیل د تل‌اویو ښار د سیمو د تخلیې امر ورکړی دی.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو ویلي، دوه بې‌پیلوټه الوتکې چې د هېواد ختیځې برخې په فضاء کې را غورځولي دي.

له بلې خوا، اسرائیل هم د ایران د پلازمېنې تهران د تخلیې امر کړی او د دې هېواد پوځ د ایرانی وګړو ته ویلي: «ستاسې حضور ستاسې ژوند له خطر سره مخ کوي.»

سي‌بي‌اس نیوز:ټرمپ د ایران د اټومي تاسیساتو د له منځه وړلو لپاره له اسرائیل سره یو ځای کېدونکی دی

سی‌بی‌اس د څو باخبره سرچینو له خولې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټومي تأسیساتو پر وړاندې د اسرائیل د څو ورځني برید هڅو سره د یو ځای کېدو په حال کې دی.

د دې بریدونو یو احتمالي هدف د فردو د زیرمې اورانیم غني کولو ځای دی.

تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

بل لورته بیا د ایران او اسرائیل د جګړې په اړه د ټرمپ د تېرې شپې ناسته هم بې پایلې پای ته رسېدلې.

د ایران؛فتاح توغندي د اسرائیل دفاعي سیستم څخه تېر شوي

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د هغوی “فتاح” توغندي د اسرائیلي دفاعي سیسټم نه تېر شوي او د اسرائیلي ځواکونو پناه ځایونه یې په نښه کړي دي.

رسنیو ویلي چې د وعده صادق ۳ عملیاتو په یوولسم پړاو کې د فتاح توغندي کارول شوي دي.

سپاه پاسداران وایي چې د شپې برید وښودله چې ایران د اشغالي سیمو په آسمان بشپړ کنټرول ترلاسه کړی او هلته مېشت خلک د ایران د توغندیو په وړاندې بې دفاع شوي دي.

علي خامنه‌یي:اسرائیلو ته به قوي ځواب ورکړو او هېڅ رحم پرې نه کوو

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، چې دوی به اسرائیلو ته قوي ځواب ورکړي.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی پر صیهونیستانو هیڅ رحم نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران تېره شپه د اسرائیل یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.

له بل لوري بیا د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې روانه جګړه د خامنه‌يي په وژلو پای ته رسېدلی شي.

د ایران او اسرائیل جګړه؛دواړو لوریو ترمنځ شپږمه ورځ هم بریدونه دوام لري

ایران او اسرائیل له تېرې شپې راهیسې یو وار بیا پر یو بل بریدونه کړي.

که څه هم تېره شپه ایراني لوري د اسرائیل د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ښارونه په نښه کړي؛ خو هلته پر رسنیو د سانسور له امله ډېر خبرونه نه دي لاس په لاس شوي.

له بل لوري بیا نن سهار اسرائیل د ایران تهران او ځینې نورو سیمو باندې بریدونه کړي او د امام حسین پوهنتون یې هم په نښه کړی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه نوره هم سخته شوې او اسرائیل ویلي، چې هیڅ وخت به جوړ جاړی ونه کړي.