د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د ټولییز امنیت تړون “CSTO” غړي هېوادونه باید د خپلې سیمې امنیت ته ژمن وي.
هغه د افغانستان او نورو سیمو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
نوموړي ویلي، تېر کې ځینو ترهګرو ډلو د روسیې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د ټولییز امنیت تړون “CSTO” غړي هېوادونه باید د خپلې سیمې امنیت ته ژمن وي.
هغه د افغانستان او نورو سیمو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
نوموړي ویلي، تېر کې ځینو ترهګرو ډلو د روسیې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ کړی دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، د ناروې د سفارت له چارسمبالي پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې په دوه اړخیزو او سیمهییزو موضوعاتو بحث کړی دی.
متقي د ناروې له لوري د طالبانو حکومت د ډیپلوماټ منل، د اړیکو او باور جوړونې په برخه کې مثبت پرمختګ بللی دی.
د وزارت په وینا، متقي د سیمې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې “اسلامي امارت” د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ له ایراني ولس سره همکارۍ ته چمتو دی.
چارسمبالي د سیمې د وضعیت په اړه د ناروې دریځ څرګند کړی او پر افغانستان د احتمالي اغېزو په اړه یې اندېښنه ښودلې.
هغه دغه راز ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د ناروې یو پلاوی د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ارزولو په موخه کابل ته راشي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې پر ایران بریدونه غندلي دي او دا یې د بشریت پر وړاندې نه بښونکي جنایتونه بللي دي.
په اعلامیه کې امریکا او اروپایي هېوادونه ګواښل شوي چې نور دې د ایران په جګړه کې لاسوهنه نه کوي.
د وزارت ویاند ویلي، اسراییل د امریکا او لویدیځ په ملاتړ د منځني ختیځ د سولې لپاره سرطاني تهدید دی او د ایران د مشروع دفاع حق تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.
د ایراني رسنیو په وینا، ایران د لومړي ځل لپاره د اشغال شویو سیمو پر ضد برید کې د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لرونکي “سجیل” توغندی کارولی دی.
دا توغندی د سپاه پاسداران لخوا د “وعده صادق ۳” د عملیاتو په دولسمه څپه کې د اسراییل پر لور توغول شوی دی.
د سپاه پاسداران په یوولسمه اعلامیه کې راغلي چې د ایران وسلهوالو ځواکونو په تېرو عملیاتو کې د اسراییل دفاعي هوايي سیستم له منځه وړی او اوس د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو لپاره د “اشغال شویو سیمو” فضا خلاصه ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، چې نه غواړي د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي د احتمالي ترور پر موضوع بحث وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د سنپترزبورګ اقتصادي غونډې په څنډه کې، د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
نوموړي ویلي، نه غواړي حتا د دې احتمال په اړه خبرې وکړي، نه غواړي دا خبرې واوري او نه غواړي بحث پرې وکړي.
نیویارک ټایمز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله، چې نوم یې نهدی ښودل شوی، راپور ورکړی، چې ایران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې د لیدنې وړاندیز منلو ته چمتو دی، څو له اسراییلو سره د اوربند پر موضوع خبرې وشي.
ټرمپ ویلي چې غواړي د ایران د اټومي پروګرام پر موضوع تمرکز وشي.
نوموړي د دوشنبې په ورځ ویلي چې ښایي خپل ځانګړی استازی ستیو ویتکاف یا مرستیال ولسمشر جیډي ونس له ایرانی چارواکو سره د لیدنې لپاره سیمې ته واستوي.
له بلې خوا، رویټرز مخکې راپور ورکړی و چې د جرمني، فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیران به سبا په جنیوا کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د اټومي مذاکراتو یوه ناسته ولري.
د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې دا مهال یې په تهران او د ایران په نورو سیمو کې د بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
د اسراییلو هوایي ځواک پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې په تهران او نورو سیمو کې یې د بریدونو څپه پیل کړې ده؛ خو د هدفونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
له دې سره هممهاله، د ایران د “وعده صادق ۳” عملیاتو ویاند ایمان تاجیک، په یوه تازه ویډیو کې ویلي چې د عملیاتو دولسم پړاو یې پیل کړی.
تاجیک ادعا کړې چې د ایران توغندیو د اسراییلو هوايي دفاعي سیستمونه مات کړي او اوس دوی لاسبري دي.
نوموړی وایي دغه بریدونه به “اغېزناک او دوامدار” وي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو عمومي رئیس په بروکسل کې یوې غونډې ته ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو پیاوړتیا او د زیانمنو کسانو لاسنیوی باید لومړیتوب وي.
نوموړي ژمنه وکړه چې د قطر حکومت به له افغان ولس سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې د اروپايي ټولنې له لوري د افغانستان پر وضعیت د دوهورځنۍ غونډې پر مهال وشوې، چې پکې د قطر استازي د افغانستان پر روانو سیاسي او اقتصادي ستونزو خبرې وکړې او د همغږې نړیوالې هڅې پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي ویلي مرسته کوونکي هېوادونه او بشري ادارې کولی شي د افغانانو د ظرفیت لوړولو، زغم زیاتولو او ژوند ښه کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
دا غونډه د اروپايي ټولنې، خلیجي هېوادونو، مرسته کوونکو، د ملګرو ملتونو، نړیوال بانک، د G7 ډلې، مدني ټولنې، او نادولتي بنسټونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه.
یو شمېر افغان مدني، اعتراضي او د بشري حقونو بنسټونو په یو سرخلاصې لیک کې د زلمي خلیلزاد پر ضد د نړیوالې قانوني څارنې غوښتنه کړې ده.
دوی نوموړی د پخواني جمهوري نظام د سقوط، د طالبانو د سپین ښودلو، او هغوی ته د واک په بېرته ورکولو تورن کړی دی.
په لیک کې د خلیلزاد دوسیې د نړیوال جزایي محکمې (ICC) ته د سپارلو غوښتنه شوې او همداراز د هغه پر سیاسي او مشورتي فعالیتونو بندیز او د هغه اړوند رسنیزو او مالي شبکو پلټنه هم مطرح شوې ده.
لیک د هغو سازمانونو له لوري لاسلیک شوی چې د بشري حقونو، بیان ازادۍ، انتقالي عدالت او مدني مقاومت په برخو کې فعال دي.
ټاکل شوې چې د لیک بشپړه نسخه او اسناد ډېر ژر نړیوالو ادارو، رسنیو او د بشري حقونو سازمانونو ته وسپارل شي.
زلمي خلیلزاد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د اسراییلي رژیم له لوري پر ایران وحشیانه برید سخت غندلی دی.
ښاغلي سیاف پر خپل ایکس (ټویټر) پاڼه لیکلي: «موږ دا یرغل د ټولو انساني ارزښتونو او نړیوالو تړونونو خلاف ګڼو او په کلکه یې غندو.»
هغه زیاته کړې چې د ایران د خلکو او حکومت د ثبات او بریا لپاره دعا کوي او هیله لري چې هغوی په دې “ستونزمن او ستره ازموینه” کې بریالي شي.