جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 441

ډونالډ ټرمپ:څوک نه پوهېږي چې زه به له ایران سره څه وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تر اوسه یې دا پرېکړه نه ده کړې چې له اسراییل سره د ایران پر ضد ودریږي که نه.

هغه زیاتوي، «ښایي دا کار وکړم، ښایي نه. څوک نه پوهیږي چې زه به څه وکړم.»

ټرمپ دا څرګندونې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وکړې او ویې ویل چې هېڅوک د هغه راتلونکی ګام نه شي اټکل کولای.

نوموړي همداراز وویل چې ایراني چارواکو یو وخت غوښتل له امریکا سره خبرې وکړي او واشنګټن ته راشي؛ خو دا چانس یې له لاسه ورکړی او اوس دا هڅې ناوخته ګڼي.

له بلې خوا، ایران تر اوسه د ټرمپ د خبرو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو راپورونه وایي، هغه خبرې چې ټاکل شوې وه د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په کوربتوب تر سره شي، د ایران او اسراییل ترمنځ د شخړې له امله لغوه شوې دي.

امیرخان متقي:افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د یوې میاشتې د ویزو معافیت په پام کې نیولی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان د ایراني حاجیانو لپاره د یوې میاشتې د ویزو معافیت په پام کې نیولی او په هرات کې یې سیمه ییزو ادارو ته سپارښتنه کړې چې ایران ته د دغو حاجیانو د خوندي لیږد اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي ویلي، چې دا پرېکړه د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا د هدایت پر اساس شوې.

متقي د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په کتنه کې یو ځل بیا پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او هغه یې له نړۍواله قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د اسرایل دفاع وزیر:خامنه‌یي نور د ژوند حق نه لري

د اسراییل دفاع وزیر یسرائیل کاتز ویلي، د علي خامنه‌یي په نوم باید نور هیڅوک شتون ونلري.

نوموړي خامنه‌یي یو دیکتاتور شخص بللی او ویلي یې دي چې خامنه‌یي ته به نور د ژوند کولو حق ورنکړي.

د یادونې ده چې کاتز تر دې وړاندې هم ویلي و چې د ایران خلک به له دغې دیکتاتور رهبر څخه خلاص کړي تر څو سیمه او هېواد یې یو نوی پړاو پیل کړي.

د اسرائیل دفاع وزیر:ما او نتنیاهو پوځ ته امر کړی، چې د ایران پر ستراتیژیکو اهدافو بریدونه زیات کړي

د اسرائیلو د دفاع وزیر، یسرائیل کاتز، د ایران له خوا د اسرائیلو پر روغتون او د استوګنې پر سیمو د توغندیز برید په غبرګون کې ویلي، چې ما او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر کړی چې د ایران پر ستراتیژیکو هدفونو او د تهران پر حکومتي مرکزونو بریدونه شدید کړي، څو د “آیت‌الله خامنه‌یي” د رژیم ګواښ له منځه ولاړ شي.

کاتز دا بریدونه د جګړې تر ټولو ستر جنایتونه وبلل او ټینګار یې وکړ چې خامنه‌یي باید د خپلو جنایاتو حساب ورکړي.

هغه خامنه‌یي یو وېرېدلی دیکتاتور وباله، چې د خوندي پټنځایونو له دننه نه په قصدي توګه روغتونونه او ملکي ودانۍ په نښه کوي.

تسنیم؛سیمه کې د امریکا د اډو لیست او نقشه خپره کړې

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې خصوصي رسنۍ تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی چې د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې د ایران د توغندیو تر هدف لاندې دي.

په راپور کې د امریکا پوځي اډې په ترکیه، سوریه، عراق، اردن، سعودي عربستان، کویت، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو او عمان کې یادې شوې دي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې روانه جګړه کې په مستقیم ډول د امریکا د ښکېلتیا احتمال زیات شوی.

نتنیاهو:پر روغتون برید جنایت دی او زه به یې له ایران نه غچ واخلم

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر روغتون برید جنایت بللی او ویلي یې دي، چې د تهران ډېکتاتورانو څخه یې غچ اخلي.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د تهران ډېکتاتوران به د دې برید لویه بیه پرې کړي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر هم یاد برید ترهګریز او جنګي جنایت بللی دی.

د یادونې ده، چې ایران نن اسرائیل کې سوروکا روغتون په نښه کړ.

پوتین:د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښمن یوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي، د ټولییز امنیت تړون “CSTO” غړي هېوادونه باید د خپلې سیمې امنیت ته ژمن وي.

هغه د افغانستان او نورو سیمو وضعیت د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي ویلي، تېر کې ځینو ترهګرو ډلو د روسیې ګاونډیو هېوادونو ته نفوذ کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:نږدې وخت کې به د ناروې یو پلاوی کابل ته راشي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، د ناروې د سفارت له چارسمبالي پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې په دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو بحث کړی دی.

متقي د ناروې له لوري د طالبانو حکومت د ډیپلوماټ منل، د اړیکو او باور جوړونې په برخه کې مثبت پرمختګ بللی دی.

د وزارت په وینا، متقي د سیمې پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې “اسلامي امارت” د اسلامي او انساني ارزښتونو پر بنسټ له ایراني ولس سره همکارۍ ته چمتو دی.

چارسمبالي د سیمې د وضعیت په اړه د ناروې دریځ څرګند کړی او پر افغانستان د احتمالي اغېزو په اړه یې اندېښنه ښودلې.

هغه دغه راز ویلي، چې نږدې راتلونکي کې به د ناروې یو پلاوی د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ارزولو په موخه کابل ته راشي.

شمالي کوریا:امریکا او اروپا دې د ایران جګړه کې له لاسوهنې لاس واخلي

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې پر ایران بریدونه غندلي دي او دا یې د بشریت پر وړاندې نه بښونکي جنایتونه بللي دي.

په اعلامیه کې امریکا او اروپایي هېوادونه ګواښل شوي چې نور دې د ایران په جګړه کې لاسوهنه نه کوي.

د وزارت ویاند ویلي، اسراییل د امریکا او لویدیځ په ملاتړ د منځني ختیځ د سولې لپاره سرطاني تهدید دی او د ایران د مشروع دفاع حق تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.

سپاه پاسداران:د اسرائیل هوایي دفاعي سیستم له منځه وړل شوی

د ایراني رسنیو په وینا، ایران د لومړي ځل لپاره د اشغال شویو سیمو پر ضد برید کې د ۲۰۰۰ کیلومتره واټن لرونکي “سجیل” توغندی کارولی دی.

دا توغندی د سپاه پاسداران لخوا د “وعده صادق ۳” د عملیاتو په دولسمه څپه کې د اسراییل پر لور توغول شوی دی.

د سپاه پاسداران په یوولسمه اعلامیه کې راغلي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو په تېرو عملیاتو کې د اسراییل دفاعي هوايي سیستم له منځه وړی او اوس د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو لپاره د “اشغال شویو سیمو” فضا خلاصه ده.