جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 440

ایران؛د اسرائیل په ځینو ښارونو د بالستیک توغندي کارولي

ایران د اسراییلو پر بېلابېلو ښارونو باندې د نوې لړۍ توغندیزې حملې پيل کړې دي.

د راپورونو له مخې، د ایران له لوري تر ۳۰ زیات بالستیک توغندي د تل‌ابیب، قدس او حیفا پر لور توغول شوي دي.

ایراني دولتي رسنیو دغه بریدونه تایید کړي؛ خو تر اوسه د دې حملو د پایلو، احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي.

سراج الدین حقاني:د شیخ هبت الله اطاعت د نظام پر وړاندې د وفادارۍ لومړنی شرط دی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني، په پکتيا کې يوې غونډې ته ويلي چې د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، اطاعت د نظام پر وړاندې د وفادارۍ شرط دی.

نوموړي ويلي، چې د سړکونو، بندونو او نورو پروژو لپاره صبر ته اړتیا ده.

ښاغلي حقاني دغه راز زیاته کړې، چې د ځينو پرمختيايي پروژو مالي لګښتونه يې خپله برابر کړي؛ خو د منابعو کموالی او داخلي اختلافونه يې د ځنډ سبب شوي.

د سپاه پخوانی قومندان:اوسنی اوربند به د نوې جګړې پیل ته زمینه برابره کړي

د ایران د سپاه پاسداران پخواني قومندان او د نظام د مصلحت د تشخیص شورا غړي محسن رضایي ویلي، چې اوسنی اوربند به د نوې جګړې پیل ته زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې دښمن دا مهال په کمزوري حالت کې دی، او باید دا فرصت ور نه کړل شي چې د اوربند له لارې بېرته ځواکمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ نښتې دوام لري.

ایران؛د اسراییلو یو شمېر ودانۍ په توغندیو ویشتي

ايران نن سهار د اسرائيلو په سويل کې بئر السبع سیمه په نښه کړې.

اسرائيلي رسنيو هم د ايراني توغندي د لګېدو تائيد کړی؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د یادې سیمې ښاروال ویلي، چې هلته ځینې ودانۍ په نښه شوې دي.

بل لورته اسرائيلو هم نن سهار د ايران بېلابېلې برخې نښه ګرځولې دي.

مشهوره سندرغاړې؛زلاله هاشمي د نامعلومه کسانو له لوري تښتول شوې

مشهوره افغانه سندرغاړې، زلاله هاشمي شاوخوا ۱۵ ورځې مخکې په کابل کې تښتول شوې ده.

د هغې مېړه، سید محسن هاشمي، رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د هغې په اړه هېڅ معلومات نه لري، او د موندلو هڅې یې لاهم بې نتیجې دي.

زلاله د خپلو ملګرو د لیدو لپاره له کوره وتلې وه؛ خو له هغه وروسته بې‌درکه شوې ده.

زلاله یو ۴ کلن زوی لري چې د کورنۍ په وینا، روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی.

زاخارووا:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پرېکړه به په مناسب وخت کې وکړو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا ویلي چې مسکو دا مهال د طالبانو حکومت د نوي سفیر د راتګ انتظار باسي.

نوموړې له سپوټنیک خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د افغانستان د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې په اړه به پرېکړه د روسیې د مشرتابه له لوري په مناسب وخت کې وشي.

هغې ویلي، چې دوی د طالبانو حکومت سره همکارۍ ته ژمن دي.

عبدالسلام حنفي:موږ د کوم هېواد داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوو او له نورو هم همدا تمه لرو

د طالبانو حکومت د رییس‌الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، د چین – سویلي اسیا نهم نړیوال نندارتون ته په وینا کې ویلي چې “اسلامي امارت” له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د کانونو، انرژۍ، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د همکارۍ اراده لري.

هغه ټینګار کړی چې افغان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارېږي، او “اسلامي امارت” نه یوازې له نورو هېوادونو سره د نه لاسوهنې سیاست لري، بلکې له هغوی هم ورته تمه لري.

حنفي دغه نندارتون د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سیاسي او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا یو ښه فرصت بللی دی.

استرالیا؛په تهران کې خپل سفارت وتاړه

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ایران د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله یې خپل سفارت په تهران کې تړلی دی.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې، پني وُنګ، ویلي چې ټولو استرالیایي دیپلوماتانو او د هغوی کورنیو ته د ایران د پرېښودو امر شوی دی.

نوموړې زیاته کړې چې قونسلي کارکوونکي یې آذربایجان او د ایران پولې ته استول شوي، څو له استرالیایي وګړو سره د وتلو پر مهال مرسته وکړي.

د استرالیا سفیر ایان مک‌کانویل به لا هم په سیمه کې پاتې وي.

ډونالډ ټرمپ عاصم منیر ته:مننه، چې له هند سره مو جګړه ودروله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره په سپینه ماڼۍ کې لیدلي او له هغه یې مننه کړې چې له هند سره یې د جګړې مخه نیولې ده.

ټرمپ دا مننه یوه ورځ مخکې، د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال هم کړې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، دا لومړی ځل دی چې یو امریکایي ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ د یوه مشر کوربه‌توب کوي.

په دې لیدنه کې د ایران پر وضعیت هم خبرې شوې دي.

ګلبدین حکمتیار:که امریکا جګړې ته را دننه شي؛ نو د شوروي په برخلیک به اخته شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، که امریکا د اسرائیل د ملاتړ لپاره له ایران سره جګړه وکړي او بریا خپله نه کړي؛ نو د شوروي په څېر به له ړنګېدو سره مخ شي.

هغه د سوریې دریځ ستایلی او ویلې یې دي چې دمشق پر ایران د برید لپاره نه خپله خاوره او نه خپله فضا کارېدلو ته پرېږدي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې که اسرائیل له ایران سره په جګړه کې بریالی شي؛ نو پاکستان، ترکیه او سوریه به یې راتلونکي هدفونه وي.

هغه رضا پهلوی هم غندلی او تور یې پرې لګولی چې غواړي امریکا او اسرائیل ته زمینه برابر کړي څو ایران ویجاړ کړي او خلک یې ووژني.