سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 438

د امریکا له لورې د احمد شاه حبیبي د ځای ځایګي په اړه د ۵ میلیونه ډالرو د انعام اعلان؛ورور یې وایي، هغه د طالبانو په زندان کې دی

د افغانستان د هوایي چلند د پخواني ادارې مشر محمود شاه حبیبي ورور احمد شاه حبیبي د امریکا لخوا د هغه د پیدا کیدو یا د معلوماتو ورکولو په سر د پنځه میلیونه ډالرو انعام ورکولو په غبرګون کې ویلي چې نوموړی په کندهار کې د طالبانو په زندان کې دی.

حبیبي زیاته کړې چې هغه د خپل ورور د برخلیک په اړه د امربالمعروف وزارت د مرستیال وزیر په ګډون د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړې دي او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو د وزارت مرستیال ورته ویلي چې د حبیبي خلاصون د هغه له توان څخه پورته دی.

امریکا متحده ایالات د خپل تبعه او د افغانستان د ملکي هوايي چلند د پخواني مشر محمود شاه حبیبي په اړه د معلوماتو لپاره پنځه میلیونه ډالر انعام اعلان کړی.

د افغان میرمنو فورم:د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت سره د افغان میرمنو په وضعیت خبرې کړي

د افغانستان د میرمنو فورم (WFA) په متحده عربي اماراتو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو د وضعیت په اړه د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې کړي.

د میرمنو فورم د افغانستان اړوند له سیمه ییزو هیوادونو وغوښتل چې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره له ډیپلوماتیک نفوذ څخه کار واخلي او د زده کړې، روغتیا او د ښځو د کارموندنې لپاره یې عملي ګامونه د حل لارې په توګه وړاندې کړل.

رافایل ګروسي:د ایران ۴۰۰ کیلوګرامه غني شوي یورانیم ورک دي

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې مشر، رافایل گروسي ويلي، چې د امريکايي هوايي بريدونو وروسته، د ایران شاوخوا ۴۰۰ کيلوګرامه غني‌شوي يورانيم لادرکه دي.

هغه فاکس نیوز ته ويلي، ايران ادعا کړې چې دغه مواد يې د خونديتوب لپاره انتقال کړي؛ خو آژانس یې د ځای په اړه معلومات نه لري.

ګروسي زياته کړه چې د نطنز تاسيسات سخت زيانمن شوي او اصفهان ته هم تاوان رسېدلی؛ خو تر اوسه د مستقيمو څارنو اجازه نه ده ورکړل شوې.

عباس عراقچي:زمونږ پر اټومي تاسیساتو برید د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه ده

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له خپل چينايي سيال وانګ‌يي سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې تر څار لاندې په تأسیساتو نظامي بريدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوالو قوانينو سره ښکاره مخالفت دی.

عراقچي خبرداری ورکړی، چې د امريکا بريدونه کېدای شي د اټومي موادو دچاودنو يا حتا د يوه ستر اټومي ناورين سبب شي او نړيواله ټولنه بايد دا کار وغندي.

اردغان ټرمپ ته:د اوربند هرکلی کوم؛ خو هیله لرم، چې دا اوربند دایمي شي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لاهې په ناټو سرمشریزه کې لېدلي دي.

اردوغان د ايران او اسرائيل تر منځ د اوربند هرکلی کړی او هيله يې ښودلې چې دا اوربند به دوام ومومي.

دواړو مشرانو د غزې جګړې او د اوکراين د وضعیت په اړه هم خبرې کړې دي.

د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مرستیال: تر ​​اوسه سیمه ایز ځواک وو، خو اوس په نړیوال ځواک بدل شوي یو

د ایران پارلمان د ملي امنیت کمیسیون مرستیال محمد نبویان وایي، “د ایران د اسلامي جمهوریت امپراتوري راڅرګندېږي،”

نوموړي زیاته کړه: “تر اوسه پورې، موږ سیمه ایز ځواک وو، خو اوس د ایران ملت یو نړیوال ځواک شوی دی.”

هغه زیاته کړه: “د دښمن کار داسې یوې نقطې ته رسیدلی چې له موږ څخه یې د اوربند او جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده.”

په ایران د اسرائیلو برید؛درې تنه موساد ته د جاسوسۍ په تور په ارومیه کې اعدام شوي دي

ایراني رسنۍ وایي، موساد ته د جاسوسۍ په تور یې درې تنه په ارومیه کې اعدام کړي دي.

د میزان خبري اژانس، چې د ایران د قضایه قوې یوه برخه ده، د ارومیه په ښار کې د دریو کسانو د اعدام خبر ورکړی چې د اسراییلو د استخباراتي ادارې، موساد سره یې همکاري کړې وه.

د بشري حقونو سرچینو ویلي چې د دې کسانو اعدام د ایران د اټومي پروګرام یو له مهمو شخصیتونو څخه د محسن فخر زاده د وژنې سره تړاو درلود.

د فارس خبري اژانس، چې د انقلابي ګارډ سره نږدې دی، د چهارشنبې په سهار بیا راپور ورکړ چې په تیرو ۱۲ ورځو کې شاوخوا ۷۰۰ کسان د “اسرائیل سره د جاسوسۍ او همکارۍ” په تور نیول شوي دي.

رویټرز:د ایران اټومي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه نه دي وړل شوي

رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا ناسمه ده چې ګواکې د ایران اټومي برنامه په وروستي برید کې بشپړه له منځه تللې.

سرچینې وایي، د ایران غني‌شوي یورانیم لا هم خوندي دی او اټومي برنامه یې چې زیاتره یې د ځمکې لاندې ده، یوازې د څو میاشتو لپاره ځنډېدلې.

تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې دا تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

ټرمپ پوهیده چې د ایران او اسرائیلو جګړه د امریکا د زوال پیلامه ده

لیکوال: عاطف مشعل
اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د ایران لخوا په قطر کې پر امریکایي هډې  له برید وروسته،  ټرمپ د جنګ د دریدو او نه ځواب ویلو دریځ غوره کړ او په تعقیب یې د ایران او اسرایلو ترمنځ د اوربند اعلان هم وکړ. دا د ټرمپ له پخواني  موقف څخه، چې ایران باید بدون له قید او شرطه تسلیم شي،  د کامل په شاتګ ښودنه کوي. ټرمپ له سختو انتخابونو سره مخ وو. له یوې خوا د امریکا په خارجي سیاست د اسرایلو نفوذ؛  او له بلې خوا دده د( امریکا د حیثیت اعاده)  شعار چې په اساس یې انتخابات وګټل. ټرمپ پوهیده چې داجګړه د امریکا د ګټو سره په تضاد کې ده او نه تنها چې ګټل یې محال دي بلکه د امریکا د زوال پیل کیدی شي.

‏ایران سره له دې چې د پام وړ زیان ولید، خو له دې تپل شوي جنګ څخه بریالی راووت. د اسرایلو لخوا درې ټاکل شوي اهداف: د ایران اتومي توان له منځه وړل، د بالستیک توغندیو زیرمې ویجاړول، او د رژیم تغیر؛ یو هم پوره نشول. نه د ایران اتومي توانایي په بشپړ ډول له مینځه یووړل شوه، نه د بالستیک توغندیو زیرمې ویجاړې شوې او نه هم رژیم وپرځول شو. سربیره پردې، ایران د اسرایلو په اصطلاح د اوسپنې په ګنبد پوښل شوي ښارونه په بیساري ډول په نښه او اکثر خاص نظامي اهداف یې ویجاړ کړل او ټولې سیمې ته یې خپل نظامي ځواک وښود.
‏ داچې ایران په خپلو اتومي تاسیساتو د امریکا یرغل په پوره قدرت سره ځواب کړ، په دې معنی وو چې دوی تسلیمیدو ته غاړه نږدي. امریکا مجبوره شوه او د جنګ د دریدو اعلان یې وکړ. د اوربند غږ له امریکا او  اسرایلو اوچت شو، دا ایران ته د واضح بري په معنی دی.
‏ایران شاید زیانمن او زخمي وي، خو د جنګ له میدانه بریالی راووت.
‏و به کتل شي چې اسرایل به څومره دې تعهد ته پابند پاتې کیږي؟ ځکه دا اوربند به د نتنیاهو د قدرت په قیمت تمام شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:چین اوس کولی شي له ایران څخه تېل وپيري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تروث سوشال کې لیکلي، چې چین اوس کولی شي له ایران څخه د تېلو پېر ته ادامه ورکړي.

هغه زیاته کړې، هیله لري چې هغوی له امریکا څخه هم ډېر تېل وپېري.

نوموړي دا کار د ځان لپاره ویاړ بللی.