جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 438

اسماعیل میاخېل د طالبانو حکومت ته:«تاسې تل بهرنیان بخښلي؛ خو هېڅکله مو افغانان ونه بخښل»

د ملي راډیو او تلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو هغه څرګندونې غندلي چې وایي د پاکستان سره د مذاکراتو د درناوي له امله یې د کندهار د وروستیو پېښو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

میاخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې طالبانو د دوحې د خبرو پر مهال هره ورځ افغانان وژل؛ خو د «درناوي» خبرې یې نه کولې.

هغه یادونه کړې چې طالبانو هغه مهال په افتخار ویل چې په ۱۸ میاشتو کې یې پر امریکایانو یو برید هم نه دی ترسره کړی؛ خو په افغانانو د حملو لړۍ روانه وه.

نوموړي ویلي چې افغانان د ښځو، ماشومانو او سرتېرو د وژنو پېښې نه هېروي او طالبان هره پېښه او لاسته راوړنه د خپلې ډلې د مشروعیت لپاره کاروي.

اسماعیل میاخېل پر طالبانو غږ کړی چې که په سوله او اسلام باور لري، رښتینی سوله‌ ییز بهیر دې پیل کړي، ظلم او بندیزونه دې پای ته ورسوي، د ښځو او نجونو حقونه دې تضمین کړي او د نجونو ښوونځي دې بېرته پرانیزي.

پاکستاني رسنۍ:استانبول کې د افغانستان او پاکستان خبرې بېرته پیل شوې

پاکستاني رسنۍ «سما» چې د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو ته نږدې رسنۍ بلل کېږي، راپور ورکړی چې د افغانستان او پاکستان د پلاویو خبرې په استانبول کې له لنډ ځنډ وروسته بیا پیل شوې دي.

سما مخکې ادعا کړې وه چې د سپین بولدک د نښتې له امله خبرې درېدلې او د پاکستاني پلاوي غړو د افغانستان له لوري پر پاکستان د ډزو شواهد قطري او ترکي منځګړو ته سپارلي دي.

خو په عین وخت کې راپورونه څرګندوي چې په سپین بولدک کې د پاکستاني ځواکونو لخوا پر ملکي خلکو ډزې شوي او لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي یې چې پاکستان بې دلیله د افغانستان پر خاوره هاوان او نورې وسلې ویشتي؛ خو د مذاکراتو د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره افغان لوري تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

کندز؛اتمه امنیتي حوزه کې چاودنې یو تن وژلی

د کندز ښار په اتمي امنیه حوزه کې د دورۍ سر هدېرې ترڅنګ نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې چاودنه شوې ده.

د کندز د طالبانو حکومت د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالب ځواکونه سمدستي سیمې ته رسېدلي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، یو تن چې د چاودیدونکو توکو لېږد یې کاوه، د نامعلومو لاملونو له امله د چاودنې په ځای کې وژل شوی دی.

پلټنې ښيي چې ممکن دغه کس د کومې حملې پلان درلود؛ خو چاودنه تر ټاکلي وخت مخکې شوې او دی پکې وژل شوی دی.

د طالبانو ځایي چارواکي زیاتوي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او نور جزییات به له بشپړ تحقیق وروسته شریک شي.

د طالبانو حکومت:د نشه‌يي توکو په اړه د ملګرو ملتونو راپور غلط دی، افغانستان کې یې کښت نږدې صفر ته رسېدلی

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت، تولید او قاچاق نږدې صفر ته رسېدلی او حکومت په دې برخه کې ۹۹ سلنه پرمختګ کړی دی.

هغه د ملګرو ملتونو وروستی راپور ردوي چې پکې د شیشې د تولید د زیاتېدو او د کوکنارو د کرکیلې د دوام یادونه شوې ده.

فطرت وايي، د «اسلامي امارت» خپله سروې د کوکنارو او نورو نشه‌يي موادو تولید صفر ته نږدې ښيي او ټینګار کوي چې نړیوالو مرستندویه ادارو باید د بزګرانو بدیل معیشت ته پاملرنه زیاته کړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار ادارې راپور ښيي چې سږکال که څه هم د کوکنارو کښت ۲۰ سلنه کم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي موادو، په ځانګړي ډول مېتامفټامین یا شیشې تولید او قاچاق په ښکاره ډول زیات شوی او د تېر کال په پرتله د نیونو شمېر ۵۰ سلنه لوړ شوی دی.

پاکستان؛په سند ایالت کې د ډینګي له امله د مړو شمېر ۲۵ تنو ته پورته شوی

0

د پاکستان د روغتیا وزارت ویلي، د سند ایالت په بېلابېلو سیمو کې د ډینګي تبه لا هم په چټکۍ خپرېږي او یوازې پرون یې د څلور نورو کسانو ژوند واخیست.

له دې سره په روان کال کې د دې ايالت د مړه شويو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.

وزارت زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سند کې ۱۱۹۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي، او روغتیايي بنسټونه د ناروغانو له زیاتوالي سره د مقابلې لپاره تر سخت فشار لاندې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د سوریې پر ولسمشر او کورنیو چارو وزیر لګول شوي بندیزونه لرې کړل

0

عربي رسنيو راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې د ولسمشر احمد شرع او د دې هېواد د کورنیو چارو د وزیر انس خطاب پر ضد لګول شوي بندیزونه لرې کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه په داسې مهال شوې چې ټاکل شوې ولسمشر شرع راتلونکو ورځو کې واشنګټن ته لاړ شي او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

شیخ هبت الله:زمونږ د حکومت اصل د شریعت پلي کول دي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې یوې غونډه کې د «محمدي شریعت» پلي کول د طالبانو د حکومت اصلي هدف وباله.

هغه پر اخلاص، پاک نیت، وحدت، اطاعت، په شریعت ټینګ پاتې کېدو، د اسلامي نظام ملاتړ او د حکومتي قوانینو پر اسلامي کولو یې ټینګار کړی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دې غونډه کې شیخ هبت‌الله اخندزاده له علماوو او د دیني زده کړو ملاتړ حتمي بللی.

زلمی خلیلزاد:د بولدک او وېش بریدونه د استانبول د هوکړې ښکاره سرغړونه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په داسې حال کې چې د قطر او ترکیې استازي په استانبول کې له افغان او پاکستاني پلاویو سره جلا جلا لیدنې ترسره کوي، په کندهار کې د بولدک او وېش په سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

خلیلزاد ویلي، که دا راپورونه سم وي؛ نو دا د څو ورځو مخکې د شوې هوکړې ښکاره سرغړونه ده او هغه اعتماد کمزوری کوي چې د یوې پایدارې موافقې لپاره ضروري دی.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید د نننیو بریدونو په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي.

ذبیح الله مجاهد:سپین بولدک کې د پاکستان له لورې تازه ډزې د استانبول د اوربند له هوکړې سرغړونه ده

د طالبانو حکومت وياند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې له پاکستاني لوري سره په استانبول کې د مذاکراتو درېيم پړاو روان دی؛ خو له بده مرغه نن مازيګر د سپين بولدک په اړخ کې د پاکستاني ځواکونو له لوري ډزې بيا پيل شوې چې خلکو ته یې اندېښنې پيدا کړې دي.

مجاهد ټینګار کړی چې د مذاکراتي ټيم د درناوي او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په هدف د «اسلامي امارت» ځواکونو تراوسه هېڅ پوځي غبرګون نه دی ښودلی.

نوموړي زياته کړې چې د مذاکراتو په تېره ناسته کې د اوربند د غځېدو او د کوم ډول سرغړونې نه کولو هوکړه شوې وه.

کندهار؛سپین بولدک کې د پاکستان هاوان برید کې شپږ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

له کندهار څخه حکومتي سرچینو ویلي، چې نن مازیګر د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان په کلي کې د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوی هاوان پر یوه کور لګېدلی چې په نتیجه کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینې وايي چې د همدې نښتې پر مهال د سپین بولدک–ښورابک پر سړک څلور نور ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په بریدونو کې یوازې ملکي خلک او ملکي تاسیسات په نښه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په سیمه کې اوس مهال امنیتي وضعیت یو ځل بیا عادي حالت ته راګرځېدلی دی.