جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 438

سپاه پاسداران:د امریکا له برید وروسته اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوه

د ایران د سپاه پاسداران ځواک ویلي چې د امریکا له خوا د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو تر برید وروسته، «اوس زموږ لپاره جګړه پیل شوې ده.»

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اصفهان، نطنز او فردو په اټومي مرکزونو هوايي بریدونه تایید کړل.

ټرمپ ویلي، دغه بریدونه بریالي وو او خبرداری یې ورکړی چې که ایران سولې ته غاړه کېنږدي؛ نو راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.

بل لورته د ایران د دولتي ټلویزیون (صدا و سیما) یوه لوړپوړي چارواکي ادعا کړې چې د بریدونو وړاندې ټول حساس اټومي تاسیسات له پرسونله خالي شوي وو او مرکزونو ته هېڅ جدي زیان نه دی رسېدلی.

امریکا؛د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران د درېیو مهمو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان هوايي بریدونه شوي او دغه بریدونه بریالي وو.

نوموړي ویلي، امریکايي الوتکې له ایران څخه وتلي دي.

ټرمپ دا څرګندونې پر خپلې ټولنیزې رسنۍ کړې دي او ویلي یې دي چې د نړۍ بل هېڅ پوځ نه شوای کولای دغه ډول عملیات ترسره کړي.

هغه زیاته کړې چې اوس د سولې لپاره مناسب وخت دی.

امریکا؛ګوام ټاپو ته شپږ بي۲ سپیریټ جیټ استولي

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې امریکا شپږ B-2 الوتکې ګوام ته استولي.

تر اوسه په دې اړه معلومات نشته، چې امریکا دا اقدام ولې کړی.

د یادونې ده، چې ګوام له ایران، روسیې، چین او شمالي کوریا سره د جګړې لپاره مهم ځای ګڼل کېږي.

امیرخان متقي؛د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره کتلي دي.

په دغې کتنه کې د افغانستان او اوزبیکستان پر دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ په اړه خبرې اترې شوې دي.

د یادونې ده، چې نوموړی نن استانبول ته ولاړ.

امیرخان متقي؛د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو غونډه کې ګډون وکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ۵۱مه ناسته کې چې په استانبول کې جوړه شوې، ګډون وکړ.

د دغه وزارت ویاند ضیا احمد تکل وايي، متقي به د ناستې پر مهال وینا وکړي او له یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره به د دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.

ټي‌ټي‌پي:پر اسرائیل د ایران له ځوابي بریدونو ملاتړ کوو

ټي‌ټي‌پي په یوه تازه اعلامیه کې د اسراییلو له خوا پر ایران شوي بریدونه غندلي او د ایران له خوا یې پر اسراییلو د ځوابي اقداماتو کلک ملاتړ اعلان کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې تحریک طالبان پاکستان دغه ظالمانه کړنه د نړیوالو بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي.

اعلامیه زیاتوي، ایران ثابته کړه چې د قومونو عزت یوازې په مقاومت کې دی.

د اسرائیل دفاع وزیر:د سپاه پاسداران لوړپوړی قوماندان سعید ایزدي په قم کې وژل شوی

د اسرائیل دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان، سعید ایزدي، تېره شپه په قم ښار کې په یوه استوګنیز کمپلکس کې وژل شوی دی.

ایزدي د قدس ځواک د “فلسطین لښکر” مشر و او د حماس د مالي او وسلو ملاتړ مسئول و.

د برید له امله دوه تنه وژل شوي، چې په دې کې یو ۱۶ کلن ځوان هم شامل دی او څلور نور ټپیان دي.

دغه برید د قم د مقدس ښار په یوه څلورم پوړ ودانۍ شوی دی، چې د فردو د یورانیم د غني کولو مرکز ته نږدې موقعیت لري.

ذبیح الله مجاهد:د ملګرو ملتونو راپور ناسم دی، افغانستان امن او باثباته دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو د درې میاشتني راپور په اړه ویلي چې راپور کې ناسم معلومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د افغانستان وضعیت ناوړه وښودل شي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان اوس تر هر وخت ډېر امن دی او خلک په ارامه ژوند کوي.

مجاهد دغه راز ویلي چې په راپور کې جنايي پېښې هم د امنیتي پېښو په توګه یادې شوي، حال دا چې دغه ډول پېښې په نورو هېوادونو کې هم ډېرې دي.

نوموړي خپلو خلکو ته ډاډ ورکړی چې د بهرنیو مغرضو هڅو ته اندېښمن نشي، ځکه افغانستان د شرعي نظام تر سیوري لاندې په ثبات او امن کې دی.

هغه زیاتوي، چې د تیر لوی اختر په شپو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانانو په هېواد کې دننه سیاحتي سفرونه ترسره کړي چې د امنیت ښه والی ښيي.

باجوړ لوی ماموند؛ټي‌ټي‌پي په یو برید کې ۴ پاکستاني سرتېري وژلي

تېره شپه د باجوړ لوی ماموند تحصیل ګواټي سیمه کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو پر یوې پوځي پوستې برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، چې په دغه برید کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.

تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوچستان؛کلات ولسوالۍ کې د ماین چاودنو شپږ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان ایالت د کلات ولسوالۍ په منګوچیر سیمه کې د سړک د پاکولو پر مهال د ماینونو څلور پرله‌پسې چاودنو دوه پاکستاني سرتېري وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د سرچینو په وینا، وژل شوي او ټپیان شوي سرتېري د ماین خنثی کولو ډلې غړي وو.

سرچینو زیاته کړې چې دغه ماینونه یو له بله سره نښلول شوي وه.