جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 436

عباس عراقچي اسحاق ډار ته:د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په اړه اندېښمن یو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌دار سره په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د خبرو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

ایران ویلي، چې عراقچي د سیمه‌ییزو هېوادونو په همکارۍ د اختلافاتو د حل او د ستونزو د کمېدو لپاره د خبرو اهمیت ته اشاره کړې او اعلان یې کړی چې تهران د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر هم د وروستیو خبرو جزییات شریک کړي او د سیمې د ثبات پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.

دواړو لورو د مشورو د دوام پرېکړه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستان د استازیو درېیم پړاو مذاکرات بې‌نتیجې پای ته رسېدلي او دواړه لوري یو بل د غیرمسئولانه چلند په کولو تورنوي.

روسیې؛په یوه شپه کې له ۴۰۰ ډېرو ډرونونو اوکراین په نښه کړی چې ۷ تنه یې وژلي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي وايي روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۴۰۰ ډرونونه توغولي چې په کې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي، هوايي ځواک ۴۰۶ ډرونونه نسکور کړي؛ خو لسګونه نور توغندي او چاودېدونکي الوتکې پر ۲۵ سیمو لګېدلي او په کېیف، پولتاوا او خارکیف کې یې د انرژۍ تاسیساتو ته درانه زیانونه اړولي دي.

د اوکراین د انرژۍ دولتي شرکت دا بریدونه د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو سخت بللي او وایي چې په ځینو سیمو کې د برېښنا تولید بشپړ درېدلی دی.

روسیه بیا وايي چې دغه حملې د اوکراین د بریدونو پر وړاندې غبرګون دی او دوی د اوکراین د وسلو جوړولو مرکزونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

بلوچستان؛په قلات کې پر قبایلي مشر وسله‌وال برید کې څلور تنه وژل شوي

0

د بلوچستان د قلات ولسوالۍ په خالداباد تحصیل کې د قبایلي مشر شاکر سعدالله لانګو پر موټر وسله‌وال برید شوی دی.

د پولیسو په وینا، په پېښه کې لانګو او درې نور ملګري یې وژل شوي او څو کسان ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او چارواکي وایي چې بریدګر تر حملې وروسته تښتېدلي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.

ترکمنستان؛د بلخ زلزله‌ځپلو لپاره د ۳۴ میلیونه افغانیو مرسته د طالبانو حکومت ته وسپارله

په بلخ کې د طالبانو حکومت د رسنیو دفتر ویلي چې ترکمنستان د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې د دوی چارواکو ته سپارلې دي.

دا مرستې په اقینه بندر کې د ترکمنستان د ملي شورا د رئیس رجب بازاروف او د مزارشریف قونسل بازار بای کعبه‌یوف له لوري د بلخ د والي مرستیال نورالدین ابو ادریس او نورو طالب چارواکو ته ورکړل شوې دي.

د طالبانو حکومت په وینا، په مرستو کې خوراکي توکي، درمل، جامې او ساختماني مواد شامل دي.

دا مرسته په داسې حال کې ورکړل شوې چې څو ورځې وړاندې په بلخ او سمنګان کې زورورې زلزلې نږدې ۳۰ کسان وژلي او له ۷۰۰ ډېری یې ټپیان کړي وو.

په افغان کرېکټ د بندیز غوښتونکې؛د کرېکټ له خان غوښتي چې د ښځو حقونو ته کار وکړي

د افغان کرېکټ سر سختې منتقدې ګلچهرې نعیم پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د راشد خان له لوري یې د «خان فاونډېشن» پرانېسته کې ګډون کړی.

هغې ویلي، چې د پروګرام په څنډه کې یې له راشد خان غوښتي چې د ورزش له لارې د ښځو حقونو ته کار وکړي.

نوموړې د راشد له لوري د خیریه بنسټ جوړول نیک کار ګڼلی.

تر دې وړاندې هغې پر راشد خان او د کرېکټ پر نورو لوبغاړو توندې نیوکې کولې او افغان کرېکټ ملي لوبډله یې د سراج الدین حقاني لوبډله یادوله.

زلمی خلیلزاد:اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې اوس د پاکستان د سیاسي مشرانو او ولس وار دی چې پرېکړه وکړي، ایا دیموکراسۍ او قانون ته ژمن پاتې کېږي که نه.

خلیلزاد دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د طالبانو حکومت تایید کړې، چې د افغانستان او پاکستان وروستي مذاکرات په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.

هغه په خپل دریځ کې ټینګار کړی چې د سیمې راتلونکی د هغه لوري په انتخاب پورې تړاو لري چې پاکستان یې غوره کوي، او دا پرېکړه د سیاسي ثبات او سیمه‌ییز امنیت لپاره خورا مهمه ده.

د هند د دفاع وزیر:که اسلام آباد غواړي ستونزه حل کړي کابل سره دې خبرې وکړي

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې باید یوازې د خبرو له لارې حل شي او هند به د دواړو هېوادونو په کړکېچ کې مداخله ونه کړي.

سینګ د رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د هند بهرنی سیاست د سولې او متقابل درناوي پر اصولو ولاړ دی او دغه هېواد د شخړو د لمسولو یا لمن وهلو اراده نه لري.

هغه زیاته کړې چې «که څوک هند ته ګواښ وکړي، دفاع به یې وکړي، خو هند د شخړې د رامنځته کولو پالیسي نه لري.»

هغه د کابل او اسلام‌اباد د وروستیو تاوتریخوالو په اړه ویلي چې ښکېل هېوادونه باید د مذاکراتو له لارې خپل اختلافات حل کړي، او هند د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:په هرات کې مو ۵۰ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په هرات ولایت کې یې نږدې ۵۰ ټنه نشه‌يي توکي سوځولي دي.

د یاد وزارت په وینا، په دې سوځولو کې تریاک، هیروین، شیشه، چرس، نشه‌يي ټابلیټونه، زرګونه لیټره الکولي مشروبات او لسګونه زره کیلوګرامه اړوند کیمیاوي مواد شامل وو.

وزارت د دې توکو په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو څار اداره وايي، سږکال د کوکنارو کر شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو په ځانګړي ډول د مېتامفټامین (شیشه) تولید او قاچاق په چټکۍ زیات شوی دی.

اسلامي پراختیايي بانک؛په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت ۱۰۰ بستریز روغتون جوړوي

اسلامي پراختیايي بانک اعلان کړی چې په کابل کې به د ۲۴ میلیونه ډالرو په لګښت یو ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړ کړي.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، دغه روغتون به په ځانګړي ډول د زړه او سینې د ناروغیو درملنه د هېواد دننه په مناسب لګښت برابره کړي او ترڅنګ به د تخصصي زده کړو لپاره هم مهم مرکز وي.

د پروژې د سروې، نقشې او ډیزاین چارې د ماليې وزارت، اسلامي پراختیايي بانک، قراردادي شرکت او اړوندو ادارو له لوري پيل شوي او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

اصف درانی:د کابل–اسلام‌اباد کړکېچ د دوامدارو خبرو له لارې حلېږي، نه د خبرو په بندېدو

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دوراني ویلي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ روانې شخړې یوازې د دوامدارو خبرو او متقابل تفاهم له لارې حل کېدای شي.

نوموړي په یوه تازه ایکس پوسټ کې ټینګار کړی چې دواړه ګاونډیان باید د خبرو دروازې هېڅکله بندې نه کړي، ځکه د مذاکراتو ځنډ د دواړو هېوادونو دښمنانو ته د ګټې امکان ورکوي.

د دوراني په وینا، تاریخ ښيي چې د خبرو د مخنیوي پر ځای د خبرو دوام ستونزې کموي، او د اړیکو دوام اهمیت لري.

هغه زیاتوي چې د دايمي خبرو لړۍ د ثبات او امنیت لپاره مهمه ده، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ کړکېچونه لا هم بې‌پایلې پاتې دي.