جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 434

حامد کرزی:د نجونو له زده‌کړو پرته افغانستان پرمختګ نه شي کولای

پخواني ولسمشر حامد کرزي د «سولې او پرمختګ لپاره د علم نړيوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې افغانستان د نورو ملتونو په څېر علم او پوهې ته سخته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې هېواد هغه وخت له ستونزو وتلی شي او پرمختګ او ځان بسیا ته رسېدای شي چې د ټولو خلکو لپاره د زده‌کړې برابر شرایط رامنځته شي.

کرزي هیله څرګنده کړې چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي.

نوموړي له افغان ځوانانو، هلکانو او نجونو غوښتي چې د هر فرصت څخه د زده کړې لپاره ګټه واخلي او ځانونه لوړو علمي زده‌کړو ته ورسوي.

پخواني ولسمشر ویلي چې افغانستان کولای شي د علم په رڼا او د تعلیم‌یافته نسل په مټ سولې او پایدار پرمختګ ته ورسېږي.

اسماعیل بقایي:ایران چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د شخړو د کمولو لپاره منځګړتوب وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تهران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره هر ډول منځګړتوب ته چمتو دی، که دواړه هېوادونه یې وغواړي.

د وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران د ختیځو پولو د ناامنۍ په اړه اندېښمن دی، ځکه په خبره یې دا وضعیت د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري.

د یادونې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تازه تماسونو کې له خپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره خبرې کړې او د شخړو د کمولو او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د مرستې چمتووالی یې بیا تکرار کړی دی.

د هېواد پخوانی دفاع وزیر؛سترجنرال محمد رفیع په جرمني کې ومړ

د افغانستان د دفاع پخوانی وزیر ستر جنرال محمد رفیع د جرمني په یو روغتون کې د ناروغۍ له امله په ۸۲ کلنۍ کې وفات شوی دی.

رفیع د ببرک کارمل د واکمنۍ پر مهال، په ۱۳۵۸ کال کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی و.

یونیسف:په افغانستان کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه مو جوړ کړي

یونیسف وايي چې په افغانستان کې یې د نړیوال بانک په همکارۍ په روان کال کې د ماشومانو د ودې ۷۰ مرکزونه جوړ کړي، چې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان به ترې ګټه واخلي.

د یونیسف په خبره، دغه مرکزونه ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کوي او د مور او ماشوم اړیکې پیاوړې کوي.

یونیسف د افغانستان په غرنیو سیمو کې د مغذي خوړو د کمښت اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکړی چې درې میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

ندا محمد ندیم؛د جاپان له نوي سفیر سره لیدلي او د مرستو د دوام غوښتنه یې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د دغه وزارت وزیر ندا محمد ندیم د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.

ندا محمد ندیم له سفیر څخه غوښتي چې هېواد دې له افغانستان سره خپلې مرستې، په ځانګړي ډول د بیارغونې او لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا په برخو کې، دوامدارې وساتي.

د وزارت په خبره، د جاپان سفیر د خبرو پر مهال د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د حماسه میډیا تر راپور وروسته؛نږدې یونیم کال وروسته د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل

د حماسه میډیا تر راپور ورورسته؛ د لومړي ځل لپاره د طالبانو حکومت د کانونو وزارت خام نفت داوطلبۍ ته وړاندې کړل.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، چې د امو دریا نفتي حوزه کې د قشقرې سیمې ۱۸۰۰۰ ټنه خام نفت داوطلبي ته وړاندې کوي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان ویلي، دا داوطلبي به هغه څوک ګټي، چې خپلواکې تصفیه خونې ولري، له نړیوال بازار څخه د دوی مواد ۱۵ ډالره لوړ واخلي او خپلواک جواز ولري.

افغان زیاتوي، چې داوطلب شرکتونه باید تر اوو ورځو پورې خپل اسناد دوی ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت د کانونو وزارت نږدې یو نیم کال وروسته خام نفت دواطلبۍ ته وړاندې کوي.

افغان پوسټ؛په ننګرهار کې د پاسپورټونو تر کور رسولو بهیر پیل کړ

د ننګرهار د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د افغان پوسټ له لوري خلکو ته د نویو پاسپورټونو د کور تر دروازې رسولو بهیر پیل شوی دی.

چارواکي وايي چې دا خدمت اختیاري دی او لګښت یې یوازې ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست مشر عبد الکریم حسیب دغه بهیر «چټک، اصولي او قانوني» بللی دی.

د افغان پوسټ عمومي مسؤول رحمت‌الله مکي وایي چې په ټول هېواد کې ۳۶۴ پوسته‌خونې او د کورونو ثبت شوي پته لري، نو ځکه به دا پروسه بریالۍ وي.

اتریش؛یو افغان د نشه‌يي موادو د قاچاق له امله له هېواده وایست او کابل ته یې ولېږدوه

یو افغان وګړی چې په اتریش کې مېشت و او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور محکوم شوی و، تېره ورځ له دغه هېواده وایستل شو او کابل ته ولېږدول شو.

د اتریشي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ناقانونه مېشتو کسانو د اخراج بهیر به لا هم سخت او جدي تعقیب شي.

د راپور پر بنسټ، دا له هغه وخت راهیسې چې د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شوی، د اتریش له لوري افغانستان ته د اخراج دوهمه پېښه ده.

زلمی خلیل‌زاد:د افغانستان او پاکستان د خبرو په منځګړیتوب کې د ترکيې نوې هڅې ستایم

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د ترکيې هغه نويو هڅو ته هرکلی ويلی چې موخه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب له لارې د تاوتريخوالي د بيا رامنځته کېدو مخنيوی دی.

تر دې يوه ورځ مخکې د ترکيې ولسمشر اعلان کړی و چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير، د دفاع وزير او د استخباراتو مشر به دا اونۍ پاکستان ته سفر وکړي، څو د اسلام‌ـ‌اباد او کابل ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه د پاکستاني چارواکو سره بحثونه وکړي.

شکریه بارکزۍ؛د نړیوال ازادۍ کانګریس مرستیاله وټاکل شوه

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ د نړیوال ازادۍ کانګریس مرستیال ټاکل شوې.

دا کانګریس تېره ورځ برلین کې د شپېتو هېواودونو د استازو په شتون کې پیل شو، چې درې ورځې دوام کوي، چې په کې شکریه بارکزۍ د دغه کانګریس مرستیاله ټاکل شوې.

بارکزۍ ویلي، چې دوی د پیاوړي، متحد او نړیوال بدلون لپاره ژمن دي او د عدالت لپاره به مبارزه کوي.

شکریه بارکزۍ د افغان ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوي، چې د طالبانو حکومت سر سخته منتقده ده.