جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 432

ډونالډ ټرمپ:اسرائیل او ایران دواړو اوربند نقض کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي اسرائیل او ایران د هغه اوربند سرغړونه وکړه چې نوموړي اعلان کړی.

ولسمشر ټرمپ ویلي د دواړو خوښ نه دی، په ځانګړي ډول له اسراییلو څخه ناراضه دی.

ډونالډ ټرمپ په هاګ کې د ناټو سرمشریزې ته له تګ وړاندې خبریالانو سره په خبرو کې، وویل چې اسراییل د تړون وروسته سم دلاسه برید وکړ.

د رویټرز په وینا، ټرمپ دا هم وویل چې د ایران اټومي وړتیاوې له منځه تللي دي.

خبرټرمپ؛ له نتانیاهو په ټیلفوني اړیکه کې په ایران د بریدونو د ژر دریدو غوښتنه کړې

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په تلیفوني تماس کې له هغه غوښتي چې ژر تر ژره دې پر ایران بریدونه ودروي.

په ایران د اسرائیلو برید؛ایراني مشر د قطر امیر سره ټیلفوني خبرې کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په قطر کې د امریکا په اډو د برید وروسته د خپل سیال سره تیلفوني خبرې کړي.

پزشکیان د قطر امیر ته ویلي هېله لري چې داسې ونه انګیرل شي چې ګوندې دوي په خپل مسلمان ورور هیواد حمله کړې.

ایراني ولسمشر د قطر امیر ته د دې بریدونو له امله ډاډګیرنه ورکړې.

ملګرو ملتونو؛له ایران څخه د خپلو یو شمېر کارکوونکو د موقتي ایستلو پرېکړه کړې

د ملګرو ملتونو ویاندې، آلساندرا ولوچي اعلان وکړ چې دغه سازمان د امنیتي اندېښنو له امله پرېکړه کړې چې ځینې نړیوال کارکوونکي او د هغوی کورنۍ په موقتي ډول له ایرانه وباسي.

یاده پرېکړه د ایران له خوا د اوربند د نقض او همداراز د اسراییلو له خوا پر تهران د نويو نظامي بریدونو د امر له دوام سره هممهاله اعلان شوې ده.

نوموړې د هغو کسانو د شمېر په اړه چې له ایرانه ایستل کېږي، له څرګندونو ډډه وکړه.

د ایران له بریدونو وروسته؛سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستل

د سیمه‌ییز تاوتریخوالي له کبله د لنډمهاله بندېدو وروسته، سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستي او د الوتنو منظم جریان یې له سره پیل کړی دی.

د عمان هوایي شرکتونو ویلي، چې د تیرې شپې د امنیتي اندېښنو له امله ځنډول شوې الوتنې اوس عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

چارواکو ویلي چې الوتنې بېرته پیل شوي دي.

په ورته وخت کې، قطر او عراق هم اعلان کړی چې د خپلو هوایي حریمونو بندښت پای ته رسېدلی او د دغو هېوادونو هوایي شرکتونو د سه‌شنبې له ورځې منظم پروازونه له سره پيل کړي دي.

د ایران له بریدونو وروسته؛سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستل

د سیمه‌ییز تاوتریخوالي له کبله د لنډمهاله بندېدو وروسته، سوریه، عمان، قطر او عراق خپل هوایي حریمونه بېرته پرانیستي او د الوتنو منظم جریان یې له سره پیل کړی دی.

د عمان هوایي شرکتونو ویلي، چې د تیرې شپې د امنیتي اندېښنو له امله ځنډول شوې الوتنې اوس عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

چارواکو ویلي چې الوتنې بېرته پیل شوي دي.

په ورته وخت کې، قطر او عراق هم اعلان کړی چې د خپلو هوایي حریمونو بندښت پای ته رسېدلی او د دغو هېوادونو هوایي شرکتونو د سه‌شنبې له ورځې منظم پروازونه له سره پيل کړي دي.

ایراني رسنۍ:د ایران لخوا پر اسرائیل د بریدونو خبرې بې اساسه دي

ایراني رسینو پر اسرائیل د ایران له لوري شوي بریدونه بې اساسه بللي او ویلي یې دي، چې تر اوربند وروسته ایران کوم برید نه دی کړی.

اسرائیلي رسنیو ویلي و، چې ایران تر اوربند وروسته د دوی یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.

بل لورته بیا الجزیرې ویلي، چې د ایران ملي امنیت شورا له اسرائیل سره پر اوربند هوکړه کړې ده.

قطر ملګرو ملتونو ته:زمونږ هېواد کې د امریکا پر اډې برید د نړیوال ثبات لپاره جدي خطر دی

د قطر حکومت د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یو رسمي لیک کې د ایران له لوري د العُدید پوځي اډې د توغندیز برید غندنه کړې او دا برید یې د سیمې امنیت او نړیوال ثبات لپاره یو جدي خطر بللی دی.

په لیک کې ویل شوي چې د دا ډول بریدونو دوام کولی شي له سیمې ور هاخوا د نړیوالې سولې لپاره ناوړه پایلې ولري.

قطر د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د مشروع دفاع حق خپل قانوني حق بللی دی.

دغه راز، قطر ټینګار کړی چې باید ټول پوځي اقدامات سمدلاسه ودریږي او د شخړو د حل یوازینۍ لار جدي دیپلوماټیکې خبرې دي.

د عراق پوځ ویاند:څو بې‌پیلوټه الوتکو د عراق پر یو شمېر پوځي اډو بریدونه کړي

د عراق د پوځ ویاند ویلي، چې څو بې‌پیلوټه الوتکو د عراق پر یو شمېر پوځي اډو او نورو ځایونو بریدونه کړي، چې له امله یې د رادار سیستمونو ته جدي زیان اوښتی، خو تلفات نه دي رامنځته شوي.

ویاند زیاته کړې چې ټول هدف ګرځول شوي ځایونه د عراقي امنیتي ځواکونو اړوند وو او بې‌پیلوټه الوتکې راغورځول شوې دي.

په اعلامیه کې دغه بریدونه “جنایي کړنې” بلل شوي او ټینګار شوی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د امریکا استازو مجلس؛په خپلو وسایلو کې د واټساپ کارول بند کړل

د امریکا د استازو مجلس د سایبري امنیت دفتر د واټساپ پیغام‌رسونې اپلېکیشن کارول بند کړي او دا اپلېکیشن یې د کاروونکو لپاره “لوړ خطر” بللی دی.

دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ د کانګرس ټولو کارکوونکو ته په یوه رسمي یادونه کې اعلان شوې ده.

په خبرتیا کې ویل شوي، واټساپ د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب شفافه تګلاره نه لري، ذخیره شوي معلومات یې رمز بندي نه دي، او ممکن امنیتي خطرونه ولري.

په یاد یادښت کې سپارښتنه شوې چې د واټساپ پر ځای دې له بدیلو اپلېکیشنونو لکه مایکروسافټ ټیمز، امازون ټیمز، سیګنال ویکر، آی‌مېسج او فیس‌ټایم څخه کار واخیستل شي.

د مېټا ویاند د دې بندیز مخالفت کړی او ادعا یې کړې چې واټساپ د لوړ امنیت لرونکی پلیټفارم دی.