چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 431

تازه: د امریکا د استازو مجلس د طالبانو حکومت ته د مالي مرستو د نه ورکولو لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو مجلس تازه لایحه تصویب کړې چې له مخې به یې د طالبانو حکومت ته هر ډول مالي مرسته بنده شي.

تر دې وړاندې امریکا هره اوونۍ د طالبانو حکومت ته ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړه لېږله.

د طالبانو حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

قطر:ایران ته ځواب ورکول زمونږ قانوني حق دی

قطر وایي، چې د العدید پر اډه د ایران لخوا برید ته د نړیوالو قوانینو په رڼا کې ځواب ورکول یې قانوني حق دی.

یاد هېواد ویلي، چې دوی به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا د نقض پوښتنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو شېبې وړاندې ایران د امریکا د برید په غبرګون کې په قطر کې د امریکا العدید اډه په نښه کړه.

سپاه پاسداران:قطر کې مو د امریکا په العدید اډې برید کړی

سپاه پاسداران په رسمي ډول په قطر کې د امریکا په العدید اډې د برید مسؤلیت ومانه.

یاړ بریدونه پر ایران د امریکا د برید په غبرګون کې شوي دي.

بل لورته قطر ویلي، چې بریدونه یې خنثی کړي دي.

راپورونه:عراق کې هم د امریکا اډې په نښه شوي

راپورونه وایي، چې ایران تر قطر وروسته عراق کې هم د امریکا اډې په نښه کړي.

بل لورته بیا بحرین کې د خطر زنګونه کړنګول شوي دي.

دا بریدونه پر ایران د امریکا د برید په غچ کې شوي دي.

تازه خبر:ایران قطر کې د امریکا اډې په نښه کړې

ایران قطر کې د امریکا اډې په نښه کړي.

راپوورنه وایي، چې د ایران حکومت د قطر پر لور شپږ مزایله توغولي.

بل لورته یو شمېر رسنیو لیکلي، چې دوحه کې د چاودونو غږونه اورېدل شوي.

ملګري ملتونه:طالبانو سره تعامل ګټور ګام نه وو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتونبایوا، د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې د ښځو او نجونو پر ضد دوامداره محدودیتونه، د افغانستان د نړیوال نظام سره د بیا یو ځای کېدو لوی خنډ دی.

هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو له بنسټیزو حقونو سیستماتیکې محرومۍ ته سخته اندېښمنه ده.

اوتونبایوا دغه راز ویلي چې یوناما له افغانانو سره پراخ تماس لري او ډېری افغانان باور لري چې د نړیوال حضور نشتوالی به وضعیت لا خراب کړي؛ خو نړیوال حضور کولای شي ملاتړ او مخنیوی وکړي.

نوموړې زیاته کړې چې ټاکل شوې ده په راتلونکو ورځو کې په دوحه کې د کاري ډلو غونډې ترسره شي ترڅو د “موزاییک” طرحې د پلي کېدو جزییات مشخص شي.

د هغې په وینا، د دې طرحې موخه د افغانستان تدریجي بېرته ادغام دی، خو دا به یوازې د بشري حقونو او د ښځو د وضعیت له ښه‌والي سره عملي شي.

د نتنیاهو مېرمن ایرانیانو ته:له تاسې سره هیڅ دوښمني نه لرو؛ بلکې زمونږ مبارزه د دیکتاتور رژیم پر وړاندې ده

د اسرائیل د لومړي وزیر مېرمن، سارا نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ د ایران ولس ته په یو پیغام کې لیکلي، چې تاسو د یوه بډایه فرهنګ، وړتیا او ویاړمن تاریخ وارثان یاست.

هغې زیاته کړې:« موږ ستاسو دښمنان نه یوو، زموږ مبارزه د استبدادي رژیم پر وړاندې ده، نه له ولس سره او موږ د سولې، آزادۍ او دوستۍ راتلونکي ته هیله‌من یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران وايي، اسرائیل په سیمه کې د بې ثباتۍ عمده لامل دی او باید له منځه یوړل شي.

پوتین:د ایران له ولس سره د مرستې هڅې کوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو هڅه کوي د ایران له ولس سره مرستې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

پوتین د امریکا هوایي بریدونه پر ایران «یو بې‌دلیله تېری» وباله او د مسکو او تهران اړیکې یې «پراخې، ژورې او د باور وړ» وبللې.

عباس عراقچي د روسیې له دې دریځ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: «روسیه نن د تاریخ او نړیوال قانون په سم لوري ولاړه ده.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران دولت له خپل حاکمیت او خاورې مشروع دفاع کوي.

عباس عراقچي پوتین ته:مسکو د ایران په ملاتړ کولو د تاریخ او نړیوال قانون سم لوری نیولی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې پر ایران امریکا او اسراییل د خپلو وروستیو بریدونو له لارې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال وکړې.

عراقچي د روسیې له خوا د بریدونو غندنه وستایله او ویې ویل چې مسکو د تاریخ او نړیوال قانون «سم» لوری نیولی دی.

بیړنی خبر: کرملین وایي د ایران مرستې ته ولاړ دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کرملین ماڼۍ کې د ایران د بهرنیو وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کې ددې هیواد هر ډول ملاتړ ته ټټر وهلی دی.

ایراني رسنۍ د ولسمشر پوتین له قوله لیکلي چې کرملین د ایران ملاتړ د خپلو لومړیتوبونو څخه بللی دی.