دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 427

سختې ګرمۍ؛اروپا کې پنځه تنه وژلي او ورځنۍ چارې یې له خنډ سره مخ کړي

0

د روان کال تر ټولو لوړې تودوخې سره، د سختې ګرمۍ څپې د اروپا ډېری برخې ونیولې.

دغې څپې تر اوسه لږ تر لږه د پنځو کسانو ژوند اخیستی او د بیلابیلو هیوادونو عامه فعالیتونه یې ګډوډ کړي دي.

د اسپانیا، د کاتالونیا ایالت لِیدا سیمه کې د ځنګل د اور له امله دوه بزګران مړه شوي دي.

دغه اور تر اوسه شاوخوا شپږ زره هکټاره ځمکه سوځولې او د اور وژنې ډلې له چورلکو او ځانګړو ټانکرونو کار اخلي.

په فرانسه کې، د برج ایفل پاسنی پوړ د شدیدې ګرمۍ له امله تړل شوی دی.

ایران؛د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره خپله همکاري وځنډوله

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان یو نوی قانون توشیح کړی چې له مخې یې د ایران حکومت مکلف شوی، چې له نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) سره خپلې همکارۍ وځنډوي.

دا قانون د ایران د پارلمان له خوا د سرطان په ۴مه تصویب شوی و او د نظارتي شورا له تائید وروسته، ولسمشر د اټومي انرژۍ ادارې، د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا ته ابلاغ کړی.

ایراني چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران پر سوله‌ ییزو اټومي تأسیساتو د بریدونو په غبرګون کې شوې.

دوی دا بریدونه د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف بللي دي.

ویل شوي، چې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځني جنګ پر مهال، د امریکا هوايي ځواکونو د فردو، نطنز او اصفهان اټومي سایټونه بمبار کړي او سخت زیان یې ورته اړولی دی.

تهران کې د ملګرو ملتونو دایمي استازی:ایران ته د بشري مرستو بودیجه باید دوه برابره شي

0

په تهران کې د ملګرو ملتونو دایمي استازي استفان پریزنر ویلي، چې ایران ته د دې سازمان د بشري او پرمختیایي مرستو بودیجه باید په ۲۰۲۵ کال کې دوه برابره شي.

پریزنر د ژنیو په یوه خبري ناسته کې ویلي، د ۱۲ ورځني جنګ وروسته چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ رامنځته شو، د ایران اړتیاوې ډېرې شوې دي او له همدې امله تمه لري چې راتلونکی کال به بودیجه لوړه شي.

تېر کال ملګرو ملتونو ایران ته ۷۵ میلیونه ډالره ځانګړي کړي وو، چې ۵۰ میلیونه یې د مهاجرینو او ۲۵ میلیونه یې د پرمختیایي پروګرامونو لپاره کارول شوي وو.

عباس عراقچي:د فردو هستوي تاسیساتو دروند زیان لېدلی او اوس مهال د کار وړ نه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، له امریکايي شبکې CBS سره په مرکه کې ویلي چې د فردو هستوي تاسیساتو ته زیان “دروند او جدي” دی او دا تاسیسات دا مهال د کار وړ نه دي.

هغه زیاته کړه چې د اټومي انرژۍ اداره د زیان ارزونه کوي؛ خو تر اوسه کره وضعیت معلوم نه دی.

عراقچي ویلي، سره له دې چې بریدونه شوي؛ خو ایران کولای شي له خپلې بومي ټکنالوژۍ سره د غنی‌سازي پروګرام بېرته پیل کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا صنعت د ایراني ولس د “ملي ویاړ” برخه ده او هېڅکله به ترې تېر نه شي.

بلاول بوټو:د طالبانو حکومت په پرلپسې ډول ژمنې ماتې کړې

د پاکستان د خلکو ګوند مشر، بلاول بوټو زرداری، ویلي چې د طالبانو حکومت لخوا د ژمنو پرله‌پسې نقض، سیمه‌ییز ثبات ته ګواښ پېښ کړی دی.

نوموړي په اسلام‌اباد کې د «پاکستان؛ د تروریزم پر وړاندې خنډ» تر عنوان لاندې سمینار کې وویل، چې پاکستان د تروریزم پر ضد جګړه کې درنه بیه ورکړې.

بوټو د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوحې تړون ته وفادار پاتې شي، ترڅو له بې‌ثباتۍ مخنیوی وشي.

بدخشان؛پر څړځای خپل منځي نښته کې د طالبانو حکومت درې تنه وژل شوي

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د طالبانو حکومت څو سیمه‌ییز قوماندانان د څړځای پر سر سره نښتي دي، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، دا نښته د کیب او پلر کلیو د طالب قوماندانانو تر منځ شوې، او جګړه څو ساعته روانه وه.

سرچینې زیاتوي، د طالبانو حکومت د پیښې سیمې ته چورلکې استولي او یو شمېر کلیوال یې نیولي دي.

په ورته وخت کې، په بدخشان کې د طالبانو او د خشخاش کروندګرو ترمنځ نښتې هم ډېرې شوې.

ډونالډ ټرمپ:ایران مو سخت وځپه او اوس چې هر څه ترې وغواړو اخیستی یې شو

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې خبریالانو ته ویلي چې د امریکا وروستي پوځي عملیات د ایران پر اټومي تاسیساتو «بریالي» وو او دا هېواد یې سخت کمزوری کړی دی.

نوموړي ویلي، ایران اوس تر سختو، فلج کوونکو بندیزونو لاندې دی او دوی چې ترې هر څه وغواړي اخیستلی یې شي.

هغه زیاته کړې چې د اټومي تاسیساتو ضد حملو له امله د ایران زیربناوې سختې ویجاړې شوې، او ښايي کلونه وخت ونیسي تر څو بېرته جوړې شي.

ټرمپ د اټومي هوکړې په اړه ویلي، چې اوس یې له ایران سره په دې اړه مذاکرات لومړیتوب نه دی.

د یادونې ده، چې ایران بیا وايي، اسرائیل او امریکا دواړه یې مات کړي دي.

سمیع سادات:له ایرانه د افغان کډوالو په جبري اېستلو خواشینی یم

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات په یوه تازه ټویټ کې د ایران د حکومت له خوا د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې.

هغه ویلي چې افغانان خپل هیواد ته په زور اړول کېږي، چې دلته یا شکنجه کېږي، یا بېکاره کېږي او یا روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

هغه د بشري حقونو پر نړیوالې ادارې غږ کړی، چې دې بحران ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه چې دا وضعیت کېدای شي د یوې ناورین بڼه خپل کړي.

سمیع سادات ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی چې که دا حالت دوام وکړي، ښايي درې کاله وروسته هغوی افغانستان ته را کډوال شي.

د بدخشان د طالبانو والي:وضعیت مو کنټرول کړی او د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی نه دی شوی

د طالبانو حکومت د بدخشان والي محمد ایوب خالد له بي‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې ویلي چې په بدخشان کې د لاریونونو پر مهال بلوا نه ده شوې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

نوموړي منلې چې د کوکنارو د کښت پر ضد د عملیاتو پر مهال هوايي ډزې شوي او ممکن تلفات وي؛ خو کره شمېرې یې نه دي وړاندې کړې.

هغه زیاته کړه چې له مخکې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی و؛ خو بېوزلي او د اصولو نه پېژندنه د قانون ماتولو سبب شوې ده.

خالد ټینګار کړی چې د بدخشان خلک د طالبانو له حکومت خوښ دي.

ضمیر کابلوف:د طالبانو حکومت زمونږ د شریکو موخو لرونکی متحد دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، طالبان له روسیې سره د “شریکو موخو لرونکي متحد” په توګه یاد کړي او له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې دوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

کابلوف ویلي چې طالبان باید وسلو او امکاناتو ته لاسرسی ولري ترڅو د داعش په ګډون د کوچنیو تروریستي ډلو پر ضد مؤثره مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې داعش د ناټو د حضور پر مهال په افغانستان کې را پیدا شو او طالبان له هغه وخته تر اوسه پر ضد یې مبارزه کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د روسیې سفیر ، دیمیتري ژیرنوف، هم ویلي چې طالبان باید د پخواني جمهوریت د حکومت پر اساس ونه ارزول شي او ټینګار یې کړی چې طالبان د داعش پر ضد “قاطعانه” مبارزه کوي.