چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 410

مطیع الحق خالص:جګړو او کیمیاوي وسلو افغانان سخت زیانمن کړي

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وايي، د تېرو جګړو پر مهال د کیمیاوي وسلو کارېدنې ډېری افغانان زیانمن کړي او د ناروغیو سبب شوي دي.

هغه د کابل په یوه پوهنتون کې په یوه سیمینار کې ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

خالص زیاته کړې، د ښارونو نامنظمې پراختیا جدي ستونزې جوړې کړې دي او اړتیا ده چې استادان، زده کړیالان او دولتي ادارې په ګډه د چاپېریال د ساتنې او عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.

د طالبانو حکومت:له برېتانیا د ستنېدونکو افغانانو منلو ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت یوه جګپوړي پلاوي ویلي، چې له برېتانیا د افغان کډوالو د ایستنې د اصلاحاتو ګوند له طرحې هرکلی کوي.

نوموړي ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي، طالبان به بېرته ستنېدونکي افغانان ومني او د هغوی د ملاتړ لپاره به بشري مرستې هم ومني، خو پیسې به نه اخلي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج ویلي، که په ټاکنو کې بریالی شي، په پنځو کلونو کې به ۶۰۰ زره ناقانونه کډوال وباسي او ښايي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په بدل کې د طالبانو حکومت او اریتره ته مالي مرسته ورکړي.

که څه هم برېتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د دې هېواد د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د کډوالو د استولو د هوکړو احتمال نه ردوي.

د یادونې ده چې جرمني بیا تر دې وړاندې څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال بېرته کابل ته ستانه کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر:د کابل هوايي ډګر د خونړي برید د بشپړې څېړنې بهیر مو پیل کړ

0

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې ځانګړي پلاوي د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» ځانمرګي برید څېړنې پیل کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسټ وایي، څېړنه د شفافیت او حساب ورکونې لپاره کېږي او د قربانیانو کورنیو ته به عدالت تامینوي.

هغه ویلي، چې د څېړنو وروستی راپور به د ۲۰۲۶ کال تر نیمایي وړاندې خپور شي.

لومړنۍ موندنې ښيي چې برید د جګړې په ډګر کې د مخنیوي وړ نه و، خو اوس به د هغه وخت د پوځي رهبرۍ پرېکړې، د استخباراتي معلوماتو کارونه او د ځواکونو ځای پر ځای کول وڅېړل شي.

د یادونې ده چې په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي وو.

اسماعیل بقایي:ایران په جنیوا کې درې اروپایي هېوادونو سره د بندیزونو لرې کول مطرح کړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې د جنیوا په غونډه کې یې درې اروپایي هېوادونو ته د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي حقونو غوښتنې په ښکاره توګه وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې اروپا د حقوقي دلایلو له مخې د ماشې د کارولو حق نه لري او که دا کار وکړي؛ نو له جدي پایلو سره به مخ شي.

خیبر پښتونخوا؛د ټي‌ټي‌پي بریدونو کې ۷ پوځیان او پولیس وژل شوي

0

په خېبر پښتونخوا کې د سختو نښتو او بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي.

د چارواکو په وینا، په کوز دیر کې پنځه پوځیان، او په هنګو کې دوه نور پولیس وژل شوي.

دغو پېښو کې همداراز ۷ پولیس ټپیان شوي او وسله‌والو د پولیسو موټر سوځولي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د طالبانو حکومت؛له تعلیمي نصابه ۱۸ مضمونونه لرې کړي

د طالبانو حکومت د افغانستان له تحصیلي نصاب څخه ۱۸ مضمونونه چې د بشر حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ د ښځو رول او نور پکې شامل دي حذف کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، دا مضمونونه د شریعت او د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کې دي.

همداراز، د حقوقو، سیاست، ټولنپوهنې او رسنیو په برخه کې ۶۶ نور مضمونونه یوازې د اصلاحاتو او بیاکتنې وروسته تدریسېږي.

یاد وزارت پوهنتونونه مکلف کړي چې د نوې فهرست مطابق عمل وکړي.

دا بدلونونه د طالبانو حکومت د «نصاب اسلامي کولو» پروسې یوه برخه ده چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان؛د طالبانو حکومت روغتیا وزارت سره د دوامداره مرستو ژمنه کړې

‏د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په لیدنه کې ویلي، روغتیایي خدمتونه باید له سیاسي مسائلو بېل وګڼل شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د روغتیايي سکټور د پراختیا او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې.

په دې لیدنه کې العیاش د دوامدارو همکاریو ژمنه کړې ده.

مارکو روبیو:د کابل هوايي ډګر خونړۍ پېښه مو هېره نه ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څلورکاله وړاندې افغانستان نه د امریکایي پوځیانو د وتلو پرمهال د دوی پر پوځیانو د ځانمرګي برید په اړه خواشیني ښودلې.

نوموړي ویلي، چې نن هغه ورځ ده چې د کابل هوايي ډګر د «ایبي ګېټ» په دروازه کې ۱۳ امریکايي سرتېري د یوه خونړي برید ښکار شول؛ خو د بایډن حکومت د دغو قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت په تامین کې پاتې راغی.

روبیو زیاته کړې چې د ټرمپ ادارې په چټک اقدام سره د دغه برید د اصلي مسؤل داعش-خراسان غړي د نیولو او استرداد چارې عملي کړې.

روبیو ټینګار کړی چې امریکا د خپلو وژل شویو سرتېرو وینو ته درناوی کوي او د هغوی د کورنیو د عدالت غوښتنه هېڅکله نه هیروي.

د یادونې ده چې د ۲۰۱۲۱کال اګست کې د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر برید کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په شمول شاوخوا ۱۷۲ افغان وګړي وژل شوي وو.

فضل محمود فضلي:د افغان کډوالو شړل او بې پته کول د اسلام اباد تور بشري جنایت دی

وروسته له دې چې اسلام‌اباد د سپټمبر له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پيلوي، چې له مخې به یې میلیونونه افغانان په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري له خپلو کورونو او شتمنیو بې‌برخې کړل شي، د جمهوري نظام د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي دا اقدام ظالمانه عمل بللی او ویلي یې دي چې د نړیوالو قدرتونو چوپتیا د پاکستان د کړنو د ښکاره ملاتړ معنا لري.

ښاغلی فضلي ویلي، هماغه هېوادونه چې افغانان یې د بشري حقونو او اسلامي اخوت تر شعار لاندې د هجرت او جګړې ډګرونو ته هڅول، نن یې یوازې پرې ایښي دي.

فضلي زیاته کړې چې بشري حقونه او اسلامي اخوت اوس یوازې د ولسونو ترمنځ معنا لري، په داسې مهال چې دولتونو او زبرځواکونو خپل ټول اخلاقي ماهیت له لاسه ورکړی او نور باید افغانان د دغو شعارونو تر شا ونه غولېږي.

المان؛د منل شویو افغانانو د انتقال لړۍ چټکوي

د آلماني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد فدرالي حکومت له افغانستانه د منل شويو پناه‌ غوښتونکو د انتقال لړۍ بېرته پيلوي.

د “ولت” ورځپاڼې په وینا، دا لړۍ به په راتلونکو ورځو کې د پاکستان له لارې د عادي الوتنو په وسیله پيل شي.

د راپور له مخې، دا پرېکړه د آلماني محکمو د فشار له امله شوې، چې تازه یې د یوه افغان پناه‌ غوښتونکي په ګټه پرېکړه کړې او حکومت ته یې د ویزو نه‌ورکولو په صورت کې د جریمې خبرداری ورکړی.

دا مهال له ۲ زرو زیات افغان پناه‌ غوښتونکي چې د منلو ژمنه یې ترلاسه کړې، په پاکستان کې د انتقال په تمه دي.