چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 411

د شیخ هبت‌الله نوی فرمان؛ودونو کې پر اضافه لګښتونو او بې‌ځایه دودونو بندیز ولګول شو

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، په یوه نوي فرمان کې یو شمېر دودیز او لګښتناک رواجونه چې د ودونو پر مهال ترسره کېږي، ناروا او ممنوع اعلان کړي دي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له لوري په رسمي جریده کې خپاره شوي فرمان کې راغلي چې د مهر اندازه باید کم تر کمه لس درهمو پورې ټیټه اندازه وي او د لوړې کچې لپاره حد نه دی ټاکل شوی، خو سپارښتنه شوې چې کم مهر غوره دی.

د “طویانه”، “پایوازی”، “شیرینی‌خوري”، “دستمال‌خوري”، قیمتي ډالیو، او د ودونو له مخکې او وروسته د لګښتناکو مراسمو ترسره کول هم منع اعلان شوي.

په فرمان کې دا هم راغلي چې د واده مراسم دې ژر تر ژره وروسته له نکاح ترسره شي، او باید د زوم د توان مطابق تنظیم شي، نه د ناوې د کورنۍ په غوښتنه.

همداراز، د دولتي موټرونو کارول، هوايي ډزې، تیز رفتار موټر چلونه، او د انعامونو مسابقې هم منع شوي دي.

ذبیح الله مجاهد:«اسلامي امارت‌» خپل پنځه کلن پراختیايي پلان تصویب کړ

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، اعلان وکړ چې «اسلامي امارت» د هېواد د پراختیا لپاره یو پنځه کلن پراختیايي پلان د داخلي ظرفیتونو او سرچینو پر بنسټ ترتیب او تصویب کړی دی.

د مجاهد په وینا، دا سند د هېواد لوی او اساسي اهداف ټاکي او یو منظم چوکاټ برابروي ترڅو د منابعو مؤثره ویش، د ادارو ترمنځ همغږي، د هېواد متوازن پرمختګ، او د ښه حکومت‌ولي، امنیت، اسلامي عدالت او نړیوالو اړیکو پیاوړتیا یقیني شي.

هغه زیاته کړه چې په دې کې شامل پروګرامونه اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، کرنه، انرژي، روغتیایي خدمات، تعلیم او تربیه، مخابرات، معلوماتي ټکنالوژي، ترانسپورت او ترانزیتي زیربناوې هم رانغاړي.

امریکا؛د اسراییل او سوریې ترمنځ د احتمالي امنیتي توافق د «حسن‌نیت» خبرو تایید کړی

0

د سوریې لپاره د امریکا استازي، تام باراک، د اسراییل او سوریې تر منځ د یوه امنیتي توافق پر سر د «حسن‌نیت» خبرو تأیید کړی؛ خو وایي چې لا هم دا پروسه نهايي شوې نه‌ده.

نوموړي ویلي، دواړه خواوې ګډه اراده لري؛ خو لا هم کار ته اړتیا شته.

هغه دا خبرې د سیمه‌ییز ثبات او پرمختګ لپاره یو مهم ګام بللی دی.

د سوریې د انتقالي حکومت مشر، احمد الشرع، هم ویلي چې د اسراییل او سوریې ترمنځ «پرمختللې خبرې» روانې دي، او هر احتمالي توافق به د ۱۹۷۴ کال د اوربند پر بنسټ وي.

ډیلي ټایمز:افغانستان ترهګرۍ او مافیايي شبکو کې ښکېل شوی

پاکستانۍ ورځپاڼه «ډیلي ټایمز» وايي چې افغانستان د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ لاندې د ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډه مافیایي شبکه کې ښکېل شوی، او که نړۍ چوپ پاتې شي، دا هېواد به د نړیوال امنیت لپاره اوږدمهالی ګواښ وي.

ورځپاڼه لیکي چې افغانستان د طالبانو تر بیا واک ته رسېدو وروسته د داعش خراسان، القاعده او «TTP» په څېر سختدریځو ډلو پټنځای ګرځېدلی.

ورځپاڼه زیاتوي چې د نشه يي توکو قاچاق او ترهګري له یو بل سره تړلي، او دا اړیکه د «نارکو تروریزم» په نوم یادیږي، چیرته چې ترهګر له قاچاقچیانو مالي ملاتړ ترلاسه کوي او برعکس، هغوی ته وسله‌وال چمتو کوي.

ډونالډ ټرمپ:دوه یا درې اوونیو کې د غزې جګړه پای ته رسېږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوېلي کوریا له ولسمشر سره د دوشنبې د ورځې په لیدنه کې ویلي، چې په غزه کې جګړه باید ژر تر ژره پای ومومي، او تمه یې ښودلې چې دا جګړه به په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې بشپړه ختمه شي.

ټرمپ د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د ناصر روغتون پر برید هم ناخوښي څرګنده کړې، چې په ترڅ کې یې شاوخوا شل کسان،‌ چې پنځه خبریالان هم پکې شامل وو، وژل شوي دي.

سره له دې چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نړیوالې هڅې چټکې شوي، لا هم د غزې جګړه نه‌ده بنده شوې.

هندي رسنۍ:نوي ډیلي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې امیرخان متقي ته د هند د سفر اجازه ورکړي

هندي رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هند له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، څو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، ته د سفر اجازه ورکړي.

سرچینې وايي، هند رسمي بلنه ورکړې چې متقي دې د روانې اونۍ په پای کې دې هېواد ته سفر وکړي، او اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په تمه دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

هرات؛یو سړي خپله مور، مېرمن او یوولس کلنه لور وژلي

په هرات ښار کې یو سړي خپله مور، مېرمن او ۱۱ کلنه لور په چړې وژلي او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

پېښه وړمه شپه د باغ‌نظرګاه په سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه.

دا په روانو دوو اوونیو کې دویمه ورته پېښه ده، چې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم د یوې کورنۍ شپږ غړي د خپلوانو له لوري وژل شوي وو.

اسټرالیا؛په خپل هېواد کې د ایران سفارت وتړه

0

اسټرالیا له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پای ته ورسولې.

د یاد هېواد لومړي وزیر التوني البانیزي ویلي، چې ایران کې د دوی سفارتي چارې ځنډېدلې او دیپلوماتان یې درېیم هېواد ته انتقال کړي دي.

دوی دغه راز په خپل هېواد کې د ایران سفارت هم تړلی دی.

انتوني البانیزي ویلي، چې ایران په اسټرالیا کې په دوو یهود ضد پېښو کې لاس لري.

ډونالډ ټرمپ:د کابل هوايي ډګر کې زمونږ پر سرتېرو چاودنه زمونږ د تاریخ شرمونکې ورځ وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مې چاودنه د خپل هېواد په تاریخ کې “تر ټولو شرموونکې ورځ” بللې.

نوموړي دا څرګندونې د دې پېښې د څلورم کال پر مهال د وژل شوو ۱۳ امریکايي سرتېرو له کورنیو سره په یوه یادغونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د ورته پېښو د بیا تکرار اجازه به ورنه کړي.

په یاد برید کې له ۱۳ امریکايي سرتېرو سره ـ سره، له ۱۰۰ ډېر افغان ملکي وګړي هم وژل شوي وو.

بل‌خوا، ولسمشر جوبایدن هم د وژل شوو سرتېرو د درناوي لپاره اعلامیه خپره کړې او هغوی یې “وطن‌پال” بللي دي.

د امریکا د مداخلې له کبله؛تر پاکستان وروسته هند ته هم د امیرخان متقي سفر لغوه شو

هند د ته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر د واشنګټن د مداخلې او ملګرو ملتونو له لوري پر ده د سفر بندیز له امله لغوه شو.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي وه، ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي سبا هند ته سفر وکړي؛ خو دا سفر اوس لغوه شوی او هند په دې اړه د هغه له ورتللو بښنه غوښتې.

تر دې وړاندې بیا د امیرخان متقي سفر پاکستان ته هم لغوه شوی وو.

لاهم د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.