چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 409

نتانیاهو:د ایران بااستعداده ولس د مذهبي ډلو تر واک لاندې سختې شپي تیروي

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د ایران د ۱۳۵۷ کال انقلاب یو «اسلام‌پاله پاڅون» و، چې «د یوه بااستعداده ملت واک یې مذهبي ډلو ته وسپاره».

نتانیاهو د فارس د پاچا ستر کوروش د واکمنۍ دورې ته په اشارې سره ویلي، د هغه په وخت کې د یهودانو او ایرانیانو ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وې، او دغه اړیکې د شاه د واکمنۍ پر مهال هم، که څه هم په محدود ډول، خو مهمې پاتې وې.

نوموړي ټینګار کړی، چې د شاه له سقوط وروسته، د اوسني رژیم مشرانو له پيله دا هدف درلود چې اسلامي انقلاب ټولې نړۍ ته صادر کړي، او له همدې امله یې د هېواد ټول طبیعي او اقتصادي منابع د جګړې پر لور سوق کړل.

نتانیاهو ادعا کړې چې ایران دا مهال له سخت اقتصادي سقوط سره مخ دی، زېربناوې یې ویجاړې شوې، د اوبو سیستم یې خراب شوی او بندونه یې وچ دي.

سویس؛افغانستان کې د بشري مرستو دفتر پرانېست

یوې سویسي ورځپاڼې راپور ورکړی چې سویس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د دفتر په پرانیستو سره بېرته راستون شوی دی.

دا دفتر، چې د سویسي بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي او بشري همکاریو د ادارې برخه ده، یوازې د مرستو رسونې په برخه کې فعالیت کوي.

د دفتر مشري اریک مارکلي کوي، او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان امنیتي وضعیت مثبت ارزوي.

د یادونې ده، چې دا مهال پنځه سویسي او لس افغان کارکوونکي، چې درې ښځې هم پکې دي، په دفتر کې کار کوي.

دایمي سکوت یا بیا د زندان انتظار؛عبدالسمیع غزنوي یو ځل بیا د زندان څخه خوشې شو

دیني عالم شیخ عبدالسمیع غزنوي یو وار بیا د طالبانو حکومت له زندان خلاص شو.

نوموړی، چې پر پاکستان د جهاد فتوا له امله نیول شوی وو، نن له بند ازاد او خپل کورته ورسېد.

د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې یو شمېر طالبانو لیکلی وو، چې دا ډول کړنې د نظام د بقا نه؛ بلکې پر نظام د باور کمېدو سبب کېږي.

میرویس عزیزي؛د لس زره میګاواټه تولیدي برېښنا پروژې راپور ملا برادر ته وړاندې کړ

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې راپور وړاندې کړی دی.

هغه ویلي، تر هوکړې وروسته، تخنیکي ټیمونو په بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان کې د پروژې لومړنۍ ارزونې ترسره کړي دي.

نوموړي ویلي، پروژه په درېیو پړاوونو وېشل شوې، چې په لومړي پړاو کې به ۴ زره میګاواټه برېښنا تولید شي.

بل لورته ملا برادر د پروژې د څار لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې او لارښوونه یې کړې چې راپورونه دې اقتصادي مرستیالۍ ته وسپارل شي.

ډونالډ ټرمپ:ځینې پوځي تجهیزات په احمقانه ډول افغانستان کې پرېښودل شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې تر ټولو قوي پوځ او پرمختللي تجهیزات لري؛ خو ځینې وسایل په “احمقانه ډول” افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

هغه دا څرګندونې د کابینې په غونډه کې وکړې او ویې ویل، که څه هم دغه تجهیزات ډېر نه وو، خو لا هم دا نه ده معلومه چې ولې پرېښودل شول.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ځو ځله ویلي، چې دا تجهیزات باید نه وی پرېښودل شوی.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې پاکستان غوښتنه کړې وه، چې امریکا باید دغه وسلې بېرته وپېري.

یوه امریکايي محکمه:د افغانستان ګنګل شوې شتمني د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته نه ورکول کیږي.

یوې امریکایي محکمې پرېکړه کړې چې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر ۱۱مې ترهګریزو بریدونو او د ختیځې افریقا کې د امریکا پر سفارتونو د حملو قربانیان، د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ اخیستو حق دار نه دي.

محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي، افغانستان بانک د بهرنیو شتمنیو د خوندي ساتنې قانون لاندې راځي، او داسې هېڅ شواهد نشته چې دا بانک دې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې راغلی وي.

خو د محکمې یوه قاضي له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی، او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ د قربانیانو د جبران قانون له مخې، قربانیان باید د ترهګرۍ اړوند شتمنیو دعوه ولري.

نوموړي ټینګار کړی چې دا چې اوسنی افغانستان په نړیواله کچه په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ نو باید مرکزي بانک یې هم د شتمنیو ساتلو حق و نه لري.

پاکستان؛په پنجاب او کشمیر کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو خبرداری ورکړی

0

د پاکستان د طبيعي پېښو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې په پنجاب او ازاد جمو کشمیر کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو او ځمکې ښویېدو وېره شته.

یادې ادارې ویلي، چې په لاهور، سیالکوټ، ګوجرانواله او ګڼو نورو ولسوالیو کې د بارانونو امکان شته.

د یادو سیمو اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې له سیندونو، د غرونو له لمنو او ټیټو سیمو څخه خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې خیبر پښتونخوا او د پاکستان ګڼو سیمو کې سیلابونو سلګونه تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

امریکا؛پر هند تعرفې تر ۵۰ سلنې لوړې کړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هند تعرفې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې کړې دي.

دغه پرېکړه، چې له نن څخه عملي کېږي، د هند له خوا له روسیې د تېلو پېرلو په غبرګون کې شوې.

د دغې پرېکړې له مخې، پر کالیو، بوټانو، ورزشي وسایلو او فرنیچر ۲۵ سلنه اضافي مالیات لګول کېږي.

ایران-سراوان؛ په هوشک سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو نښته روانه ده

0

د ایران امنیتي او نظامي ځواکونو نن سهار د سراوان په هوشک سیمه کې پر یوه استوګنیز کور د چاپې پر مهال له وسله‌والو کسانو سره په سخته نښته کې ښکېل شوي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، له سهاره د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي او سیمې په بشپړ ډول امنیتي حالت خپل کړی دی.

تر اوسه د نښتې د تلفاتو او د کور دننه کسانو د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

کابل ـ هرات لویه لار؛د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي

د هرات ـ کابل پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې د بریدګي سیمې په ارغندي کې رامنځته شوې.

د قانع په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس له عمومي سړک څخه اووښت او چپه شو.

نوموړي زیاته کړې، د پولیسو مسوولین سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د کابل او میدان ښار روغتونونو ته لېږدولي دي.

مسولینو ویلي چې لا هم د نورو معلوماتو موندلو په تړاو څېړنې روانې دي.