د پاکستان د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ په شاهرګ سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو پر ملکي وګړو برید کړی، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
راپورونه وایي، وسلهوالو لومړی د سیمې اړوند ځینې برخې کلابندې کړې او وروسته یې پر خلکو ډزې وکړې.
د پېښې قربانیان لومړی د شاهرګ روغتیايي مرکز ته انتقال شوي او وروسته د درملنې لپاره کوټې ته وړل شوي دي.
بلخوا، د ملي ډیموکراتیک غورځنګ عمومي منشي مزمل شاه دغه برید غندلی او ویلي یې دي، سره له دې چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه پراخ حضور لري، بیا هم دا ډول خونړۍ پېښې دوام لري.
هغه ادعا کړې چې د سکرو کانونو او کانکېندنې پر سر سیالۍ او نفوذ د دې ډول بریدونو یو مهم لامل دی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د قبیلو او سیاسي ګوندونو له سلامشورو وروسته به د پېښې پر ضد احتجاجي غورځنګ پیل کړي.

