نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ او احتمالي جګړې د امریکا د پوځ کمزورتیا او د هغې د دفاعي وړتیاوو ستونزې بربنډې کړې دي.
په راپور کې ویل شوي چې ایران په سیمه کې خپل نفوذ زیات کړی او د هرمز تنګي پر کنټرول کې مهم رول لري.
راپور وایي، چې همدارنګه د ایران توغندي او بېپیلوټه الوتکې لا هم د امریکا د متحدینو لپاره په منځني ختیځ کې ګواښ ګڼل کېږي.
راپور زیاتوي چې ایران د خبرو اترو په میز کې هم د پخوا په پرتله په قوي دریځ کې ښکاره شوی دی.
نیویارک ټایمز لیکي چې دا وضعیت ښيي امریکا د عصري جګړو لپاره کافي چمتووالی نه لري او د خپلو پوځي ستراتیژیو په برخه کې له ننګونو سره مخ ده.

