د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ درېیمې میاشتې ته داخل شوی او ټینګار یې کړی چې د دې جګړې دروند بار ټول بشریت پر غاړه اخلي.
ګوتریش په خپل تازه بیان کې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د اوربند بهیر کمزوری کوي او تاوتریخوالی لا زیاتوي.
هغه زیاته کړه چې نړۍ د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوه سولهییزه، هر اړخیزه او دوامداره حللارې ته بیړنۍ اړتیا لري.

