چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 408

خوست او ننګرهار کې د ډرون بریدونه؛دغه بریدونو ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، چې تېره شپه د شینوارو ولسوالۍ په ۲۹مې ویالې سیمه کې د یوه ځایي اوسېدونکي پر کور دوه هوایي بریدونه شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ماشومان ټپیان شوي دي، چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ بلل کېږي.

اعلامیه ټینګار کړی چې د برید له امله زیانمن شوی کس له هېڅ وسله‌والې ډلې سره تړاو نه لري.

بل لور ته، د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم په همدې شپه هوایي برید ترسره شوی دی چې درې ماشومان پکې وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.

حنیف پښتین:د خوست پر ملکي خلکو برید د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي حنیف پښتین د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ پر ملکي خلکو وروستي بریدونه غندلي.

پشتین پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، پاکستاني پوځ یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته بې ګناه خلک په نښه کړي چې دا د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کوي د ډیورنډ دواړو غاړو پښتانه ولسونه کمزوري او د ځان محتاجه وساتي.

د هغه په خبره، د همدې تګلارې له مخې په تېرو شلو کلونو کې د کرښې دېخوا ولسونه د بېلابېلو نومونو لاندې ځپل شوي او د هغې غاړې خلک د پاکستاني پوځ د جنګي پالیسیو له امله زیانمن شوي دي.

خوست؛د سور کاخ درې په سیمه کې یو بل ډرون برید شوی

د خوست ولایت د سور کاخ درې په سیمه کې یو بل ډرون برید شوی دی.

ځایي سرچینو دا خبر تایید کړی؛ خو تر اوسه د پاکستان او طالبانو حکومت د دغو بریدونو یا د هدفونو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې بل برید کې دوه تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

خوست؛په سپېرې ولسوالۍ کې ډرون برید دوه تنه وژلي او څو تنه نور ټپیان دي

د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ د سورکاخ او لاهوري په کلي کې د نعیم ګل په نوم د یو کس پر کور ډرون برید شوی دی.

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، په دغه برید کې دوه کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، دا لومړی ځل نه دی چې د ډیورنډ کرښې شاوخوا ملکي خلک په نښه کېږي.

د هغوی په خبره، د پاکستان پوځ له کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تر نوم لاندې د کرښې دواړو غاړو کې پر عامو خلکو بریدونه کوي.

خوست او ننګرهار کې؛د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه شوي

یو شمېر سرچینې وایي، د شینوارو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو بې پیلوټه الوتکې ګرځي، چې ځینې سیمې یې هم بمبار کړې دي.

تر اوسه لاهم نه ده معلومه، چې دا الوتکې د چا دي؛ خو هلته ډېر وخت پاکستان بریدونه کوي.

بل لورته بیا د خوست د سپیرې ولسوالۍ په سورکاخ کلي کې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی، چې له امله یې دوه تنه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان ټپیان دي.

لاهم په دې اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.

زلمی خلیلزاد:پاکستان او افغانستان باید د معقول سیاست له لارې د ډیورنډ مسلې ته حل لاره پیدا کړي

د افغان سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې کشالې اصلي سرچینه ډیورنډ لاین دی.

ښاغلي خلیلزاد د اریانا نیوز سره په خبرو کې د دواړو لوریو څخه وغوښتل چې د معقول سیاست له لارې دې مسلې ته حل لاره وباسي.

نوموړي هغه خلک احساساتیان وبلل چې وایي تر اټک پورې خاوره د افغانستان ملکیت دی.

د امریکا د بهرنیو چارو دغه پخواني چارواکي وویل چې د نړۍ ډیری هیوادونه د اراضۍ ستونزه درلودلې خو د خپلو ګټو په رڼا کې دې ستونزې ته حل لاره موندلې.

پاکستان کې کیدونکې غونډه؛خلیلزاد د طالبانو سیاسي مخالفین د بلوچ وسله والو سره پرتله کړ

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې په کیدونکې غونډې بیا نیوکې وکړې او هېله یې څرګنده کړه چې دا غونډه ترسره نه شي.

ښاغلي خلیلزاد اریانا نیوز سره په مرکه کې پاکستان وننګاوه که چېرې د طالبانو حکومت ورته ګام د بلوچ بیلتون پالو لپاره پورته کړي د پاکستان غبرګون به څه وي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اساسي ستونزه ډیورنډ یاد او ددې موضوع د اساسي حل غوښتنه یې وکړه.

ټي‌ټي‌پي:که پوځ پر مونږ عملیات کوي؛ نو مونږ به د پوځیانو کورونه په نښه کړو

0

‏د تحريک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وایي، که پوځ پر دوی پوځي عملیات کوي؛ نو دوی به د پوځیانو کورونه په نښه کوي.

یادې ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ډلې پر ضد د عملياتو په غبرګون کې به د امنيتي چارواکو پر کورونو په جنوبي خيبر پښتونخوا او د ملاکنډ په وېش بريدونه وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی.

شرافت زمان:کابل کې روغتونونو کې د هیموډیالیز او زړه جراحۍ نوې څانګې فعالې شوې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کابل اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه د خلاصو جراحیو څانګه او د هیموډیالیز ځانګړې برخه پرانیستل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان څرګنده کړې چې دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې دننه ماشومانو ته د زړه خلاص عملیات ترسره کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه درې داسې عملیاتونه شوي چې ټول یې بریالي ثابت شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر نور جلال جلالي د دغو خدمتونو پرانیسته مهمه لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې چې له دې وروسته به ګڼو ناروغانو ته د درملنې فرصت په خپله پلازمېنه کې برابرېږي.

کیومرث عزیزي:د بې اسنادو افغانانو اېستل زمونږ مسؤلیت دی

‏د لویدیځ تهران د پولیسو قوماندان، کیومرث عزیزي اعلان کړی چې هغه افغانان چې قانوني اسناد ولري، کولی شي په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او هغه کسان چې غواړي په ایران کې کار وکړي، باید کاري ویزه تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د قانوني اسنادو پرته د مهاجرینو نیول او شړل د پولیسو له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي.

د ده په وینا، په لویدیځ تهران کې شاوخوا ۷ سلنه اوسېدونکي افغان مهاجرین دي.

عزیزي څرګنده کړې، هغه کسان چې هېڅ ډول اسناد نه لري او د غیر رسمي لارو له لارې ایران ته ننوتي، “غیرمجاز اتباع” بلل کېږي او وبه نیول شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني هم ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغان مهاجرین شړل شوي دي.

نوموړي د ایران په خاوره کې د “شپږ میلیونو افغانانو” د حضور یادونه کړې او ویلي چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه نور افغان مهاجرین هم له هېواده وایستل شي.