چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 407

پر خوست او ننګرهار د پاکستان یرغل؛حامد کرزی نور دا ډول بریدونه د زغملو نه دي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په خوست او ننګرهار د پاکستان د تېرې ورځې بریدونه غندلي.

کرزي ټینګار کړی، چې پاکستان باید له افغانستان سره غوره اړیکې وپالي.

نوموړي ویلي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا نقض د زغم نه دی او پاکستان په سیمه کې د خپلو غلطو پالیسو له امله له ستونزو سره مخ دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت؛کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان هوايي حریم نقض کول د دوی لپاره سره کرښه ده.

خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی پاکستاني لوري ته په ډاګه کړې، چې دا ډول اقدامات به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلي کړي.

پاکستان تېره شپه د خوست او ننګرهار پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو.

د امریکا د نړیوالو مذهبي ازادیو کمېسیون:افغانستان کې مذهبي ازادي په بشپړ ډول له منځه تللې

د امریکا د نړۍوالو مذهبي ازادیو کمېسیون (USCIRF) ویلي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو لپاره هېڅ ځای نه دی پاتې او دا ارزښت په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

یاد کمېسیون ویلي، طالبان هغه کسان ځپي چې د دوی له مذهبي باورونو سره موافق نه وي، چې دا وضعیت د افغانانو پر دیني ازادیو او بنسټیزو بشري حقونو دروند ګوزار دی.

د کمېسیون مشرې ویکی هارټزلر ویلي، ټول افغانان په ځانګړي ډول مذهبي لږکي له جدي ګواښونو، خپل‌سریو نیونو او بدني سزا سره مخ دي.

کمېسیون له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، چې د مذهبي ځورونې له امله تښتېدلي افغانان ومني او د خوندي اوسېدو شرایط ورته برابر کړي.

ملا عبدالسلام ضعیف:د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری دی

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستیو بریدونو غندنه کړې او هغه یې د هېواد پر حریم «بې‌شرمانه تېری» بللی دی.

ښاغلي ضعیف ویلي، په دې بریدونو کې ګڼ افغانان زیانمن شوي او دا عمل د پاکستان له ظالمانه کړنو سره تړاو لري.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان په خپلو سازشي موخو کې ناکام شوی او اوس هڅه کوي چې د نړۍ پام د درواغو او دسیسو له لارې ځان ته واړوي.

شاه محمود میاخېل د پاکستان بریدونو ته په اشارې؛له تاریخ زدکړه وکړئ؛ غمیزې په کاذب غرور نه ختمیږي

د جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل په ننګرهار او خوست کې د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه غندلي.

نوموړي ویلی، چې له تاریخ باید یو څه زدکړه وشي.

هغه زیاته کړې، چې غمیزې په کاذب غرور او کاذب روایتونو نه ختمیږي بلکې وطن نور هم تباه کوي.

د یادونې ده، چې تېره شپه پاکستان د خوست او ننګرهار پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان؛پنجاب کې سیلابونو ۱۵ تنه وژلي او له ۶۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي

0

د پاکستان د پنجاب ایالت پراخې سیمې د ستلج، راوي او چناب سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله ډوبې شوې دي.

چارواکي وايي، تر اوسه لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي او له ۶۰۰ زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، د سختو بارانونو او د هند له بندونو د اوبو خوشې کېدل د سېلابونو اصلي لاملونه دي.

تر اوسه له ۱۵۰ زرو زیات کسان او لسګونه زره څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او په ۷۰۰ کلیو کې د مرستې کمپونه جوړ شوي دي.

ملي ادارې د طبیعي پېښو د مدیریت خبرداری ورکړی، که د قادراباد بند مات شي، د حافظ‌اباد او چنیوټ سیمې به له لوی ګواښ سره مخ شي.

ضیاءالحق امر خېل:پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان هیڅ حکومت زغملی نه دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د خوست او ننګرهار د وروستیو ډرون بریدونو غندنه کړې او هغه یې د افغانستان پر خاوره ښکاره تجاوز بللی دی.

ښاغلي امرخېل د پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«واضحه ده چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې بیا بیا ثابته کړې چې په افغانستان کې هیڅ نظام او حکومت نه غواړی، مهمه نه ده چې هغه د کوم فکر او کومه ‌‌‌‌‌‌ډلیې وي.»

نوموړي دغه راز ویلي، اړینه ده چې ټول افغانان د ملي یووالي په ساتلو سره د دې هېواد د هر ډول لاسوهنې او دښمنانه کړنو مخنیوی وکړي.

مډرن ډیپلوماسي:د طالبانو رژیم پاکستان ته په مستقیم امنیتي ګواښ بدل شوی

مډرن ډیپلوماسي په یوه مقاله کې لیکلي، پاکستان چې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال د سرحدي امنیت هیله لرله، اوس دغه هیلې له منځه تللې او د طالبانو رژیم ورته په مستقیم امنیتي ګواښ بدل شوی دی.

راپور زیاتوي، له ۲۰۲۲ کال وروسته چې د «ټي‌ټي‌پي» سره د سولې خبرې ناکامې شوې، په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.

دوی ویلي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې تر ۱۰۰ زیات بریدونه شوي چې له امله یې ۲۲۸ کسان وژل شوي او ۲۵۸ ټپیان شوي دي.

په مقاله کې ویل شوي، د ډیورنډ کرښې پر سر لانجې او نښتې لا هم روانې دي او د کډوالو شتون د پاکستان پر سرچینو دروند فشار اچولی دی.

کمال ناصر اصولي:د پنجاب د تجاوز پر وړاندې باید د طالبانو حکومت او ولس ګډ دریځ ونیسي

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاورې هوایي بریدونه د منلو نه دي او هر ډول ظلم پای لري.

ښاغلي اصولي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، ځینې کسان یا د پاکستان جاسوسي کوي او یا د هلته د اوسېدو او شناختي کارتونو له امله د دې هېواد ملاتړ څرګندوي، چې دا د هېواد په زیان ده.

هغه زیاته کړې، د وطن په سر معامله د مور په سر معامله ده او د افغانانو هیله دا ده چې د طالبانو حکومت د پنجاب د تجاوز پر وړاندې یوازې غږ پورته نه کړي، بلکې د لر او بر پښتنو له ولس سره کلک ودرېږي.

نوموړي د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو غوښتنه کړې، چې د پاکستان د نفوذ لپاره کارکوونکي کسان وپېژني او د خپلو کړنو سزا ورکړي.

د نوموړي په باور، دا کار به د طالبانو د حکومت د هېوادپالنې څرګندونه وکړي.

محمد حلیم فدایي:د ترهګرۍ مخالف یو؛ خو د هېواد پر خاوره برید د منلو نه دی

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، دوی د ترهګرۍ او هر ډول افراطیت مخالف دي، خو د افغانستان پر خاوره برید د ټولو نړیوالو اصولو ښکاره نقض بلل کېږي.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«له بده مرغه، د واکمنو افراطي او غیر انساني سیاست د دې لامل شوی چې د داسې بریدونو پر وړاندې نه یوازې دوی چوپ پاتې شي، بلکې سیاسي مخالفین یې هم غبرګون ونه ښيي.»

فدایي ټینګار کړی، چې د دې او ورته پېښو د مخنیوي یوازینۍ لاره د بین‌الافغاني خبرو پیل او د داسې حکومت جوړول دي چې د خلکو د رایو او انتخاب پر بنسټ ولاړ وي.