یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 403

په سوډان کې؛پر یوه ښوونځي او روغتون خونړي برید کې ۱۱۴ کسان وژل شوي

0

په سوډان کې یوه ښوونځي او روغتون باندې د وسله والو خونړي برید کې ۱۱۴ کسان، چې ۶۳ یې ماشومان دي، وژل شوي دي.

د نړۍ د روغتیا د سازمان مشر ټېډروس اډانوم دا برید بې‌رحمانه عمل بللی.

حکومتي چارواکو ددغه برید عاملین د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) یاد کړي دي.

د یادونې ده چې سوډان له ۲۰۲۳ راهیسې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ له سختو جګړو سره مخ دی، او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر دې دمه شاوخوا ۱۳ زره کسان پکې وژل شوي دي.

انس حقاني؛احمد الشرع ته د واک د کلیزې مبارکي ورکړې ده

‏د طالبانو حکومت لوړپوړي غړي، انس حقاني د سوریې ولسمشر احمد الشرع ته د هغه د واک د ادعا شوې کلیزې په مناسبت مبارکي ورکړې ده.

حقاني د الشرع د استقامت ستاینه کړې او د سوریې لپاره یې د سولې او ثبات هیله څرګنده کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د الشرع په اړه د سیمه‌ییزو او نړیوالو سرچینو ترمنځ د واک، نفوذ او ادعاوو په اړه بېلابېل روایتونه شته.

ډېری افغانان بیا د طالبانو حکومت پر سیاستونو نیوکې کوي او وايي چې د افغانستان په پرتله د سوریې د پرمختګونو په اړه مطرح کېدونکې ادعاوې تضاد ښيي، ځکه د طالبانو حکومت تر څلورو کلونو واکمنۍ وروسته هم ټولشموله حکومت او بنسټیزو حقونو ته د لاسرسي زمینه نه ده برابره کړې.

بنیامین نتنیاهو؛د ډسمبر پر ۲۹مه له ټرمپ سره د غزې د اوربند دویم پړاو په اړه ګوري

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان کړی چې د ډسمبر پر ۲۹مه به د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، څو د غزې د اوربند د دویم پړاو په اړه خبرې وکړي.

د اسرائیلي حکومت ویاند شوش بېدرسیاڼ ویلي چې په دې لیدنه کې به د اوربند د راتلونکو ګامونو، پړاوونو او د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو د رول په اړه بحث وشي.

نتنیاهو څو ورځې مخکې ویلي وو چې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د طرحې لومړنی پړاو بشپړ شوی او اوس به د دویم پړاو په تړاو له ټرمپ سره مستقیمې خبرې وکړي.

د اسرائیل او حماس تر منځ لنډمهالی اوربند لومړی ځل په اکتوبر کې پلی شوی و.

افغانستان او قزاقستان؛پر سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي پرکین توکوموف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د سیمې پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي.

امیر خان متقي ویلي، “اسلامي امارت” د ډیپلوماسۍ، تفاهم او متقابل احترام پر بنسټ له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او له قزاقستان سره په سیاسي او اقتصادي اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

بل لور ته د قزاقستان ځانګړي استازي د افغانستان دریځ ستایلی او ډاډ یې ورکړی، چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی، چې د سیمې ثبات د متقابل باور، امنیت او اقتصادي همکاریو له لارې شونی دی.

ډیلي شهادت:ګلبدین حکمتیار دوبۍ ته رسېدلی؛ سفر به مالیزیا ته دوام وکړي

د حزب اسلامي مشر، ګلبدین حکمتیار، نن سهار د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته رسېدلی دی.

د ګلبدین حکمتیار اړوند ډېلي شهادت ورځپاڼه وایي چې نوموړی به په دوبۍ کې لنډ تم شي او له هغه وروسته به خپل سفر ته د مالیزیا په لور دوام ورکړي.

ډیلي شهادت زیاته کړې چې په دوبۍ کې مېشت افغانان له حکمتیار سره د لیدنې په تمه دي؛ خو د هغه رسمي لیدنې لا نه دي پیل شوي ځکه چې سفر یې لا روان دی.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ګلبدین حکمتیار ته هېواد څخه بهر ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده.

عاصم منیر:طالبانو ته مو ویلي چې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي تر منځ یو انتخاب وکړي

د پاکستان د پوځ او دفاعي ځواکونو مشر جنرال سید عاصم منیر وايي چې طالبانو ته یې روښانه پیغام ورکړی چې باید د پاکستاني طالبانو او پاکستان تر منځ یو انتخاب وکړي.

هغه دا څرګندونې په راولپنډۍ کې د افسرانو په غونډه کې وکړې، چې پکې د دفاعي ځواکونو د نوې مشرۍ د رامنځته کېدو موضوع هم یاده شوه.

منیر ویلي که هند پر پاکستان د برید هڅه وکړي، له سخت او چټک ځواب سره به مخ شي.

ندا محمد ندیم؛د ایران په قم کې له مهمو علمي بنسټونو سره د اکاډمیکو اړیکو د پراخولو پر سر خبرې کړې

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ ندا محمد ندیم، د ایران د سفر پر مهال د قم له مهمو علمي او ديني بنسټونو څخه لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تعلیمي اړیکو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

نوموړي د قم پوهنتون، المصطفی نړیوال پوهنتون او د قم له حوزې سره په جلا جلا ناستو کې د ګډو تحصیلي پروګرامونو، د استادانو او محصلینو د تبادلې او د علمي تجربو د شریکولو خبرې کړي دي.

ویل کېږي چې دا لیدنې د دې لپاره ترسره شوې چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو بهیر پیاوړی شي او د سیمې له علمي بنسټونو سره نوې اکاډمیکې اړیکې رامنځته شي.

کریم خرم:د امریکا نوې ستراتیژي انزوا پالنه نه ده؛ افغانستان د چین د مهارولو په لوی چوکاټ کې لا هم مهم دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي ړ دفتر پخوانی رییس کریم خرم وایي چې د امریکا د ۲۰۲۵م کال د ملي امنیت نوې ستراتیژي د انزوا پالنې نښه نه ده، بلکې واشنګټن لا هم د نړۍ په کچه د خپلې برترۍ د ساتلو هڅه کوي.

د ده په وینا، که څه هم په سند کې افغانستان په ښکاره نه دی یاد شوی، خو د چین د مهارولو په لویه لوبه کې افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونه مهم پاتې کېږي.

خرم زیاتوي چې امریکا اوس له “جګړه د ترهګرۍ” څخه د “سترو قدرتونو رقابت” ته د تګ سیاست تعقیبوي، چې اصلي تمرکز یې پر چین دی.

هغه وایي، د چین د مخنیوي لپاره د چین سمندري اړخ، په ځانګړي ډول تایوان، جاپان او سویلي کوریا، د امریکا مطلق لومړیتوب ګڼل کېږي، خو د وچې لارې د بندولو لپاره افغانستان او سیمه هم ستراتیژیک ارزښت لري.

نوموړی زیاتوي، که د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) په بشپړ ډول فعال شي، دا به د چین لپاره ستره بریا وي، خو د پاکستان اوسنی سیاست په عملي توګه د واشنګټن په ګټه تمامېږي.

خرم وايي چې امریکا د نوې ستراتیژۍ په سند کې د نایابه منرالونو ارزښت ډېر مهم بللی، او افغانستان د دغو معدنیاتو سترې زیرمې لري، خو دا مهال د امریکا لپاره د افغانستان جغرافیایي موقعیت تر ټولو مهم دی.

د ده په باور، واشنګټن ښايي د بګرام هوايي اډې په بیا کارولو کې لېواله وي، خو د پراخو پوځي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو په ډول نه.

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت:د آمودریا له حوضې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د آمودریا د تیلو د حوضې له قشقرې سیمې څخه ۱۸ زره ټنه خام تیل پلورل شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا خام تیل د ۱۰.۵ میلیون ډالرو په ارزښت، چې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه افغانۍ کیږي، خرڅ شوي دي.

چارواکي وایي چې له دې پلور څخه ترلاسه شوې عواید به د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي او د سیمې د استخراج او انرژۍ د پروژو د دوام ملاتړ به وکړي.

د قطر لومړی وزیر:هڅه کوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ کم کړو

د قطر لومړی وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثاني ویلي چې قطر هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې کړکېچنې اړیکې نرمې کړي.

د ده په وینا، افغانستان او فلسطین د اوږدمهاله ثبات لپاره پراخ سیاسي ګډون ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې دوحې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو لومړی کوربه توب هم کړی، چې دواړو خواوو د موقتي اوربند پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.