پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 401

رحمت الله اندړ:د طالبانو په جهاد، اسلامي نظام او د ترهګرۍ په تعریف شکونه پیدا شوي

دیني عالم رحمت الله اندړ د ګورکا هغو څرګندونو ته چې ویلي یې وو، طالبان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د دوی شریکان دي؛ غبرګون کې لیکلي، چې نن نړۍ وال ترهګر او محاربه امریکا سره ملګري شول او د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي.

نوموړي ویلي، امریکا او طالبانو پخوا ځانونه یو د بل دوښمنان ګڼل او طالبانو د امریکا خلاف د جهاد روایتونه درلودل؛ خو نن شریک ملګري دي.

هغه لیکلي، چې د طالبانو په جهاد، اسلامي نظام او د ترهګرۍ په تعریف شکونه پیدا شوي.

اسټرالیا کې؛د فلسطین په ملاتړ پراخ لاریونونه ترسره شوي

په اسټرالیا کې په لسګونو زره کسانو د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره پراخ لاریونونه کړي دي.

مظاهره کوونکي د اسراییلو د جګړې د پای غوښتنه کوي او د غزې له ولس سره د نړیوالې همدردۍ غږ پورته کوي.

د لاریون تنظیموونکو له اسټرالیايي چارواکو غوښتي چې پر اسراییل بندیزونه ولګوي او دې هېواد ته د وسلو د صادراتو مخه ونیسي.

اسراییلي ځواکونو؛د کرانه باختري په المغیر کلي کې سلګونه د زیتون ونې ویجاړې کړې

0

اسراییلي ځواکونو د کرانه باختري د المغیر کلي سلګونه د زیتون ونې له منځه وړې دي.

د فرانس پرېس آژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د اسراییلي بلدوزرونو په ملاتړ پوځیان سیمې ته داخل شوي او کرنیزې ځمکې یې تخریب کړې دي.

ویل کېږي، له اویا کلونو زیات عمر لرونکي زیتون باغونه ایستل شوي دي.

ځایي کرنیز انجمنونه خبرداری ورکوي چې دغه کړنې ښايي د لویدیځې غاړې نورو سیمو ته هم وغځېږي.

د اسراییلو پوځ ادعا کوي چې دغه عملیات د یوه وسلوال برید له پېښېدو وروسته پیل شوي دي.

د سوریې او اسراییلو ترمنځ؛د امنیتي تړون په خبرو کې د پرمختګ پخلی شوی

0

د امریکا استازي توماس بارک او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د سوریې او اسراییلو د امنیتي تړون په اړه وروستۍ خبرې مثبتې بلل شوي دي.

د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم تایید کړې چې د خبرو اترو لړۍ کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

الشرع زیاته کړې، دمشق هغه تړون مني چې د سوریې ملي ګټو او د سیمې ثبات ته خدمت وکړي.

د روانو خبرو اصلي ټکي د جولان د لوړو څوکو غیر پوځي کېدل، د درندو وسلو محدودول او د جبل الدرېز سیمې ته د بشري مرستو د لارو پرانیستل بلل کېږي.

د طالبانو حکومت:په بېلاروس کې د شاوخوا ۶۰ افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅه کوو

د طالبانو حکومت د مسکو سفارت وايي، په بېلاروس کې نږدې ۶۰ افغانان په زندانونو کې بند پاتې دي.

د سفارت مستشار عبدالله یاسر څرګنده کړې چې د دوی د خلاصون لپاره هڅې روانې دي او تمه ده ژر حل‌لاره وموندل شي.

د طالبانو حکومت سفارت د یاسر په مشرۍ یو پلاوی بېلاروس ته استولی څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي.

په دې وروستیو کې بېلاروس اروپایي هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د نیونې بهیر زیات کړی او اعلان یې کړی چې بندیان به افغانستان ته ستانه کړي.

فرانسې؛د امریکا سفیر د یهودیت ضد ادعاوو له امله احضار کړ

0

فرانسې د امریکا سفیر چارلز کوشنر احضار کړی دی.

نوموړي په پاریس کې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په یوه لیک کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د فرانسې حکومت د یهودیت ضد کړنو د زیاتېدو پر وړاندې جدي او کافي اقدامات نه دي ترسره کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د امریکا د سفیر له لوري شوې ادعاوې د منلو وړ نه دي او فرانسه د یهودیت ضد هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې ژمنه ده.

وزارت زیاته کړې، د دې پدیدې د مخنیوي لپاره د فرانسوي چارواکو هڅې دوام لري.

اسپانیا؛د تودوخې له سختې څپې له زرو ډېر کسان مړه شوي

0

د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ۱۶ ورځو دوامداره تودوخې څپې له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي دي.

یادې ادارې ویلي، دا د اسپانیا په تاریخ کې تر ټولو سخته د ګرمۍ څپه وه، چې د تودوخې کچه یې د پخوانیو څپو پرتله نږدې ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه ثبت شوې او د ۲۰۲۲ کال ریکارډ یې مات کړی دی.

راپور زیاتوي، دغه ګرمي د وچکالۍ د زیاتېدو او د هېواد په شمالي او لوېدیځو برخو کې د اورلګېدنو د پراخېدو سبب شوې ده.

دېره اسماعیل خان؛د سختو ورښتونو له امله ۸ تنه مړه شوي

0

د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د سختو سېلابونو له امله تېره شپه ۸ کسان مړه او له ۵۲ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتون د مسوولینو په وینا، ۴۵ ټپیان روغتون ته درملنې ته لپاره وړل شوي دي.

چارواکي وايي، د مالي زیانونو د معلومولو لپاره سروې روانه ده او په ګڼو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا علي وزیر امین ګنډاپور د زیانونو د ژر ارزونې امر کړی دی.

ننګرهار؛د طالبانو حکومت هغه کس نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ لپاره تعویذونه کول

ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف ریاست چارواکي وايي، د جلال‌اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې یو تعویذ لیکونکی نیولی دی.

نوموړی د خلکو د تېرایستنې په موخه د بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل، چې له یوه کس یې ۱۶۰ زره افغانۍ هم اخېستې وې.

طالب چارواکي وایي، پیسې ترې بېرته اخیستل شوې او متضرر ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو د نیولو راپورونه ورکړي دي.

روزا اتونبایووا؛د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر سره د راستنېدونکو او اقتصادي مرستو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د هغې له مرستیال انډریکا رټواټه سره په کابل کې لیدلي دي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د راستنېدونکو ستونزې او ځینې اقتصادي موضوعات څېړل شوي دي.

روزا اوتونبایوا ټینګار کړی چې د راستنېدونکو د ادغام، د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له زیانمنو سیمو سره د رسېدنې او د ګڼو کورنیو د اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف بیا د راستنېدونکو د ادغام په موخه د ځانګړو ښارګوټو په جوړېدو کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له همکارۍ مننه کړې.