پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 400

جرمني؛برلین کې د افغانانو خپلمنځي جګړه کې شپږ تنه ټپیان شوي

د جرمني پلازمېنه برلین کې د افغان ځوانانو ترمنځ د چاقوګانو د وهلو له امله لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې یو کس په نازک حالت کې دی.

د جرمنۍ ورځپاڼې B.Z. Berlin د معلوماتو پر بنسټ، ټول قربانیان افغانان دي او نښته د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو تر اوسه د نښتې د لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د اسراییلو بریدونو ته د طالبانو حکومت غبرګون:د خبریالانو وژل ستر جنایت او د بیان د ازادۍ پر لمن تور داغ دی

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تر چتر لاندې د خبریالانو د ژوند د نه خوندیتابه له امله د نړیوالې ټولنې اندیښنې هم شتون لري او تر دې دمه پکې د بیان د ازادۍ څخه د سرغړونې په تور لسګونه خبریالان د دوی په بند خونو کې د بند شپې تیروي؛ خو بیا هم یاد حکومت غزه کې د وژل شویو خبریالانو په اړه خواشیني څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د خبریالانو وژل یو ستر جنایت او د بیان د ازادۍ د مدعیانو پر لمن تور داغ دی.

د یادونې ده چې اسرائیلو نن یو وار بیا غزه کې پنځه خبریالان وژلي دي.

حلیم فدایي:خلیلزاد د طالبانو په مینه کې دومره غرق شوی چې هیڅ انساني اصول نه پیژني

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي له زلمي خلیلزاد غوښتي، چې د امریکایي په توګه دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

هغه ویلي، خلیلزاد د بیان ازادۍ، دموکراسۍ، د ښځو او بشر حقونو ارزښتونه له پامه غورځولي او د طالبانو په ملاتړ د ړوند عاشق په څېر چلند کوي.

ښاغلي فدایي زیاته کړې چې امریکا په رسنیو او مدني ارزښتونو میلیاردونه ډالر لګولي؛ خو خلیلزاد د دغو ارزښتونو پر ځای د طالبانو ملاتړی ښکاري.

احمدالله علیزی:خلیلزاد دې د افغانانو بې اتفاقۍ ته نوره لمن نه وهي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزی د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقې او بې‌باورۍ لامل بللې دي.

هغه ویلي، که څه هم خلیل‌زاد د امریکا استازی پاتې شوی؛ خو اوسني نظرونه یې د افغانستان پر داخلي چارو ناوړه اغېز کوي او د ملي یووالي پر ځای سیاسي کړکېچ زیاتوي.

ښاغلي علیزی ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د ارادې له مخې او د ملي یووالي په فضا کې جوړ شي، نه د بهرنیو نظریاتو پر بنسټ.

تخار؛د زړه پر ناروغۍ اخته هغه کس سکته کړې، چې د امربالمعروف کسان یې په کور ور اوښتي وو

په تخار کې یو سړی چې د زړه ناروغي یې لرله، د هغه پر کور د طالبانو حکومت د امر بالمعروف د مامورینو د حجم ور وړلو له کبله د زړه د حملې پېښې کې مړ شوی.

ځايي خلک وايي، مامورین د ملا رسول کور ته ورغلي وو چې د تعویذ لیکلو په اړه پوښتنه وکړي.

د معلوماتو له مخې، له هغوی سره یو سیمه‌ییز طالب قوماندان «قصاب ملا کمال» هم ملګری و، چې د خلکو په وینا د وېرې او وهلو ټکولو له امله مشهور دی.

سرچینې وایي، چې دوی غوښتل یاد کس له کور په زوره را وباسي، چې د زړه د ناروغۍ له کبله یې سکته وکړه او ځای پر ځای ومړ.

غزه؛د اسراییلو تازه بریدونو کې د څلورو خبریالانو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي

0

د غزې په جنوبي سیمه کې پر یوه روغتون د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي، چې پکې څلور فلسطیني خبریالان، د الجزیرې یو کمره مین هم شامل دی.

بل خوا د غزې ډاکټران وایي، دوی د دې توان نه لري چې د لوږې له امله د ماشومانو مړینه ودروي.

دوی زیاته کړې چې دا لوږه د اسراییلو له خوا قصداً رامنځته شوې ده او د روغتیايي بحران کچه یې هره شیبه لا پسې لوړه کړې ده.

بلوچستان کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ جرګه؛۵۳ افغان جسدونه افغان لوري ته سپارل شوي

په بلوچستان کې د پاکستاني چارواکو او ۱۵ کسیزې جرګې ترمنځ لیدنه شوې، چې پکې ۳ افغان مشران هم شامل وو.

افغان چارواکو د يوې محلي جرګې په مرسته د هغو افغانانو د جسدونو د سپارلو غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې د پوځي عملياتو پر مهال وژل شوي وو، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د بلوچستان د ژوب ولسوالۍ د سَما‌بزه په سيمه کې وژل شوي وو.

باوري سرچینو ویلي، چې ۵۳ جسدونه افغان لوري ته سپارل شوي دي.

یوه باخبره سرچینه وايي، دا جرګه د “حصار کلي” په سیمه کې شوې وه، او د سپارل شویو کسانو نوملړ ښيي چې ډېر یې د ختیځ او جنوبي افغانستان اوسېدونکي وو.

د اسراییلو بمبارۍ کې؛د یمن پلازمېنه صنعا کې ۹۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

0

د اسراییلي الوتکو بمبارۍ کې د یمن پلازمېنه صنعا کې ۹۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د رویټرز د راپور له مخې، دا بریدونه د هغو توغندیو د ځواب په توګه ترسره شوي چې د حوثي وسلوالو له لوري د اسراییلو پر لور وتوغول شول.

د یمن روغتیايي چارواکي وايي، په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، د بریدونو هدف یو پوځي مرکز و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د برېښنا دوه فابریکې او د تېلو یوه زېرمه پکې شامله وه.

زېلينسکي:تر هغه چې بشپړه ازادي ترلاسه نه کړي، خپله مبارزه به جاري وساتي

0

د اوکراين ولسمشر ولادمير زېلينسکي ويلي، تر هغې چې بشپړه ازادي ترلاسه نه کړي، خپله مبارزه به جاري وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې د خپل هېواد د خپلواکۍ په ورځ په رسمي وينا کې کړې.

زېلينسکي ويلي، اوکراين قرباني نه، بلکې مبارز هېواد دی، او که څه هم لا تراوسه بريالی شوی نه دی؛ خو مات هم شوی نه دی.

نوموړي زياته کړې چې دوی يوه عادلانه سوله غواړي چې پکې خپل راتلونکی پخپله وټاکي.

خامنه‌يي:د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي لانجې حل ناشونی دی

0

د ایران ستر مذهبي مشر آیت‌الله علي خامنه‌يي یو ځل بیا د امریکا سره د اټومي مسلې پر سر د مصالحې امکان رد کړی دی.

هغه ویلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ روان اختلاف د حل وړ نه دی او ایران به هېڅکله د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران اټومي پروګرام لا هم د لویدیځو هېوادونو د اندېښنو او اوږدمهالو لانجو لامل ګرځېدلی دی.