پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 395

اندونیزیا؛د بس د ټکر پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي

0

په اندونیزیا کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه وایي، دغه پېښه د جاوه په ټاپو کې د شپې ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس له سړک څخه واوښت او چپه شو.

د اندونیزیايي چارواکو په وینا، په بس کې ټول ۳۴ کسان سپاره وو او بس تر هغې وروسته له کنټروله ووت چې د سړک له خنډونو سره ولګېد.

ویل کېږي، دغه بس له پلازمېنې جاکارتا څخه د یوګیاکارتا ښار پر لور روان و.

ایران:افغانانو ته د ویزو ورکړه کې اسانتیا راولو

په افغانستان کې د ایران د سفارت مرستیال، سید حسین مرتضوي، د هرات د طالبانو حکومت له والي سره د کتنې پر مهال ویلي چې ایران غواړي له افغانستان سره خپلې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د افغان اتباعو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کړي.

د هرات د ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د کډوالو د ستونزو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ د همکاریو د زیاتوالي په اړه بحث شوی.

دواړو لورو ټینګار کړی چې د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره مهمه ده.

روسیه؛مسکو کې د وسله والو ځواکونو مشر جنرال فانیل سروروف په چاودنه کې وژل شوی

0

د روسیې د څېړنیزې کمیټې په تازه اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتي روزنې مشر، جنرال فانیل سروروف، نن سهار په مسکو کې یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د چارواکو په وینا، چاودیدونکي مواد له مخکې په موټر کې ځای پر ځای شوي و.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې د څېړنیزې کمیټې له معلوماتو سره سم، اوکراین په دې پېښه کې لاس لري او د دغه برید په تنظیمولو تورن شوی دی.

روسي چارواکي وایي، چې د سروروف د وژنې په تړاو د څېړنو بهیر یې پیل کړی دی.

حامد کرزی:د جاپان لخوا د افغانستان له ولس سره د نوې مرستې قدرانی کوم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د جاپان له‌خوا د افغانستان د ولس لپاره د ۱۹.۵ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان ستایلی او مننه یې ترې کړې ده.

هغه ویلي، جاپان له افغانستان سره اوږدې او دوستانه اړیکې لري او تل یې په بېلابېلو برخو کې همکاري کړې ده.

ملګري ملتونه:۱.۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه په زیاتېدو ده او هره ورځ ګڼې مېندې او ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

یادې ادارې ویلي، چې روان کال یې زرګونه اړمنو کسانو ته مغذي خواړه رسولي، خو خبرداری ورکوي چې د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلچر ټینګار کړی، چې د مرستو د کمېدو له امله سلګونه روغتیايي کلینیکونه او د خوړو د وېش مرکزونه تړل شوي او شاوخوا ۱،۷ میلیونه افغان ماشومان د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

خواجه سعد رفیق:عمران خان خپله قضیه په خپله خرابه کړې، اوس هیڅوک د هغه په ګټه ضمانت ته چمتو نه دي

0

د مسلم لیگ (ن) مشر خواجه سعد رفیق ویلي چې پخواني لومړي وزیر عمران خان خپله قضیه په خپله خرابه کړې ده او اوس هېڅوک د هغه په ګټه ضمانت ورکولو ته چمتو نه دي.

هغه د لاهور په یوې غونډه کې زیاته کړې چې شخړې او فساد هېڅکله هېواد پرمختګ ته نه رسوي.

نوموړي ټینګار کړی چې نواز شریف باید مخته راشي او د هېواد روان وضعیت سم کړي.

خواجه سعد رفیق همداراز ویلي چې د لومړي وزیر شهباز شریف د اقداماتو له کبله پاکستان د اقتصادي بحران له خطره خوندي پاتې شوی دی.

عباس عراقچي:ښایي اسرائیل یو ځل بیا پر ایران برید وکړي؛ خو موږ هم بشپړ دفاعي چمتووالی لرو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، پر ایران د اسرائیل د بیا ځلي احتمالي برید امکان رد کېدای نه شي.

هغه د روسي رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې ایران جګړه نه غواړي؛ خو که پرې وتپل شي، بشپړ دفاعي چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې د مخنیوي غوره لاره بشپړه تیاري ده او خبرداری یې ورکړی چې که اسرائیل پخوانۍ تېروتنه تکرار کړي؛ نو غوره پایله به تر لاسه نه کړي.

بل‌خوا امریکایي رسنۍ وایي، اسرائیل د ایران د بالېسټیک توغندیو د پروګرام په اړه اندېښمن دی او ښايي د احتمالي برید په تړاو له امریکا سره خبرې وکړي.

عمر داودزی:د ټي‌ټي‌پي په تړاو د عاصم منیر تورونه خطرناک دي او بې‌ګناه افغانان زیانمنوي

د جمهوري حکومت د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزی د پاکستان د دفاعي چارواکو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په تړاو عمومي او پراخې ادعاوې د حقیقت له پامه غورځول دي او خطرناکې پایلې لرلای شي.

داودزی ویلي، که د پاکستان د دفاع لوی درستیز دا خبره کوي چې د TTP شاوخوا ۷۰ سلنه غړي «افغانان» دي؛ نو اړینه ده چې دا روښانه شي چې ایا موخه یې د ډیورنډ کرښې ختیځې غاړې خلک دي که د افغانستان اتباع، ځکه دا توپیر بنسټیز اهمیت لري.

د هغه په وینا، د پاکستان ستونزه باید له وسله‌والو ډلو سره د شخړې په توګه وڅېړل شي، نه دا چې د افغانانو او یا هم افغان کډوالو پر ضد یې واړوي.

محمد عمر داودزی زیاته کړې، دا هم باید هېر نه شي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته زرګونه د TTP مشران د پخواني افغان حکومت له زندانونو خوشې شول.

هغه ویلي، پرون ټي‌ټي‌پي د افغان دولت پر ضد له ټي‌ټي‌ای سره یوځای جګړه کوله؛ خو اوس راپورونه د رولونو د بدلون ښکارندویي کوي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې دا ډول عمومي خبرې حساب ورکونه مبهموي، تاوتریخوالی زیاتوي او بې‌ګناه افغانان تر ناحقه فشار لاندې راولي، او ټینګار یې کړی چې د ستونزې حل د روښانه تګلارې او دقیقې ژبې په کارولو کې دی، نه په جمعي تورونو لګولو کې.

ډونالډ ټرمپ؛د ۲۰۲۶ لپاره د کډوالۍ پر ضد د سختو اقداماتو پلان جوړوي

0

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالۍ پر ضد د لا سختو تګلارو د پلي کېدو په موخه پراخ تیاری نیسي.

راپورونه ښيي چې د ټرمپ ادارې په پام کې لري د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره میلیاردونه ډالر نوې بودجې ځانګړې کړي.

د دغو پلانونو له مخې به په بېلابېلو ایالتونو کې پراخې چاپې زیاتې شي او د ناقانونه کډوالو د نیولو او له هېواده د ایستلو ظرفیت به په بې‌ساري ډول پراخ شي.

سرچینې وایي چې د سرحدي ځواکونو، مهاجرتي پولیسو او توقیف‌ځایونو شمېر به هم زیات کړل شي.

راپورونه زیاتوي چې دا اقدامات د ټرمپ د هغې تګلارې دوام بلل کېږي چې د ملي امنیت، د سرحدونو د کنټرول او د امریکا د کورنیو قوانینو د پلي کېدو تر شعار لاندې پر مخ وړل کېږي.

عمران خان:پر ما او مېرمن مې د بند سزا رواني شکنجه ده، خلک دې لاریون وکړي

0

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، د هغه بند سزا چې دی او مېرمن یې ورسره مخ شوي، له رواني ځورونې سره برابر دي.

نوموړي د خپلې اېکس پاڼې له لارې ویلي چې دا مهال په زندان کې له بنسټیزو حقونو او اسانتیاوو بې‌برخې دی.

عمران خان له خپلو پلویانو غوښتنه کړې چې د محکمې د هغه پرېکړې پر ضد غږ پورته کړي، کومه چې دی او مېرمن یې په ۱۷ کاله بند محکوموي.

هغه ادعا کړې چې په پاکستان کې عدلي نظام خپلواک نه دی او د ده په وینا، د هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر خوښه پر قانون واکمنه ده، داسې چې پرېکړې له مخکې چمتو کېږي او محکمه یوازې د اعلان رول لوبوي.