سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 388

د امریکا له لورې د حزب‌الله د خلع سلاح کولو طرحه؛د لبنان حکومت یې ملاتړی؛ خو حزب‌الله یې مخالفت کړی

د ځينو عربي رسنيو د راپورونو له مخې، د لبنان حکومت د امريکا هغه طرحه منلې ده چې د حزب‌الله د وسلو اخيستو (خلع سلاح) لپاره وړاندې شوې وه.

د لبنان د عدليې وزير ويلي، حکومت د امريکايي استازي په ليک کې ياد شوي اهداف منلي او تأييد کړي دي.

د دې طرحې له مخې، که حزب‌الله تر ۲۰۲۵ کال پورې بې‌وسلې شي، اسرائيل به خپلې پوځي عمليات په لبنان کې ودروي او له جنوبي لبنان څخه به خپل پوځيان وباسي.

دغه طرحه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ځانګړي استازي، تام باراک، وړاندې کړې ده.

ويل شوي دا تر ټولو مفصله امريکايي طرحه ده چې له تېرې جګړې راهيسې د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو لپاره وړاندې شوې ده.

خو حزب‌الله دا غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې د نواف سلام حکومت ډېره ستره تېروتنه کړې.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي وو چې حزب‌الله به هيڅکله بې‌وسلې کېدل ونه مني، او د حزب‌الله مشر هم په يوه اعلاميه کې د مقابلې ژمنه کړې.

بل لورته د لبنان د بهرنيو چارو وزارت د عباس عراقچي څرګندونې غندلي دي.

د فساد او انحصار قرباني شوي کانونه!

لیکنه: سیلۍ ودان
په وروستیو میاشتو کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د مهمو طلا کانونو وېش، د کانونو وزارت د معینانو له خوا، له قانوني، اخلاقي او ملي اصولو څخه ښکاره انحراف ښيي.

د تخار او بدخشان د طلا کانونه!

د تخار ولایت د چاه‌آب ولسوالۍ طلا کان، چې د «سمتي کان» په نوم هم یادیږي، شاوخوا ۲۴ ټنه طلا لري، او د بدخشان د راغستان ولسوالۍ د «ویکادور» کانونه هم د افغانستان له سترو طبیعي زیرمو څخه دي.

حماسه میډبیا ته سرچینو تایید کړې چې دغه کانونه پرته له شفافې داوطلبۍ او قانوني پروسې، د کانونو وزارت د معینانو ناقد او صابري له‌خوا د ځانګړو حکمونو پر بنسټ وېشل شوي دي.

د حاجي بشر نورزي رول!

د حماسه میډیا معلومات ښيي، چې د تخار د طلا یوه ستره برخه — شاوخوا زر جریبه کانیزه ساحه — د کندهار یوه جنجالي شخصیت حاجي بشر نورزي ته ورکړل شوې.

نورزی، چې پخوا د مخدره موادو د قاچاق په تور په امریکا کې بندي و، وروسته د طالبانو حکومت د دیپلوماټیکو هڅو په بدل کې خوشې شو.
نوموړي دا ساحه یوه ناڅرګنده او غیرمسلکي شرکت ته سپارلې ده، چې د استخراج تخنیکي معیارونه نه لري.

د سیاسي رشوت او محلي تکتیک کارول!

سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د ځينو ځایي کسانو د خولو د بندولو، او د انتقادونو د کمولو لپاره، هغوی ته هم یو، دوه یا لس جریبه کانیزه ځمکه ورکړل شوې؛ خو اصلي برخې د وزارت د معینانو د خپلوانو او د هغوی نږدې شرکتونو ته سپارل شوي دي.

د شوکاڼي فساد؛ ۷ لکه ډالر د وزیر د ټیم ترمنځ وېشل شوي!

حماسه میډیا ته د ورکړل شويو اسنادو او شاهدانو د څرګندونو له مخې، د کانونو وزارت د ننګرهار د شوکاڼي (تالک) د استخراج په برخه کې د ۷ لکه ډالرو یوه بله مهمه قضیه لري چې: یو ابتدایي هیئت د ۳ لکه ټنه شوکاڼي تثبیت کړی و، د وزیر سلاکار مطیع‌الله حقاني راپور رد کړ او یو بل هیئت‌یې واستاوه، دغه هیئت کې د وزیر دوه مشاورین وحیدالله حلیمي او مطیع الله حقاني، د پالیسۍ رییس مرتضی واحدي، د نظارت د ارزیابۍ رییس مولوي صادق، د ننګرهار رئیس حاجي هدایت الله، د وزارت د مقام رییس معراج محمد پکې شامل وو، له تاجرو سره پټ توافق وکړ، چې د هر ټن په مقابل کې یې یو ډالر رشوت اخیستی، چې په پایله کې، یې ۷ لکه ټنه اضافي شوکاڼه په جعلي ډول ثبت شوې، او له همدې لارې ۷ لکه ډالر د لوړپوړو چارواکو ترمنځ وویشل شول.

حقوقي او ملي ارزونه!
ملي شتمنۍ د ملت ګډ ملکیت دی. دولت یې یوازې د ولس په استازیتوب مدیریت کولی شي، د معدنونو هر امتیاز باید د شفافې داوطلبۍ، چاپېریالي تحلیل، او تخنیکي ارزونې له لارې ورکړل شي، د حاجي بشر نورزي، معینانو او نورو شبکو له‌خوا د شتمنیو انحصار سیاسي فساد، ولسي نارضایتي، او بې‌باوري رامنځته کوي، طلا باید د مرکزي بانک له لوري ذخیره شي، نه دا چې د اشخاصو لخوا د څو کاغذي ډالرو په بدل کې بهر ته واستول شي.

د حماسه میډیا تحلیل!

دا ډول معاملې، چې د حماسه میډیا مستندې سرچینې یې افشا کوي، نه یوازې د طبیعي زېرمو د غصب نښې دي، بلکې دا ښکاره ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې کانونه د یو نوي مافیايي سیستم له خوا اداره کېږي.

په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوال مشروعیت له کمښت، اقتصادي سقوط او بشري ناورین سره مخ دی، د ملي شتمنیو دا ډول وېش کولی شي د هېواد پر برخلیک ډېر ژور او خطرناک اغېز ولري.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ډونالډ ټرمپ:که چین ځان اصلاح نه کړي؛ نو تعرفې به پرې ولګوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که چین د روسیې څخه د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي؛ نو پر چین به هم د سوداګرۍ نوې تعرفې ولګوي.

ټرمپ دا څرګندونې له جزیاتو پرته ویلي، چې ممکن نوي بندیزونه هم اعلان کړي.

د هغه په خبره، که چین په دې برخه کې محتاط ونه اوسي؛ نو د امریکا له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

یاده دې وي چې ټرمپ دوه ورځې مخکې پر هندي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله؛ خو تېره ورځ یې بیا دا تعرفه نوره هم لوړه کړه.

خلیفه دین محمد:زما د پلار جنازه رسول الله ترسره کړې.قاسم حلیمي:ته یو مشرک یې او ستا تابعداري عظیمه ګناه ده

د طالبانو د «اسلامي امارت» لومړنی ویاند قاسم حلیمي د طالبانو د علماوو شورا مشر خلیفه دین محمد مشرک بللی.

ښاغلي حلیمي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي:« نه مې غوښتل دا ویډیو نشر کړم، خو د الله له عذاب نه وډار شوم، چې د لوی مشرک خبر نه شې نشرولای نو څنګه مسلمان یي؟»

ښاغلی حلیمي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د وروستۍ دورې د حج او اوقافو وزیر هم پاتې شوی دی.

قاسم حلیمي لیکلي دا سړی « خلیفه دین محمد» مشرک دی او افغان ولس اوس یوې بلې جګړې ته داخل شوی چې د شرک او وحدانیت جګړه ده.

د طالبانو د علماء شورا رئیس خلیفه دین محمد د خپلې مور د فاتحې مراسمو کې خلکو ته په خبرو کې وایي چې د نوموړي د مور جنازه د اسلام وروستي پیغمبر ترسره کړې.

ولادیمیر زلنسکي؛یو ځل بیا له ولادیمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو ځل بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې څو د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره شي.

هغه دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ، د اګست ۷مه، کړې ده.

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې یوازې یوه ورځ پاتې ده تر څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د جګړې د پای لپاره ورکړل شوی ضرب‌الاجل پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې ولادیمیر زلنسکي تر دې وړاندې هم د مستقیمو خبرو هڅه کړې؛ خو پوتین تل رد کړې ده.

فرانسه کې؛د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان دي

د فرانسې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوې پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او ۹ نور، چې پکې یو شمېر اوروژونکي هم شامل دي، ټپیان شوي دي.

دغه اورلګېدنه چې د سې‌شنبې په ورځ د «اود» په سیمه کې پیل شوې، تر دې دمه یې نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده او د انساني زیان ترڅنګ یې درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د فرانسې خبري آژانس په وینا، دې اورلګېدنې ۲۵ کورونو ته زیان رسولی او د اور وژنې هڅې لا هم روانې دي، چې پکې شاوخوا ۲۰۰۰ اوروژونکي او څو ځانګړې الوتکې برخه لري.

ډونالډ ټرمپ:ایران د کرکې سرچینه ده؛ خو موږ یې د اټومي ګواښ مخه نیولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د سختو تګلارو ملاتړ وکړ.

ټرمپ د ایران حکومت “د کرکې سرچینه او شر جوړونکی” وباله او ویې ویل، چې هېواد یې د تهران د اټومي وسلو د پروګرام مخه نیولې ده.

نوموړي ادعا وکړه چې امریکایي ځواکونو د جوزا په میاشت کې په ایران کې اټومي تاسیسات په نښه او ویجاړ کړي.

د ټرمپ په وینا، ایران یوازې څو میاشتې له بم جوړونې لرې و؛ خو دا خطر له منځه وړل شوی دی.

ټرمپ ویلي، موږ پنځه جګړې ختمې کړې او ایران ته مو سخت خبرداری ورکړی چې که بیا پیل وکړي؛ نو سخت غبرګون به وویني.

جنوبي وزیرستان؛واڼه بازار کې چاودنې لس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د جنوبي وزیرستان د واڼه بازار، په واکهان مارکېټ کې د بم چاودنې له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځایي سرچینې وایي چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی، بل سخت ژوبل شوی او ۸ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

امریکا او جنوبي کوریا؛د اګست په اتلسمه ګډ پوځي تمرینات پیلوي

امریکا او سوېلي کوریا اعلان کړی چې د اګسټ له ۱۸مې څخه به په ګډه د «ازادۍ اولچي ډال» په نوم پوځي تمرینات پیل کړي، چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

د سوېلي کوریا د پوځ په وینا، د تمریناتو یوه برخه د خرابې هوا له امله سپټمبر ته ځنډول شوې او دا پرېکړه سیاسي بڼه نه لري.

دغه تمرینونه د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د دفاعي چمتووالي لپاره ترسره کېږي.

سباستین ګورکا:د طالبانو حکومت محمودشاه حبیبي په بند کې نشي ساتلی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني مرستیال سلاکار سباستین ګورکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.

دا خبره د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي د ګوریکا له قوله پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

د نوموړي په خبره، سباستین ګوریکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې ورور یې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.

د یادونې ده، چې محمود شاه حبیبي له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو حکومت په بند کې دی.