شنبه, جون 27, 2026
Home Blog Page 386

د ملګرو ملتونو راپور:د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې بریدونه محدود شوي، د طالبانو حکومت ته جدي ګواښ نه دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې تر جولای پورې، د مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد ۷۳ او د ازادۍ جبهې د ۴۳ بریدونو مسؤلیت منلی دی.

راپور زیاتوي چې دا بریدونه که څه هم دوامداره وو؛ خو پراکنده او محدود و او د طالبانو حکومت د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله د دغو بریدونو شمېر کم شوی دی؛ په تېره بیا مقاومت جبهې او ازادي جبهې په ترتیب سره د تیر کال په پرتله کم بریدونه ترسره کړي.

د یادونې ده چې دغه دواړه ډلې د طالبانو حکومت پر ضد فعالیت کوي.

تهران؛د امام خمیني نړیوالې جایزې په مراسمو کې د طالبانو حکومت سفیر ګډون کړی

ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د امام خمیني د نړیوالې جایزې د لومړي پړاو د ورکړې په مراسمو کې ګډون کړی.

دغه مراسم د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان په حضور کې د دغه هېواد د سرمشریزو غونډو په تالار کې ترسره شوي.

په یادو مراسمو کې د ایران د لوړپوړو چارواکو، په تهران کې مېشتو بهرنیو سفیرانو او سیاسي استازو، او همدارنګه علمي، فرهنګي او نړیوالو شخصیتونو هم ګډون کړی و.

د طالبانو د حکومت د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو مراسمو کې ګډون د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په چوکاټ کې ارزول کېږي.

د پي‌اېس‌اېل یوولسم پړاو سیالۍ؛د بولۍ بهیر او د نوو لوبډلو لپاره ۴۰ میلیونه ډالري بیه اعلان شوه

0

د پاکستان سوپر لیګ (پي‌اېس‌اېل) د ۱۱م پړاو لپاره د پاتې دوو نوو لوبډلو د شاملولو په موخه بولۍ د جنورۍ پر اتمه په اسلام‌اباد کنوېنشن سنټر کې ترسره کېږي.

د نوو ټیمونو لپاره بنسټیزه بیه ۴۰ میلیونه ډالره ټاکل شوې؛ خو امکان شته چې دا اندازه لوړه شي.

په بولۍ کې د ګډون لپاره به غوښتونکي ۲ لکه ډالر د ضمانت په توګه جمع کوي.

د پي‌اېس‌اېل ۱۱م پړاو سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۶مې تر د مې تر درېیمې پورې په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، د بولۍ تخنیکي او مالي اسناد به وڅېړل شي او یوازې وړ کسان به داوطلبۍ ته وربلل کېږي.

پاکستان: افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد په اړه ستونزه نه لرو.د طالبانو حکومت: د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو دا مرستې انتقالوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږد په اړه هیڅ ډول ستونزه نشته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، د بشري مرستو جوپه دوه اونۍ وړاندې تصفیه شوې او د پاکستان له لورې هیڅ خنډ نشته.

یادې څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغانستان لپاره د بشري مرستو د لېږد غوښتنه کړې وه.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ویلي و چې د ملګرو ملتونو مرستې به د پاکستان پر ځای له بدیلو لارو انتقال شي.

د طالبانو حکومت اقتصاد وزارت:هانکانگ گروپ د افغانستان په کان کیندنه او اوبو مدیریت کې پانګونې ته علاقه ښودلې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر قاری دین محمد حنیف، د هانکانگ گروپ د رئیس حای یانگ او د هغه د ټیم سره کتلي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د خبر پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې حای یانگ د هېواد د امنیت ستاینه وکړه او د پانګونې لپاره د ورکړل شوو اسانتیاوو قدرداني یې کړې.

نوموړي د خپل شرکت په نړیوالو پروژو خبرې کړي چې پکې ودانۍ، سړکونه، پلونه، ښارګوټي، کان کیندنې او صنعتي فعالیتونه شامل دي، او د افغانستان په کان کیندنه او د اوبو مدیریت کې د پانګونې علاقه یې څرګنده کړې.

اسلام اباد کې؛د طالبانو حکومت سفیر د قزاقستان له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو او سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې

اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر، سردار احمد شکیب او د قزاقستان سفیر یرژان کسټافین په اسلام آباد کې کتلي.

د سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ایز اتصال، سوداګرۍ فرصتونو او لویو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړي دي.

ښاغلي شکیب د قزاقستان له ملاتړ څخه مننه کړې او د ۳ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګډې سوداګرۍ د ګټورتیا تمه یې څرګنده کړې.

د قزاقستان سفیر بیا ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال ملاتړ کوي او د همکارۍ دوام ته ژمن دي.

انتونیو ګوترېش:ناسمې تګلارې او د کډوالۍ په اړه غلط معلومات د میلیونونه انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې ناسمې تګلارې او د کډوالۍ په اړه غلط معلومات د ټولنو ترمنځ کرکه او وېش زیاتوي.

نوموړي ویلي، چې دغه کړنې د میلیونونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه دغه راز زیاته کړې، کډوالي که سم مدیریت نه شي، د امنیت او فرصت په لټه کې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې جبري بې‌ځایه کېدنه په نړۍ کې لوړې کچې ته رسېدلې او افغان کډوال د کوربه هېوادونو له زیات فشار سره مخ دي.

هه‌نګاو:ایران په روان میلادي کال کې ۵۲ ښځې اعدام کړي دي

0

د ایران د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د راپور له مخې، ایران په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۵۲ ښځې اعدام کړې دي چې دا شمېر په تېرو ۲۵ کلونو کې د ښځو د اعدام تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

د راپور له مخې، وروستۍ اعدام شوې ښځه ۴۰ کلنه راضیه عباسي وه چې د کرج په قزل‌حصار زندان کې یې د اعدام حکم پلی شو.

دغه بنسټ وایي، ډېری ښځې د قتل، نشه‌يي توکو، کورني تاوتریخوالي پر وړاندې د ځان‌دفاع او همداراز د سیاسي او امنیتي تورونو له امله اعدام شوې دي.

هند:افغانستان ته د سرطان درملو، واکسینونو او سي ټي سکن مرستې لېږو

هند یو ځل بیا له افغانستان سره د بشري مرستو او روغتیايي همکارۍ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اساسي درملو د اوږدمهاله برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د هند د روغتیا وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د دې هېواد د روغتیا وزیر جګهت پراکاش نډا د طالبانو حکومت د عامې روغتیا له وزیر مولوي نور جلال جلالي سره ګټوره ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې د روغتیايي همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان د طبي اړتیاوو د ملاتړ په اړه خبرې شوې دي.

د دغې ژمنې په لړ کې، هند افغانستان ته د سرطان درمل او واکسینونه په سمبولیک ډول وسپارل، چې دا د افغان ولس سره د روان ملاتړ نښه بلل شوې ده.

همداراز یاد وزارت ویلي، چې یوه لویه مرستندویه بسته، چې درمل، واکسینونه او د ۱۲۸ سلایس سي ټي سکن دستګاه پکې شامله ده، هم افغانستان ته لېږل کېږي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران اټومي ګواښ مې په بشپړ ډول له منځه وړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د ده تر مشرۍ لاندې حکومت د ایران اټومي خطر له منځه وړی دی.

هغه د خلکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه، چې د ایران اټومي پروګرام یې شنډ کړی او په غزه کې یې هم جګړه پای ته رسولې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي وو چې امریکا د ایران د اټومي تاسیساتو په له منځه وړلو کې بریالۍ وه.