شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 381

ډیوه پتنګ:امرالله صالح د عقدې، ژورخپګان او رواني بې ثباتۍ سره مخ دی

د افغان مېرمنو د برخې فعالې ډیوه پتنګ د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح او د عزیزي ګروپ د مشر میرویس عزیزي مطبوعاتي جګړه کې د عزیزي ملاتړ کړی او په ښاغلي صالح یې سختې نیوکې کړي دي.

آغلې پتنګ په ایکس پاڼې لیکلي:«زه په منظم ډول ستاسو تحلیلونه لولم، د هغې پوهې او لوړ موقف په درلودلو څنګه ناکام شوئ او له هیواده وتښتیدئ؟»

پتنګ زیاته کړې چې د ښاغلي صالح ټویټونه تر دې چې انتقادي وي تر ډیره شخصي بڼه لري.

ډیوه پتنګ، امرالله صالح په عقدې، حسد، ژورخپګان، رواني بې ثباتۍ او بدبینۍ تورن کړی دی.

مېرمن پتنګ ښاغلي صالح ته لیکلي:« ښاغلی عزیزي تاسې ته د سیال په سترګه نه ګوري، ځکه چې ستاسو دواړو ترمنځ ډېر لوی واټن دی. تاسې او ملګري مو داسې مهال چې هېله موجوده وه وطن پرېښود او وتښتیدئ او عزیزي هڅه کوي بیرته دغه هیله او امید ژوندی کړي.»

ډیوه پتنګ لیکلي:«خلک نور په زاړه سیاسي تبلیغاتو باور نه کوي، خلک عمل ګوري نه هوایي خبرې.»

د افغان مېرمنو د برخې دغې فعالې ښاغلي صالح ته د ورزش، نویو ملګرو د موندلو او په ناکامیو د اعتراف او جبران او سیاست څخه د تل لپاره د لاس په سر کېدو مشوره ورکړې.

نوموړې لیکلي:« تاسو خپل اعتبار له لاسه ورکړی.»

ډیوه پتنګ د پاکستان اړوند د امرالله صالح د دریځ هرکلی کړی او ویلي دي چې په دې برخه کې ورسره همغږې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې د حقاني اصلاحات؛صدر ابراهیم د پولیسو د یونیفورم د تطبیق په اړه له فراه وروسته زابل ته رسیدلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په ډیر شدت سره غواړي په ټول افغانستان کې د پولیسو یونیفورم اغوستل جبري کړي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د پولیسو د یونیفورم اغوستل په ټولنه کې د عامه نظم پر وړاندې مهم ګام بولي.

ښاغلي حقاني د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال صدر ابراهیم، محمد نبي عمري او نورو مسولینو ته دنده سپارلې چې په ټول هیواد کې د پولیسو یونیفورم جبري او ولایتي امنیتي مسولین او پولیس وهڅوي چې دا چاره عملي کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو امنیتي مرستیال تازه زابل ولایت کې د پولیسو د یونیفورم په اهمیت او تطبیق ټینګار کړی او د دې ولایت له امنیتي مسولینو یې غوښتې چې په دې اړه د وزارت پریکړه په بیړه عملي کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې ښاغلی حقاني په کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو په ځانګړې ډول د پولیسو یونیفورم تطبیق کې ډیر جدی دی.

بیړنی خبر: د غزې د نیولو په اړه د نتنیاهو پلان او د بریتانیا غبرګون

ورورسته له هغه چې د اسرائيل کابینې د دې هیواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه پلان تصویب کړ چې له مخې یې غواړي، غزه “په بشپړ ډول د اسرائیلو تر ولکې لاندې راشي.”

همدا څو شیبې وړاندې د بریتانیا د لومړي وزیر د اسرائیلو ددې ګام پر وړاندې جدي غبرګون وښود.

د بریتانیا لومړی وزیر کیرسټامر د اسراییلو د حکومت دا پریکړه چې په غزه کې خپل بریدونه نور هم زیات کړي لیکلي دا ډیره بې ځایه پریکړه ده او د سمدستې بیا کتنې غوښتنه یې کړې.

بیان کې ویل شوي هره ورځ په غزه کې بشري ناورین ډیریږي او د حماس لخوا نیول شوي یرغمل په ویرونکي او غیر انساني شرایطو کې ساتل کیږي.

کندهار کې د جنایي پیښو زیاتوالی؛نا معلومو کسانو د تعمیراتي رنګونو یو سپین ږیری دوکاندار د چړو په ګذارونو وژلی

له کندهار څخه سیمه ایزې سرچینې وایي چې په دې ولایت کې جنایي پیښې د ډیریدو په حال کې دي.

همدا تیره شپه د کندهار په تر ټولو امن سیمه عینو مینه ښارګوټي کې یو افغان کسبګر د چړو په وهلو سره وژل شوی دی.

لیکوال محمد شریفي په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« د دوست محمد په نوم دغه سپین ږیری تېره شپه د عینو مېني په زړه کې په چړو وهل شوی او وژل شو دی.»

دوست محمد په کندهار ښار کې د تعمیراتي رنګونو دوکان درلود.

سارا اډمز:محمودشاه حبيبي په ناوړه روغتیایي وضعیت کې دی، د خوشې کېدو لپاره یې باید اقدام وشي

د امريکا د مرکزي استخباراتو (سي‌اې‌اې) پخوانۍ مامورې سارا اډمز د محمودشاه حبيبي د خراب روغتيايي حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي که د هغه د خوشې کېدو لپاره اقدام ونه شي، لا به ډېر وځورېږي.

اډمز پر خپل اېکس ليکلي چې حبيبي هره ورځ په ناوړه حالت کې دی او بايد ژر تر ژره خپل کور ته ستون شي.

هغې تر دې وړاندې ويلي وو چې د حبيبي د نيولو امر د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن ورکړی و او عمليات د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزير سراج‌الدين حقاني تر مشرۍ لاندې شوي وو.

د یادونې ده چې محمودشاه حبيبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د «ای‌اراېکس» مخابراتي شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره يو ځای نيول شوی و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څو اوونۍ مخکې اعلان کړی و چې د هغه د موندلو او بېرته راوستلو په بدل کې ۵ ميليونه ډالره انعام ورکوي.

بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه وخت وړاندې ویلي و چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.

خیبر پښتونخوا؛د پولیسو پر پوستې برید څلورو پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستاني طالبانو د کواډکاپټر ډرون برید په پایله کې یو پاکستاني سرتیری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا امنیتي مسولین وایي برید د بنو ضلعې په تخته خیل سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی.

پاکستان کې وروستي بریدونو پاکستانی پوځ او حکومت سخت ورخطا کړي دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د مقالې غورچاڼ؛پوځ د اوږدې ناکرارۍ له امله له ولسي خلکو د مرستې غوښتنه کړې

پاکستاني ډان ورځپاڼې د خپلې نن ورځې په وروستۍ ګڼه کې د ستونزمن انتخاب تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې.

په دې مقاله کې خیبر پښتونخوا (KP) کې د زیاتیدونکي وسله‌والو فعالیتونو، او د ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له امله او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د عامو خلکو د وېرې له امله، پاکستاني ریاست له سختو انتخابونو سره مخ کړی دی.

ډان لیکلي په تېرو څو ورځو کې، د خیبر پښتونخوا حکومت د پخوانیو قبایلي سیمو په مختلفو برخو کې درې لویې جرګې راوبللې، څو د وسله والو اورپکو پر وړاندې د عامو خلکو نظرونه واوري.

ځايي قبایلو د افغان طالبانو سره د خبرو، او له هغوی ډلو سره چې پاکستان پرې بندیز لګولی د مذاکراتو او خبرو اترو غوښتنه کړې.

ډان وایي ښايي همدغو اندېښنو ته په ځواب کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په پښتونخوا کې د ټاکل شویو عملیاتو څخه په شاه شوی دی.

د شلو کلونو راهیسې، خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه پخوانۍ فاټا سیمه، د ترهګرۍ او د ترهګرۍ ضد عملیاتو له کبله له دوامدارې جګړې او تاوتریخوالي سره مخ ده.
خلک یې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي، کډوال شوي، او له اوږدې جګړې ستړي او زړه‌تنګ شوي دي.

له همدې امله قبایلي ولس اوس د وسله‌والو سره د خبرو او د نظامي عملیاتو د ختمېدو غوښتنه کوي.

که څه هم پاکستاني پوځ د بندیز لګېدلې ډلې په توګه TTP د “هند ملاتړ شوې خوارجي فتنه” یادوي خو پوښتنه داده چې که خبرې کیږي، ایا پاکستاني پوځ به ددې اصطلاح کارونې ته دوام ورکړي که دا نوم به پرځای پاتې وي.

دوهم، که مذاکرات بریالي هم شي، آیا وسله‌وال به له تاوتریخوالي لاس واخلي؟ که نه، نو هر ډول سوله‌يیز تړون به یوازې ریاست کمزوری کړي.
برسېره پر دې، ریاست څو پلاوي د افغان طالبانو سره خبرو ته لیږلي، څو د افغانستان مېشتو وسله‌والو کنټرول ته یې اړ باسي.

خو د دغو خبرو هېڅ اوږدمهاله عملي نتیجه نه ده لیدل شوې.

ورځپاڼې لیکلي دا حالت ځکه تجربه کوي چې د دې سیمې د “ترهګرۍ پر ضد جګړې” له پیل راهیسې، د ریاست CT (د ترهګرۍ ضد) تګلاره دایمي سوله نه ده رامنځته کړې.

سره له دې چې ګڼ پوځي عملیات، د NAP او NAP 2.0 په څېر پالیسۍ، او ګڼې هڅې د سخت‌دریځۍ د له منځه وړلو لپاره شوي، خو بیا هم کیسه هماغه پخوانۍ بلل شوې.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري:پاکستان د افغان کډوالو د جبري شړولو پروسه بیا پیل کړې

ملګري ملتونه وایي، پاکستان د قانوني افغان کډوالو د ایستلو لپاره د ټاکل شوې نیټې څخه مخښکې د دوي شړل پیل کړي دي.

ملګري ملتونه وایي پاکستان پلان لري له یو میلیون څخه ډیر افغانان له خپل هیواد څخه وباسي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وویل چې دوی د پاکستان لخوا د سپتمبر د لومړۍ نیټې څخه مخکې په ټول هیواد کې د قانوني ثبت شویو افغانانو د نیولو او شړلو راپورونه ترلاسه کړي دي.

یونسیار«UNHCR» وویل چې په دې ډول د افغانانو بیرته لیږل د پاکستان د نړیوالو مکلفیتونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

یونسیار «UNHCR» له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د جبري شړولو مخه ونیسي او د افغانانو د رضاکارانه، تدریجي او باعزته راستنیدو لپاره انساني چلند غوره کړي.”

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي رویټرز ته ویلي د هغه افغان کډوالو د ایستلو بهیر سمدلاسه پیلږي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته لاړ شي.

بل لورې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند قیصر خان افریدي رویټرز ته ویلي چې د اګست له لومړۍ نیټې څخه تر څلورمې نیټې پورې سلګونه قانوني ثبت شوي افغان کډوال نیول شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې له دوه میلیونو څخه ډیر افغانان پاکستان کې د اوسیدو قانوني کارټونه لري.

افغانستان کې د بې کارۍ اوج؛یوازې تیرو ۳ ورځو ۱۵ زره کسانو قطر ته د کارګرانو د لیږولو پروسې لپاره نوم لیکنه کړې

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي د بې کارۍ د زیاتوالي او په هیواد کې د کاري فرصتونو نشتوالي له امله ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو کسانو قطر ته د کارګرانو د لیږلو پروسې لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وایې دا نوم لیکنه یوازې په تیرو درېو ورځو کې ترسره شوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وایي، یوازې ۳۱۰۰ کسان به د شفافې پروسې له لارې قطر ته ولیږل شي.

اقتصادي شننونکي که څه هم دا چاره بې ګټې نه بولي خو په هیواد کې د کاري فرصتونو په ایجاد ټینګار کوي.

د امریکا له لورې د حزب‌الله د خلع سلاح کولو طرحه؛د لبنان حکومت یې ملاتړی؛ خو حزب‌الله یې مخالفت کړی

د ځينو عربي رسنيو د راپورونو له مخې، د لبنان حکومت د امريکا هغه طرحه منلې ده چې د حزب‌الله د وسلو اخيستو (خلع سلاح) لپاره وړاندې شوې وه.

د لبنان د عدليې وزير ويلي، حکومت د امريکايي استازي په ليک کې ياد شوي اهداف منلي او تأييد کړي دي.

د دې طرحې له مخې، که حزب‌الله تر ۲۰۲۵ کال پورې بې‌وسلې شي، اسرائيل به خپلې پوځي عمليات په لبنان کې ودروي او له جنوبي لبنان څخه به خپل پوځيان وباسي.

دغه طرحه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ځانګړي استازي، تام باراک، وړاندې کړې ده.

ويل شوي دا تر ټولو مفصله امريکايي طرحه ده چې له تېرې جګړې راهيسې د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو لپاره وړاندې شوې ده.

خو حزب‌الله دا غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې د نواف سلام حکومت ډېره ستره تېروتنه کړې.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي وو چې حزب‌الله به هيڅکله بې‌وسلې کېدل ونه مني، او د حزب‌الله مشر هم په يوه اعلاميه کې د مقابلې ژمنه کړې.

بل لورته د لبنان د بهرنيو چارو وزارت د عباس عراقچي څرګندونې غندلي دي.