یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 363

ملګري ملتونه:سږکال له ایران څخه افغانستان ته ۱.۹ میلیونه افغانان ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران څخه تر ۱.۹ میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

دغې کمېشنرۍ ویلي، چې په راستانه شوو کډوالو کې ۶۰ سلنه یې په جبري ډول شړل شوي دي.

د راپور له مخې، د ټولو ستنېدونکو له ډلې شاوخوا ۸۵ سلنه چې له ۱.۶ میلیونو ډېر کسان کېږي، د مارچ له ۲۰مې د اګست تر ۲۰مې پورې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هلمند؛ګرمسیر ولسوالۍ کې د تراکتور ټېلۍ ډوبېدو له امله ۱۲ تنه مړه شوي

د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د یو تراکتور ټېلۍ په دریاب کې ډوبه شوې چې له امله د درې ښځو او ۹ ماشومان په ګډون ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد هلمندي ویلي، چې دا پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې یو شمېر خلک له ګرمسیر څخه ناوې ولسوالۍ ته په کښتۍ تېرېدل؛ خو د تراکتور ټېلۍ د اوبو تل ته وغورځېده.

نوموړي زیاته کړې چې په پېښه کې ۴ ماشومان ټپیان شوي او د طالب سرتېرو په چټک اقدام سره ۱۴ تنه نور ژغورل شوي دي.

امریکا؛د توماس وېسټ په ګډون د ۳۷ امریکایي چارواکو امنیتي جوازونه لغوه کړل

0

د امریکا د استخباراتو ملي ادارې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د پخواني ځانګړي استازي توماس وېسټ په ګډون د ۳۷ امریکایي چارواکو امنیتي جوازونه لغوه کړي دي.

دغې ادارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، یاد کسان د محرمو مالوماتو په ساتنه کې پاتې راغلي او په قصدي ډول یې د مسلکي معیارونو سرغړونه کړې ده.

د ادارې رییسې تولسي ګابارد ټینګار کړی چې امنیتي جواز امتیاز دی، نه حق، او هغه کسان چې د شخصي یا سیاسي ګټو لپاره له محرمو مالوماتو ناوړه استفاده کوي، د خلکو پر باور سوداګري کوي.

یاد چارواکي له دې وروسته د محرم دولتي اسنادو د لوستلو او کارولو صلاحیت له لاسه ورکوي.

مجاهد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته:د بې ځایه اندېښنو اچول د کوم هدف او د چا په ګټه دي؟

د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پر اېکس ليکلي، افغانستان کې کومه وسله‌واله ډله نشته او په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ځينو هېوادونو اندېښنې بې ځایه دي.

هغه د پوښتنې په ډول ویلي، چې د داسې اندېښنو اچول به د چا په ګټه او د کوم هدف لپاره وي؟

نوموړي ليکلي، هغه هېوادونه چې په دې اړه اندیښنې خپروي، بې دليله دې د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه نه کوي.

هغه له هېوادونو غوښتي، چې د اندېښنو پرځای دې امنیت ته کار وکړي.

ملګري ملتونه: د سوریې جګړه ماران ښایي د داعش ډلې سره یوځای افغانستان ته انتقال شي

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ترهګرۍ ضد په تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې د سوریې جګړه‌ماران ښایي افغانستان ته انتقال شي او له دې ځایه به سیمه او نړۍ له نویو ګواښونو سره مخ کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، داعش خراسان چې شاوخوا دوه زره جنګیالي لري، اوس هم د افغانستان او سیمې لپاره تر ټولو جدي امنیتي ننګونه ده.

بل خوا د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد هم د افغانستان وضعیت “ناپایدار” بللی او ټینګار یې وکړ چې داعش خراسان د پاکستان ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی.

نوموړي تحریک طالبان پاکستان (TTP) د تر ټولو لویې ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي او ویلي يي دي چې یاده ډله د افغانستانه له خاورې فعالیت کوي.

راپور څرګندوي چې نږدې درې زره داعشیان په سوریه کې پاتې دي او د هغوی احتمالي انتقال افغانستان ته د سختې اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت په کلکه ردوي.

شهباز شریف:د چین او پاکستان ملګرتیا د اوسپنې په شان ټینګه ده

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام‌اباد کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره تر لیدو وروسته ویلي چې د اسلام‌اباد او بېجینګ اړیکې د اوسپنې په څېر ټینګې پاتې دي او د باور پر بنسټ ولاړې دي.

دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د سي‌پېک پروژې پر پرمختګ او د سیمې د نښلونکو پروګرامونو پر عملي کېدو تفصیلي خبرې کړې.

شهباز شریف زیاته کړې چې د چین ملاتړ د پاکستان لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اسلام‌اباد به هم د بېجینګ له نړیوالو نوښتونو سره اوږه په اوږه کار ته دوام ورکړي.

بغلان؛دوشي ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي

د بغلان د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې د پنجشنبې شپه د دې ولایت د دوشي ولسوالۍ د «سنگ سلاخ» د مکتب په سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ تنه ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پلخمري له لوري روان یو موټر د بار وړونکي موټر سره جنګېد.

د دغې پېښې ټول ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د هرات په ګذره کې د ټرافیکي پېښې له امله د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه ووژل شول.

سرګي لاوروف؛د پوتین له زلنسکي سره د لیدنې شرطونه اعلان کړل

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د لیدو چمتووالی لري؛ خو دا لیدنه یې مشروط کړې ده چې ټول اړین موضوعات د لوړې کچې په کچه بحث شي.

هغه ټینګار کړی چې د زلنسکي د مشروعیت موضوع د هر احتمالي تړون لپاره مهمه ده.

لاوروف د اوکراین لپاره د لویدیځ د امنیتي تضمینونو طرحې بې‌ثمره بللې او ویلي یې دي چې دغه تضمینونه باید د ۲۰۲۲ د استانبول د خبرو پر اساس وي، چې پکې د اوکراین د ناتو غړیتوب پرېښودل هم شامل وو.

له بلې خوا، ولسمشر زلنسکي روسیه تورنه کړې چې په اوکراین کې یې د یوې امریکایي کمپنۍ فابریکه په نښه کړې ده.

عبدالغفور لېوال، زلمي خلیلزاد ته:زوړ لېوه قصابانو ته نصیحت کوي او ځانته بازار لټوي

ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د افغان سولې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اړه توندې څرګندونې کړې دي.

لېوال پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«موګمبو “استازي!” خو پخپله په دوحه کې افغانستان ډېر ارزانه د رنجیت سنګهي د شیطاني دجالو په انګریزي ځالې وپلوره او افغان نجونې و مېرمنې یې د خپل تور برخلیک ماتم ته کېنولې.»

نوموړي زیاته کړې، همدا کس اوس هڅه کوي چې نوي سوداګر د افغانستان له بیا پلورلو وویروي، څو د ده د بازار او سیالي خرابه نه شي.

هغه لیکلي:«عجیبه دا ده، چې اوس لګیا دی نوي سوداګر یې له بیا پلورلو ویروي، چې د ده بازار خراب نه شي.»

لېوال دغه حالت د «زوړ لېوه چې قصابانو ته نصیحت کوي» سره تشبیه کړی دی.

نتانیاهو:که حماس سره اوربند هم وشي، اسراییل به غزه تر خپل کنټرول لاندې راولي

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، که حماس له اوربند سره موافقه هم وکړي، پوځ به غزه تر خپل کنټرول لاندې راولي او جګړه به ژر پای ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی چې حماس به په غزه کې پاتې نه شي.

د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی چې دفاع وزیر د غزې د نیولو پلان تصویب کړی او د شاوخوا ۶۰ زره زېرمو سرتېرو د را بللو اجازه یې ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې منځګړي هېوادونه د اوربند د وروستي وړاندیز لپاره د اسراییلو رسمي ځواب ته منتظر دي.

په ورته وخت کې د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي، جګړه به د دوی پر شرایطو پای ته رسېږي.