یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 362

سویسي رسنۍ:د طالبانو حکومت یو شمېر دیپلوماتان جینوا ته رسېدلي

یو شمېر سویسي رسنیو د دغه هېواد د کډوالۍ چارو د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې څو ورځې مخکې څلور افغان ډیپلوماټان جینیوا ته رسیدلي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د دغه سفر موخه هلته د هغو افغان کډوالو پېژندنه ده چې له ډيپورټ یا را استولو سره مخ دي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې د سویس او د طالبانو حکومت اړیکې پېچلې دي؛ خو دلته د سویس خلکو ساتنه مهمه ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له دغه هئیت وروسته به دوی وکړای شي، چې د را اېستو له ګواښ سره مخ افغانان په ښه ډول خپل هېواد ته واستوي.
لاهم د یادو ډيپلوماتانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ایران:د طالبانو حکومت د هلمند د اوبو تړون ته ژمن نه دی

یو ایراني چارواکي د طالبانو حکومت له لوري د هلمند د اوبو تړون د نه عملي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ایران د حق‌ابې د ترلاسه کولو لپاره به فشارونه زیات کړي.

د ایران د اوبو چارو مرستیال وزیر، محمد جوان بخت ویلي چې سږکال یوازې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه مترمکعب اوبه ایران ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د تړون له مخې افغانستان باید هر کال ۸۲۰ میلیونه مترمکعب اوبه ورکړي.

د طالبانو حکومت بیا د سیمې د وچکالۍ یادونه کوي او ټینګار کوي چې د تړون عملي کېدو ته ژمن دي.

ریچارډ بنټ:د جزا پر نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه د افغانستان په اړه د څېړنو مخه نیسي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنټ د نړیوالې جزایي محکمې پر چارواکو د امریکا بندیزونه غندلي دي.

نوموړي پر اېکس لیکلي چې دغه بندیزونه د محکمې خپلواکي په نښه کوي او د افغانستان په اړه د څېړنو مخه نیسي.

بنټ ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه څېړنې د عدالت لپاره حیاتي دي او باید بندیزونه لغوه شي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا دغه ګام د عدالت پر وړاندې خنډ جوړوي او نړیوال ملاتړ له خپلواکو قضایي بنسټونو سره خورا مهم دی.

نیویارک؛د سېلانیانو د بس د چپه کېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي

0

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په نیویارک کې د سېلانیانو یو بس د سړک له کنټرول وتلی او چپه شوی دی، چې په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي، په دغه بس کې شاوخوا ۵۰ مسافر سپاره وو او د ډېری ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د راپورونو له‌مخې، بس د نیاګارا له افشار نه نیویارک ښار ته پر لاره و چې د زیات سرعت له امله چپه شوی دی.

د امریکا د ملي ټرانسپورټ ادارې د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنه پیل کړې، او چارواکو ویلي چې ډېری سپاره کسان د اسیایي هېوادونو اوسېدونکي وو.

ډونالډ ټرمپ:که د اوکراین د سولې خبرې ودرېږي، پر روسیه به نور بندیزونه ولګوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اوکراین د سولې خبرې پای ته ورسېږي؛ نو واشنګټن به په راتلونکو دوو اوونیو کې پر مسکو نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې روسیې په اوکراین کې پر یوې امریکایي فابریکې برید وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي مسکو تورن کړی چې د خبرو لپاره هېڅ اراده نه لري؛ خو روسیې ویلي چې د غونډې لپاره مشخصه اجنډا نشته.

په ورته وخت کې جګړه لا هم روانه ده او دواړو لورو ته درنې مرګ‌ژوبلې اوښتي، په داسې حال کې چې ناټو د اوکراین د امنیتي تضمینونو د پیاوړتیا هڅې زیاتې کړي دي.

ظفر اقبال:سي‌پیک به د افغانستان لپاره سترې ټرانزیټي اسانتیاوې برابرې کړي

پاکستاني رسنیو د چین ـ پاکستان ګډې سوداګرۍ خونې د سرپرست رییس، ظفر اقبال له قوله راپور ورکړی چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) به د افغانستان لپاره سترې اقتصادي او ترانزیټي آسانتیاوې برابرې کړي.

د هغه په وینا، CPEC به د افغانستان لپاره ځکه د “لوبې بدلون” ثابت شي، چې دا هېواد د سیمې د ترانزیټي سوداګرۍ په وده کې د مرکز په توګه راڅرګندېږي.

اقبال ټینګار کړی چې افغانستان نور تړلی هېواد نه دی، بلکې د CPEC له لارې د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په یوه وصلوونکي سوداګریز دهلیز بدلېږي.

ګوترېش:نړۍ کې خلک د خپلو عقیدو له امله تر ګواښ لاندې دي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې خلک د خپلو دیني او اعتقادي باورونو له امله تر بریدونو او وژنو لاندې راځي.

هغه د اګست په ۲۲مه پر اېکس لیکلي چې نړیواله ټولنه باید بې له ځنډه د دې ګواښ مقابله وکړي.

د ګوترېش په وینا، تلپاتې سوله هغه وخت شونې ده چې د انسانانو تنوع ولمانځل شي او هر څوک په امن او درناوي کې ژوند وکړای شي.

نوموړي زیاته کړې چې ګډې نړیوالې هڅې کولی شي له تبعیض، تاوتریخوالي او کرکې پاکه نړۍ جوړه کړي.

محسن داوړ:د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ترهګري زیاته کړې

0

د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وايي چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ پر ضد روانو پوځي عملیاتو یوازې ترهګري ډېره کړې ده.

هغه پر اېکس لیکلي چې په بنو او جان‌خېلو کې د خلکو پر کورونو بمبار شوی، یو ځوان وژل شوی او څو تنه ټپیان دي.

په همدې وخت کې پوځ په باجوړ کې پراخ عملیات پیل کړي چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي او ځینو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځايي سرچینې وایي په عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته هم تلفات رسېدلي.

ګورکا:طالبان د امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې همکار دي

د امریکا د ولسمشر د ترهګرۍ ضد چارو مرستیال سلاکار سبېسټیان ګورکا ویلي، چې طالبان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له واشنګټن سره د یو ډول همکارۍ اړیکه لري.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي:«کېدای شي دا خبره زما له خولې درته عجیبه ښکاره شي؛ خو طالبان زموږ د مبارزې په برخه کې یو ډول همکاران او شریکان دي.»

د ګورکا په وینا، د طالبانو حکومت هم د ځینو هغو ډلو له لوري ګواښ احساسوي، چې امریکا ته د خطر سبب ګرځي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د دواړو لوريو ګواښونه په بشپړ ډول یو شان نه دي؛ خو تر ډېره ورته والی لري.

ګورکا ټینګار کړی چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د ګډو امنیتي اندېښنو له کبله د همکارۍ ځینې لارې موجودې دي.

سرچینې:پاکستان کې د افغان سیاسونو غونډه وځنډېده

یو شمېر باوري سرچینو خبر ورکړی، چې پاکستان کې د افغان سیاسونو کېدونکې غونډه له ټاکلې نېټې ځنډېدلې.

د معلوماتو له مخې، یو شمېر سیاسونو ته لاهم ویزې نه دي ورکړل شوې او تر هغې، چې دا ستونزه حل نه شي، ناسته هم نه ترسره کېږي.

ټاکل شوې وه، چې دا ناسته د اګست په ۲۵مه او شپږویشتمه نېټه ترسره شوې وی.

بل لورته د یادې غونډې ګډونوالو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.