یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 364

ذبیح الله مجاهد:افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنې بې‌ځایه دي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د یو شمېر هغو هېوادونو اندېښنې بې‌ځایه وبللې، چې ګواکې افغانستان کې داعش، ټي‌ټي‌پي او نورې ترهګرې ډلې شتون لري.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغانستان کې د هیڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو مخالفین نشته او هېوادونه باید په دې اړه بې‌ځایه اندېښنې ونه کړي.

د یادونې ده، چې په دې ناسته کې د پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو استازو ویلي و، چې افغانستان کې لاهم ترهګرې ډلې شتون لري.

افتخار احمد:بلوڅ او ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره کې د پاکستان د ناامنۍ لپاره کار کوي

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی افتخار احمد وايي، بلوڅ او ټي‌ټي‌پي ډلې په افغانستان کې دي او له همغه ځایه د پاکستان د نا امنۍ لپاره کار کوي.

یاده ناسته د نړیوالې سولې او امنیت ته د ترهګرۍ له امله د راپېښو ګواښونو په اړه جوړه شوې وه.

په دې ناسته کې د چین استازي ویلي، چې نړۍ دې افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

افراسیاب خټک:که پاکستان د افغان ښځو د حقونو ملاتړی وي، باید کډوالې ښځې او زده‌کوونکي په زور ونه شړي

پښتون سیاستوال فراسیاب خټک وايي که پاکستان واقعاً د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کوي، نو باید هغه افغان ښځې چې د خپلو لوڼو د زده‌کړې لپاره پاکستان ته راغلي، په زور او ظلم له هېواده ونه باسي.

هغه همداراز پوښتنه کړې چې ولې افغان ځوانان له پاکستانه شړل کېږي، په داسې حال کې چې غواړي دلته خپل تعلیم بشپړ کړي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستان یوازې د کابل په خړو اوبو کې ماهیان نیسي او د افغان ښځو د حقونو په نوم ځان ته سیاسي امتیازات غواړي؛ خو په عمل کې د دوی د حقونو درناوی نه کوي.

یونیسف:د افغان کډوالو ستنېدنه باید خوندي او په خپله خوښه وي

یونیسف د هرات د خونړۍ ټرافیکي پېښې په غبرګون کې ویلي چې د افغان کډوالو ستنېدنه باید خوندي، باعزته، په خپله خوښه او تدریجي وي.

د دې ادارې د سویلي اسیا سیمه‌ییز مشر سانجي ویجسيکرا ویلي، څو اوونۍ وړاندې یې په اسلام‌کلا کې له ستنېدونکو ماشومانو او کورنیو سره لیدلي چې زیانمن، خو هیله‌من وو.

د یادونې ده چې د هرات په ګذره کې د ټرافیکي پېښې له امله د ۱۹ ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه وژل شوي دي.

یو شمېر نورو نړیوال سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

د طالبانو حکومت؛له ازبکستان سره د علي شیر نوايي د څلي د بیا جوړولو ژمنه کړې

‏ ازبکستان وايي، طالبانو ورسره په مزار شریف ښار کې د علي شیرنوایي لپاره مناسب ځای کې د څلي جوړولو ژمنه کړې.

په دغه ښار کې تېره ورځ طالبانو د تیموریانو د دورې ترک توکمه شاعر او سیاستوال علي شیرنوايي څلی ویجاړ کړی و.

د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره لیکلي چې طالب چارواکو د دې څلي پر ورانېدو خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې له دوی سره په همغږۍ دا کار نه دی شوی.

یوناما:د هرات پر پېښې ژوره خواشیني څرګندوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات ولایت کې د ټرافیکي پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې.

یوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دوی د قربانیانو د کورنیو غم کې ځانونه شریک ګڼي.

یاده پېښه وړمه شپه رامنځته شوې وه، چې په کې له ایرانه راستنو شویو ۷۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کاپیسا؛د خپل منځي شخړې له امله څلور تنه وژل شوي

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله څلور تنه وژل شوي.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومنداني وايي، پېښه تېره ورځ تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د یادې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه هم ټپي شوې.

نوموړی وايي، د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

د سفارت کچې ته د طالبانو او اسلام آباد د اړیکو پورته کول؛پاکستان په میرټ او سرینا هوټلونو کې د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې لمانځنې ته اجازه نه ده ورکړې

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، اسلام آباد کې د طالبانو حکومت سفارت غوښتل د خپلې واکمنۍ څلورمه کلیزه په میریټ او سرینا هوټلونو کې ولمانځي؛ خو پاکستان ورته اجازه نه ده ورکړې.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبان د ناچارۍ له امله سنتروم هوټل چې شپږ ستوریز هوټل دی په یوسل او لس زره ډالرو خپله غونډه لمانځلې.

سرچینې ویلي په داسې حال کې چې د طالبانو او اسلام اړیکې د سفارت کچې ته لوړې شوي؛ خو هیڅ پاکستاني لوړپوړي چارواکي په دې غونډه کې ګډون نه وو کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي:په غزه کې دې سمدستي اوربند وشي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جاپان په یوه کنفرانس کې، د اسرائیلو لخوا د غزې ښار د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې، د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

ګوتریش ویلي، اړتیا ده، چې ژر تر ژره په غزه کې اوربند ته ورسېږو، تر څو د نظامي عملیاتو له امله له مرګ ژوبلې او ورانۍ مخنیوی وشي.

نوموړي همداراز له اسرائیل وغوښتل چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه (کرانه باختري) کې د ناقانونه مېشت‌ځایونو د پراخولو پرېکړه لغوه کړي.

العربیه:شیخ هبت‌الله امر کړی چې دیني مدرسو کې دې د ښځو زده‌کړې بندې شي

العربیه راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، امر کړی چې په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو لپاره ديني زده‌کړې بندې شي.

دا پرېکړه د طالبانو حکومت د وروستۍ غونډې پر مهال په کندهار کې شوې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د معارف او لوړو زده‌کړو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې د نجونو د ديني مدرسو نوم‌ليکنې تدريجاً بندې کړي.

د دې پرېکړې تر شا دلیل دا ښودل شوی چې اخندزاده د عصري علومو لکه رياضي، طبيعي علومو او ژبو له تدریس سره مخالفت لري.

هغه اندېښنه ښودلې چې دا ډول تدریس ديني مدرسې له خپل اصلي هويت څخه ایستلې دي.

راپور زیاتوي چې د غونډې فضا ډېره ترخه او جنجالي وه، او ځينو طالب چارواکو پر خپله مشر نیوکې کړې دي.