یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 360

امرالله صالح:هرات کې د یو ځوان اعدامول د دوحې د تړون پایله ده

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د هرات ښار په عام محضر کې یو ځوان چې په مرمیو لګیدلی و، په دار ځړول شوی او دا صحنه د زامبید موزیم له یوې خونړۍ نندارې سره ورته ده.

صالح پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې زلمی خلیلزاد، چې طالبانو په واشنګټن کې د خپل سفیر په توګه نومولی، نړیوالو ته وايي چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی او د پانګونې وخت دی.

نوموړي ټینګار کړی چې خلیلزاد د دوحې تړون له لارې طالبان واک ته ورسول، او دا ډول پېښې د همدې تړون مستقیمې پایلې دي.

د صالح په وینا، هغه ځوان چې جسد یې ښکارېده، ښایي د طالبانو پر ضد د ازادۍ مبارزه یې کوله.

استرالیا؛ګڼو افغانانو د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه ولمانځله

استرالیا کې میشتو افغانانو د خپلواکۍ ۱۰۶ مه کلیزه ولمانځله.

ددې غونډې یوه چمتو کونکي محب اقبال حماسه میډیا ته وویل چې د خپلواکۍ غونډه چې لسګونه میلبورن میشتو افغانانو په کې برخه اخیسته وه، د مقالو په لوستلو او په اتڼونو پای ته ورسیده.

ښاغلي اقبال وویل:« د خپلواکۍ په بیرته اخیستنې کې د شاه غازي امان الله خان او زمونږ د نیکونو په قربانیو خبرې وشوې، نوي نسل ته د خپل تاریخ یادونه له اساسي کارونو څخه ده.»

د افغانستان د خپلواکۍ د لمانځنې جشن هرکال د اګست په ۱۹ لمانځل کیږي.

ګلبدین حکمتیار د طالبانو حکومت ته:په اسلامي نظام کې د دار سزا یوازې ځانګړو مجرمینو ته ورکول کېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هرات کې د طالبانو حکومت له لوري په عام محضر کې د دوه کسانو دار ځړولو ته په اشارې ویلي چې په اسلامي نظام کې د دار سزا یوازې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې په لاره کې یې خلک لوټلي وي، د خلکو مال یې غصب کړی او د مال خاوند یې وژلی وي.

د ده په وینا له دې پرته بل هېچا ته د دار سزا نشته.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي نظام په وړاندې د وسله وال بغاوت پر ضد جګړه یوازې تر هغه جایز ده چې باغیان جګړه وکړي؛ خو که له بغاوته لاس واخلي او وتښتي، نه وژل کېږي، نه تعقیبېږي او نه هم د مړي سپکاوی او مثله کېدای شي.

حکمتیار وايي د باغي کس د کور تلاشي، د ده د مال او وسلې ضبطول یا د کورنۍ د حقوقو غصب هېچا ته روا نه دي، ځکه د هغه ګناه د خپلوانو پر حقونو نه شي لګېدلی.

ګلدبرګ:که ایران هرمز تنګی وتړه؛ نو تر ټولو زیات زیان به همدوی وویني

0

د ایران د وسلو د پراخېدو د مخنیوي لپاره د امریکا د ملي امنیت شورا پخواني چارواکي ریچارد ګلدبرګ ویلي چې د هرمز تنګي بندول د ایران لپاره «اقتصادي ځان‌وژنه» ده.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغې کړې، چې د ایران د مذهبي مشر استازي، علي شریعتمداري ویلي وو که ایران هرمز تنګی بند کړي، د نفتو بیه به تر ۲۰۰ ډالرو ورسېږي.

ګلدبرګ دا ادعا له واقعیت لرې وبلله او ویې ویل چې دا کار به تر ټولو ډېر فشار پر چین راولي، ځکه نیمایي نفت له همدې لارې ترلاسه کوي.

ایران:سیستان او بلوچستان کې مو شپږ ترهګر ووژل

0

د ایران استخباراتي چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په سوېل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې یې د ترهګرو یوه ډله له‌منځه وړې ده.

دغه سیمه د پاکستان له پولې سره نږدې پرته ده.

د چارواکو په وینا، په عملیاتو کې د یادې ډلې شپږ غړي وژل شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي دي.

دوی زیاته کړې چې دا عملیات د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوي دي.

شمالي کوریا؛د هوايي دفاع نوي توغندي ازمایلي

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې دغه هېواد نوي هوايي دفاعي توغندي ازمویلي، او دا ازموینه د مشر کیم جونګ اون تر نظارت لاندې شوې ده.

راپور زیاتوي چې دا نوې سیستمونه د بې‌پیلوټه الوتکو او کروز توغندیو پر وړاندې چټک غبرګون ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې سبا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د جنوبي کوریا ولسمشر لی جائه میونګ غونډه وکړي.

افغانستان بانک:تېرو څلورو کلونو کې د افغانۍ ارزښت د ډالر پر وړاندې ۲۱ سلنه لوړ شوی

د افغانستان بانک وايي، په تېرو څلورو کلونو کې د افغانیو ارزښت د بهرنيو اسعارو، په ځانګړي ډول د ډالر پر وړاندې ۲۱ سلنه لوړ شوی دی.

په ورته مهال، افغانستان بانک له ۲۰۰ څخه ډېرو نړیوالو بانکونو سره د بانکي اړیکو د پراخېدو او په تېرو ۱۲ میاشتو کې د مالي تمویلاتو د ۷۱ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د یاد بانک په وینا، دوی د مناسبو پولي سیاستونو په تطبیق سره توانېدلي چې د افغانیو ارزښت وساتي او د اسعارو په بازار کې له سختو نوساناتو مخنیوی وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ؛د اسیا جام سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

افغان کرکټ بورډ د راشد خان په مشرۍ د راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

دا نوملړ شل کسیز دی، چې درې یې احتیاطي لوبغاړي دي.

دا سیالۍ د سپټمبر په ۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د همدې میاشتې په ۲۸مه پای ته رسېږي.

افغانستان به خپلې لومړۍ لوبې د سپټمبر په ۹مه له هانګ کانګ، په ۱۶مه له بنګله‌دېش، او په ۱۸مه له سریلانکا سره ترسره کړي.

اېکسپرس ټریبیون:د طالبانو ملاتړ پاکستان ته ګټه نه، بلکې امنیتي ستونزې زیاتې کړي

د پاکستان اېکسپرس ټریبیون ورځپاڼې په تازه مطلب کې لیکلي، سره له دې چې پاکستان او ایران په کور دننه له ګڼو ستونزو سره مخ دي؛ خو بیا هم د افغانستان په سیاست کې پراخ نفوذ لري او د افغانستان د جغرافیايي تړاو له امله د دغه هېواد مهم ګاونډیان ګڼل کېږي.

ورځپاڼې د پاکستان او طالبانو اړیکې پېچلې بللي او لیکلي یې دي چې که څه هم اسلام‌اباد د دوحې د سولې بهیر کې مهم رول لوبولی؛ خو اوس یې ستره ننګونه دا ده چې نړۍ قانع کړي چې طالبان یوازې افراطي ډله نه، بلکې د حکومت وړ ځواک دی.

د راپور له مخې، د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو تر ټولو لوی خنډ د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) دی.

ورځپاڼه زیاتوي، امریکا هڅه کوي طالبان په نړیواله کچه منزوي وساتي؛ خو چین او روسیه د دې اجماع پر ماتولو بوخت دي.

همداراز ایران، چې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، له طالبانو سره د جغرافیايي او اقتصادي فشارونو له امله تعامل ته اړ شوی، که څه هم مذهبي اختلافات یې د باورونو په سطحه ژور پاتې دي.

اېکسپرس ټریبیون په پای کې لیکلي، د طالبانو ملاتړ پاکستان ته ګټه نه ده رسولې، بلکې د ترهګریزو بریدونو د ډېرېدو او امنیتي ستونزو د پراخېدو لامل ګرځېدلې ده.

شاه محمود میاخېل:طالبان دې د امیر علي‌شېر نوایي څلی او نور تاریخي یادګارونه بېرته ورغوي

د جمهوري حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د طالبانو له لوري د امیر علي‌شېر نوایي د څلي د بیارغونې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې «تاریخي ارزښتونه باید وساتل شي».

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ په مزارشریف کې د نوموړي څلی ونړاوه؛ خو د غبرګونونو وروسته یې د ۱،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې چارې پیل کړې دي.

میاخېل د طالبانو له حکومت غوښتي چې د غازي امان الله خان او پاچا خان نور یادګارونه او تابلوګانې هم ورغوي.

بل لورته ازبکستان د یاد څلي د نړولو په تړاو د طالبانو له حکومت رسمي وضاحت غوښتی و، او د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د نوايي نوې مجسمه به جوړه کړي.