یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 361

هند؛امریکا ته د پُستي بستو لېږد موقت درولی

0

د هند د پست ادارې اعلان کړی چې د اګست له ۲۵مې نېټې څخه امریکا ته د پُستي بستو لېږد به موقتاً ودرول شي.

چارواکو د دې پرېکړې دلیل د امریکا د نویو ګمرکي قوانینو په اړه ابهام بللی دی.

د هند د مخابراتو وزارت وايي، د قانون د وضاحت تر وخته هندي هوايي شرکتونه د امریکا لپاره بستې نه شي لېږلی.

تر اوسه یوازې لیکونه، اسناد او تر ۱۰۰ ډالرو کم ارزښت لرونکې ډالۍ د لېږلو اجازه لري.

دا اقدام وروسته له هغې شوی چې امریکا د «دمینیمیس» معافیت لغوه کړ او ټول وارداتي بستې یې د ګمرکي تعرفو تابع اعلان کړې.

نایجل فاراژ:د وړو کښتیو له لارې برتانیې ته رسېدونکي کډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږو

د برتانیې د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فاراژ ویلي، که یې ګوند په راتلونکو ټولټاکنو کې بریالی شي، د هغو کډوالو د ایستلو پراخ پروګرام به پیل کړي چې د وړو کښتیو له لارې دې هېواد ته داخلېږي.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د فاراژ په نوې تګلاره کې ویل شوي چې پناه غوښتونکي به د راتګ پر مهال ونیول شي او بیرته خپلو هېوادونو ته واستول شي.

هغه ټینګار کړی چې ښایي له یو شمېر نورو هېوادونو سره د کډوالو د لېږد تړونونه هم لاسلیک شي او د روانډا پرېکړه به بېرته فعاله شي.

د فاراژ په وینا، دغه پروګرام کولی شي په سلګونو زره کډوال له برتانیې وباسي.

د یادونې ده چې افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې دی چې کډوال به ورته ستنېږي.

ضیاءالحق امرخېل:نظام کې د ګټو پر مهال چوپ پاتې کېدل او له نظام وروسته نیوکې کول نامردي ده

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، دا جرئت نه، بلکې نامردي او غوړه مالي ده چې څوک د خپل موقف او شخصي ګټو د ساتلو لپاره په یوه نظام کې چوپ پاتې شي، خو د نظام له بدلون وروسته د نیوکو ژبه اوږده کړي.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: « د خلکو حافظې هم دومره کمزورې نه دي چې په لنډو کلونو کې به یې هر څه هېر کړي وي.»

هغه زیاته کړې، چې ولس زموږ د هر یوه، په هر عمل هم په ماضي او هم په حال کې حساب کوي.

ښاغلي امرخېل دغه راز ویلي، ضرور نه ده چې څوک د ځان سپين ثابتولو بې خونده تمثيلونه وکړي.

د امیرعلي شیر نوایي د مجسمې د نړیدو وروسته؛ازبکان وایي حقوق یې خوندي نه دي

د افغانستان د ازبکانو د حقونو ملاتړو پر ازبک چارواکو غږ کړی چې د طالبانو له واکمنۍ څخه درس واخلي.

دوی ویلي د امیر علي شیر نوایي د مجسمې نړول د طالبانو د فرهنګي او قومي ځپنې نښه ده.

د اعلامیې له مخې، په افغانستان کې ازبکان د اجباري بې‌ځایه کېدو، سیاسي څنډې ته کولو او د ژبې او دودونو د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د طالبانو په نوم د “همکارۍ” تګلاره د ټولې ترکي نړۍ لپاره خطرناکه پایلې لرلی شي.

میدان وردګ؛چک ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طبیعي پېښو د مدیریت اداره وايي، د میدان وردګ د چک ولسوالۍ په سلطان‌پور سیمه کې نن د هاوان د ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وایي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په مختلفو سیمو کې ګڼو خلکو ته ناچاوده مرمۍ مرګ ژوبله اړولې.

برېتانیا؛بیلابېلو ښارونو کې د کډوالو ضد لاریونونه ترسره شوي

0

د برېتانیا بېلابېلو ښارونو کې نن د کډوالو ضد لاریونونه شوي دي.

راپورونه وايي چې په دې لاریونونو کې په ځانګړي ډول د افغان، ایراني او اریترېايي پناه‌ غوښتونکو پر ضد شعارونه ورکړل شوي.

په بریستول کې د لاریون کوونکو او د نژادپالنې ضد فعالانو تر منځ نښتې هم شوې چې له امله یې پولیسو د تاوتریخوالي ضد وسایل کارولي او څو تنه نیول شوي دي.

د برېتانیا کورنیو چارو وزارت ویلي، سوله‌ ییز اعتراض د خلکو حق دی، خو نژادپال شعارونه او تاوتریخوالی د منلو نه دي.

صحرا کریمي:زلمی خلیلزاد نه غواړي چې د طالبانو مخالفین یو ګام هم واخلي

د افغان فلم پخوانۍ رییسه صحرا کریمي وايي، زلمی خلیلزاد په هیڅ صورت نه غواړي چې د خپلې هغې پروژې، چې افغانستان یې طالبانو ته سپارلې؛ په وړاندې خنډ شي.

نوموړې وايي، هغه هر نوښت او هڅه چې د طالبانو مخالفین یې وکړي، استخباراتي پروژه بولي او ردوي یې.

د هغې په خبره، اوس ټولو ته واضح شوې چې خلیلزاد د جمهوریت سقوط او د طالبانو په واکمنۍ کې مهم رول لري.

صحرا کریمي زیاتوي، افغان ښځې نه یوازې له طالبانو سره مبارزه کوي، بلکې د خلیلزاد د شومې پروژې پر ضد هم مبارزه کوي.

ننګرهار؛د شپږو کسانو د وژنې په تور د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه نیول شوي

د ننګرهار د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د سلطان‌پور په سیمه کې د شپږو تنو د وژنې په تور پنځه کسان نیول شوي دي.

حماد زیاته کړې چې دغو کسانو څو ورځې مخکې په سلطان‌پور سیمه کې د سره رود ولسوالۍ شپږ غړي وژلي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او ډېر ژر به د عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

په نیول شویو کسانو کې یوه ښځه هم شامله ده.

د طالبانو حکومت:بې‌سرپرسته ماشومان، ممنوع‌الخروج کسان او مجرمین پاسپورټ نه‌شي ترلاسه کولی

د طالبانو حکومت د پاسپورټ ریاست اعلان کړی چې هغه کسان به پاسپورټونه ترلاسه نه شي کولی، چې یا حقوقي سرپرست نه‌لري، یا د دوی له لوري ممنوع‌الخروج ګرځول شوي، او یا هم په محکمه کې مجرم پېژندل شوي وي.

یاد ریاست د شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، هغو ماشومانو ته چې حقوقي سرپرست یې نه‌وي، پاسپورټ نه ورکول کېږي.

اعلامیه کې راغلي، هغه کسان چې د بایومټریک یا “بیف” سیسټم له لارې ممنوع‌الخروج ثابت شوي وي، هم له پاسپورټ اخیستلو محروم دي.

د طالبانو حکومت: د جمعې ورځ نږدې ۱۷۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي

‏د طالبانو حکومت وایي، شاوخوا ۱۷۰۰ افغان کډوال د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

ویل شوي چې دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، پل ابریشم او اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته داخل شوي او ورسره مرستندویه توکي هم وېشل شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له څلور میلیونو ډېر افغانان بېرته راستانه شوي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر کډوال شکایت کوي چې ورسره شوې مرستې کافي نه دي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.