دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 355

امریکا؛پر هند تعرفې تر ۵۰ سلنې لوړې کړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هند تعرفې تر ۵۰ سلنې پورې لوړې کړې دي.

دغه پرېکړه، چې له نن څخه عملي کېږي، د هند له خوا له روسیې د تېلو پېرلو په غبرګون کې شوې.

د دغې پرېکړې له مخې، پر کالیو، بوټانو، ورزشي وسایلو او فرنیچر ۲۵ سلنه اضافي مالیات لګول کېږي.

ایران-سراوان؛ په هوشک سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو نښته روانه ده

0

د ایران امنیتي او نظامي ځواکونو نن سهار د سراوان په هوشک سیمه کې پر یوه استوګنیز کور د چاپې پر مهال له وسله‌والو کسانو سره په سخته نښته کې ښکېل شوي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، له سهاره د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي او سیمې په بشپړ ډول امنیتي حالت خپل کړی دی.

تر اوسه د نښتې د تلفاتو او د کور دننه کسانو د برخلیک په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

کابل ـ هرات لویه لار؛د مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۲۵ تنه مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي

د هرات ـ کابل پر لویه لاره د مسافر وړونکي بس د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲۵ تنه مړه شوي او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا درې بجې د بریدګي سیمې په ارغندي کې رامنځته شوې.

د قانع په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس له عمومي سړک څخه اووښت او چپه شو.

نوموړي زیاته کړې، د پولیسو مسوولین سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د کابل او میدان ښار روغتونونو ته لېږدولي دي.

مسولینو ویلي چې لا هم د نورو معلوماتو موندلو په تړاو څېړنې روانې دي.

مطیع الحق خالص:جګړو او کیمیاوي وسلو افغانان سخت زیانمن کړي

د طالبانو حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وايي، د تېرو جګړو پر مهال د کیمیاوي وسلو کارېدنې ډېری افغانان زیانمن کړي او د ناروغیو سبب شوي دي.

هغه د کابل په یوه پوهنتون کې په یوه سیمینار کې ویلي، افغانستان د اقلیمي بدلون په برخه کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو له تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی.

خالص زیاته کړې، د ښارونو نامنظمې پراختیا جدي ستونزې جوړې کړې دي او اړتیا ده چې استادان، زده کړیالان او دولتي ادارې په ګډه د چاپېریال د ساتنې او عامه پوهاوي لپاره کار وکړي.

د طالبانو حکومت:له برېتانیا د ستنېدونکو افغانانو منلو ته چمتو یوو

د طالبانو حکومت یوه جګپوړي پلاوي ویلي، چې له برېتانیا د افغان کډوالو د ایستنې د اصلاحاتو ګوند له طرحې هرکلی کوي.

نوموړي ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي، طالبان به بېرته ستنېدونکي افغانان ومني او د هغوی د ملاتړ لپاره به بشري مرستې هم ومني، خو پیسې به نه اخلي.

تر دې وړاندې د بریتانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج ویلي، که په ټاکنو کې بریالی شي، په پنځو کلونو کې به ۶۰۰ زره ناقانونه کډوال وباسي او ښايي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په بدل کې د طالبانو حکومت او اریتره ته مالي مرسته ورکړي.

که څه هم برېتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د دې هېواد د لومړي وزیر دفتر ویلي چې د کډوالو د استولو د هوکړو احتمال نه ردوي.

د یادونې ده چې جرمني بیا تر دې وړاندې څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال بېرته کابل ته ستانه کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر:د کابل هوايي ډګر د خونړي برید د بشپړې څېړنې بهیر مو پیل کړ

0

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې ځانګړي پلاوي د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي دروازې» ځانمرګي برید څېړنې پیل کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسټ وایي، څېړنه د شفافیت او حساب ورکونې لپاره کېږي او د قربانیانو کورنیو ته به عدالت تامینوي.

هغه ویلي، چې د څېړنو وروستی راپور به د ۲۰۲۶ کال تر نیمایي وړاندې خپور شي.

لومړنۍ موندنې ښيي چې برید د جګړې په ډګر کې د مخنیوي وړ نه و، خو اوس به د هغه وخت د پوځي رهبرۍ پرېکړې، د استخباراتي معلوماتو کارونه او د ځواکونو ځای پر ځای کول وڅېړل شي.

د یادونې ده چې په دغه برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي وژل شوي وو.

اسماعیل بقایي:ایران په جنیوا کې درې اروپایي هېوادونو سره د بندیزونو لرې کول مطرح کړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې د جنیوا په غونډه کې یې درې اروپایي هېوادونو ته د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي حقونو غوښتنې په ښکاره توګه وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې اروپا د حقوقي دلایلو له مخې د ماشې د کارولو حق نه لري او که دا کار وکړي؛ نو له جدي پایلو سره به مخ شي.

خیبر پښتونخوا؛د ټي‌ټي‌پي بریدونو کې ۷ پوځیان او پولیس وژل شوي

0

په خېبر پښتونخوا کې د سختو نښتو او بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه اووه پاکستاني پوځیان او پولیس وژل شوي.

د چارواکو په وینا، په کوز دیر کې پنځه پوځیان، او په هنګو کې دوه نور پولیس وژل شوي.

دغو پېښو کې همداراز ۷ پولیس ټپیان شوي او وسله‌والو د پولیسو موټر سوځولي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د طالبانو حکومت؛له تعلیمي نصابه ۱۸ مضمونونه لرې کړي

د طالبانو حکومت د افغانستان له تحصیلي نصاب څخه ۱۸ مضمونونه چې د بشر حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ د ښځو رول او نور پکې شامل دي حذف کړي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي، دا مضمونونه د شریعت او د طالبانو له پالیسیو سره په ټکر کې دي.

همداراز، د حقوقو، سیاست، ټولنپوهنې او رسنیو په برخه کې ۶۶ نور مضمونونه یوازې د اصلاحاتو او بیاکتنې وروسته تدریسېږي.

یاد وزارت پوهنتونونه مکلف کړي چې د نوې فهرست مطابق عمل وکړي.

دا بدلونونه د طالبانو حکومت د «نصاب اسلامي کولو» پروسې یوه برخه ده چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده.

د اسلامي همکاریو سازمان؛د طالبانو حکومت روغتیا وزارت سره د دوامداره مرستو ژمنه کړې

‏د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره په لیدنه کې ویلي، روغتیایي خدمتونه باید له سیاسي مسائلو بېل وګڼل شي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د روغتیايي سکټور د پراختیا او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې.

په دې لیدنه کې العیاش د دوامدارو همکاریو ژمنه کړې ده.