شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 347

احمد مسعود:امیرخان متقي راته ایران کې ویلي وو، چې انتخابات په اسلام کې ځای نه لري

د مقاوت په نوم جبهې مشر احمد مسعود تازه څرګنده کړې چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي وو، او متقي ورته ویلي وو چې “انتخابات په اسلام کې ځای نه لري.”

مسعود ویلي، متقي ترې غوښتي وو چې له مقاومته لاس واخلي او کابل ته ستون شي.

هغه زیاتوي چې د خلکو د برخلیک ټاکلو حق او د انتخاباتو اهمیت ته باید درناوی وشي.

احمد مسعود ویلي، که طالبان د سولې، عدالت او انتخاباتو اصل ومني، دی د خبرو لپاره چمتو دی.

هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت له واک اخیستو وروسته اساسي قانون لغوه کړی او ټول انتخاباتي او ولسواک بنسټونه یې تړلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند:د افغانستان له پرمختګ او اوسني حکومت سره د اړیکو ملاتړ کوو

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې نوی ډیلي د افغانستان د پرمختګ ملاتړ ته ژمن دی.

هغه د کابل او نوي ډیلي د اړیکو په اړه ویلي، چې هند له افغان ولس سره تاریخي او اوږدمهاله اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړې چې دا مهال د طالبانو له حکومت سره هم په اړیکه کې دی.

متحده عربي اماراتو؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د نوو مرستو د رالېږلو لړۍ پیل کړه

متحده عربي امارات د ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په لارښوونه له افغانستان سره د مرستو لړۍ روانه ساتلې ده.

تازه د ۴۰ ټنه خوراکي او استوګنیزو توکو ډکه الوتکه د ختیځو سیمو زلزله‌ځپلو ته واستول شوه.

َهمدارنګه، د مرستندويه بېړۍ د استولو پرېکړه هم شوې چې پکې خوراکي توکي، درمل او استوګنیز وسایل شامل دي، څو د افغانانو د ستونزو په کمولو کې مرسته وشي.

خیبر پښتونخوا؛باجوړ کې چاودنې دوه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

باجوړ کې د کرېکټ میدان ترڅنګ د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

چارواکي وايي وژل شوی کس فضل الله نومېږي او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

اندړ، فاروق اعظم ته:په ځای د دې چې له ښځو د قربانۍ تمه ولرې، د زده کړو دښمنو مشرانو پر وړاندې دریځ ونیسه

دیني عالم مولوي رحمت‌الله اندړ د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم ته په غبرګون کې ویلي، تر هغې چې په دې نارینه‌محوره ټولنه کې ښځه لا هم دوهمه درجه ګڼل کېږي؛ د ښځو له قربانۍ دې تمه نلري.

ښاغلي اندړ ویلي، که فاروق اعظم رښتیا د علم ملاتړ کوي، نو باید د هغو طالب مشرانو نومونه واخلي او پر وړاندې یې ښکاره دریځ ونیسي چې د نجونو د زده‌کړو مخالفت کوي.

نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې “علم یوازې طب نه دی، نو د نورو څانګو ارزښت به طالبانو ته څنګه ثابتېږي، او ایا طالبان په رښتیا د علم په ګټه او اهمیت نه پوهېږي؟”.

فاروق اعظم له دې خبرو وړاندې پر افغانو ښځینه داکترانو غږ کړی و چې کونړ ته دې لاړې شي او د خپل علم ګټه دې هغه چاته ثابته کړي چې نه غواړي ښځینه قشر په طبي زده کړو کې تحصیل ته ادامه ورکړي.

د طالبانو سلاکار، فاروق اعظم:ښځینه ډاکترانې دې کونړ ته لاړې شي او خپل همت دې هغه چاته وښایي چې د زده کړو مخالفت کوي

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم ویلي، ښځینه روغتیاپالان دې عاجل د کونړ زلزله‌ځپلو سره د مرستې لپاره ورشي.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ښځینه ډاکټرانو شتون د ټپي ښځو د درملنې لپاره اړین دی او دا کار به نه یوازې پر وخت انساني مرسته وي، بلکې په ټولنه کې به د ښځې د تعلیم عملي اهمیت هم وښيي.

فاروق اعظم ټینګار کړی، دا به هغو کسانو ته هم یو عیني درس وي چې د ښځو زده‌کړې بې‌ګټې ګڼي.

هغه د امام غزالي رحمه الله خبره راخیستې چې «د طب علم پر اسلامي ټولنه فرض دی» او پوښتنه یې کړې چې ایا زموږ تعلیم‌یافته ښځې د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي که نه

معصوم ستانکزی:د نجونو پر تعلیم بندیز د طالبانو له لوري یو بحران زېږوونکی سیاست دی

د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی وایي، وروستۍ زلزلې وښوده چې د طالبانو حکومت له لوري د عصري زده کړو او د نجونو د تعلیم د بندیز سیاست بحران زېږوونکی دی او د شریعت له اساسي اصولو سره په ټکر کې دی.

نوموړی وایي، اوس پوښتنه دا ده چې څوک به بې‌ګناه ښځو او نجونو سره اساسي مرسته وکړي.

ستانکزی ټینګار کوي چې د خلکو یووالی د مثبت بدلون لپاره ستر قوت دی.

ګلبدین حکمتیار:د ټرمپ لخوا د غزې ولس ته ګواښ ظالمانه دی او د سپینې ماڼۍ د نقش څرګندونه کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د غزې ولس ته ګواښ نه يوازې ظالمانه دی، بلکې دا هم څرګندوي چې په غزه کې روانې وژنې او جنايتونه د سپينې ماڼۍ په اراده ترسره شوي دي.

حکمتیار زياته کړې چې د چين پوځي ځواک نندارې د امريکا سپینه ماڼۍ اندېښمنه کړې او که امریکا زړورتیا لري، له چین او روسیې سره دې زورآزمايي وکړي، نه له افغانستان او د غزې په څېر مظلومو سره.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ حماس ته ګوتڅنډنه کې ویلي که مو اسراییل سره د توافق او سولې چانس له لاسه ورکړ د جهنم دروازې به مو پر مخ پرانیزو.

د اوکراین ولسمشر؛روسیې ته د تګ لپاره د پوتین بلنه رد کړه

0

‏د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یو ځل بیا د روسیې پلازمېنې مسکو ته د سفر بلنه رد کړه او ویې ویل، نه شي کولای په داسې حال کې چې هېواد یې هره ورځ د روسي توغندیو هدف ګرځي، د مذاکرې لپاره مسکو ته ولاړ شي.

زلنسکي ټینګار وکړ چې که ولادیمیر پوتین د خبرو اراده لري، باید کییف ته لاړ شي.

هغه مسکو «د ترهګرۍ پلازمېنه» وبلله او څرګنده یې کړه چې چمتو نه دی د خبرو لپاره هغه ځای ته سفر وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې پوتین ویلي وو د زلنسکي سره مستقیمې خبرې هیڅکله منتفي نه دي، خو هغه دې مسکو ته راشي.

رویټرز:امریکا د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو ته د بیړنیو مرستو د اعلان په اړه څه نه دي ویلي

0

نږدې یوه اوونۍ وروسته له هغې چې د افغانستان ختیځ کې زلزلې له دوو زرو ډېر کسان ووژل او لسګونه زره یې بې کوره کړل، د امریکا حکومت تر اوسه د بیړنیو مرستو د اعلان لومړی ګام نه دی پورته کړی.

رویټرز د سرچینو په حواله ویلي، معلومه نه ده چې واشنګټن به د مرستې نیت ولري که نه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوازې د زلزلې له امله خواشیني څرګنده کړې؛ خو تر اوسه یې د بشري مرستو اعلان نه دی کړی.

بل لورته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت د افغانانو د روغتیا او تغذیې اساسي خدمتونه له ګواښ سره مخ کړي.

په ورته وخت کې روسیه، هند، ترکیه، جاپان، قطر، اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو د زلزله‌ځپلو لپاره لومړنۍ مرستې لېږلې دي.

د طالبانو حکومت بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ناورین ځپلو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرستې زیاتې کړي.