شنبه, مې 2, 2026
Home Blog Page 341

امیر خان متقي؛د متحده عربي اماراتو د سفیر سره کتلي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو له تلونکي سفیر عیسی سالم محمد الظاهري سره تودیعي لیدنه کړې.

متقي د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي او مثبتې وبللې او د سفیر د ماموریت هڅې یې وستایلې.

نوموړي هیله وښوده چې اړیکې به په راتلونکي کې لا پیاوړې شي.

د اماراتو سفیر د افغانستان او اماراتو اړیکې دوستانه وبللې او ویلي يي دي چې دوه اړخیزه همکاري به تلپاتې وي.

یحیئل لایتر:د حماس خلاصون نشته، بیا بیا یې هم هدف ګرځوو

0

په امریکا کې د اسرایل سفیر یحییئل لایتر د فاکس‌نیوز سره په مرکه کې ویلي چې اسرایل به د حماس پر اهدافو بریدونه روان وساتي.

نوموړي ویلي، که د دوحې په وروستي برید کې ځینې موخې له لاسه ورکړل شوې وي، بل ځل به ورته ورسیږي.

لایتر زیاته کړې چې حماس د اسرایل لخوا خبرداری ترلاسه کړی دی.

هغه د امریکا او اسرایل ترمنځ د نږدې همکارۍ په اړه هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دواړه هېوادونه به د سیمه‌ییزو ګواښونو پر وړاندې خپل ګډ فعالیتونه جاري وساتي.

په ورته وخت کې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دوحې په برید کې د اسرایل د عمل پر څرنګوالي خوښ نه دی.

ګلبدین حکمتیار:عرب هیوادونه دې له امریکا سره په اړیکو بیاځلې غور وکړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي په قطر کې د حماس په دفتر برید د امریکا له موافقې پرته ناشونې دی.

ښاغلي حکمتیار ویلي که امریکا موافق نه وای نو څنګه یې په امریکایي پوځي اډې ایراني توغندي شنډ کړل؟

د حزب اسلامي امیر ویلي، واشنګټن نه یوازې دا برید ونه وغنده، بلکې ملاتړ یې وکړ.

حکمتیار زیاته کړه: «نه امریکایي اډې د قطر خپلواکي خوندي کړه، نه یې د فضایي حریم دفاع کړې، او نه یې د بهرني یرغل مخه نیولې ده.»

نوموړي پر عربي هېوادونو غږ کړی چې له امریکا سره خپلې اړیکې له سره وارزوي او په ګډه د امریکایي اډو ایستلو پرېکړه وکړي.

ننګرهار، رودات؛ یو تن خپل ورور او وراره په ډزو وژلي

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکیت پر سر د کورنۍ شخړې له امله دوه تنه وژل شوي.

د یاد ولایت د طالبانو رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، چې په غلجيانو کلي کې یو کس خپل ورور او وراره په ډزو وژلي او له سیمې تښتېدلی دی.

مسؤلین زیاتوي، یادې کورنۍ د ستونزې د حل په موخه محکمې ته ورغوښتل شوې وه، خو تر حاضرېدو وړاندې یې فزیکي شخړه کړې چې په پایله کې یې دغه پېښه رامنځته شوې.

عمران خان علي ګنډاپور ته:د ګوند په استازولۍ د افغان طالبانو سره د سولې خبرې اترو لپاره کابل ته لاړ شه

0

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان له زندان نه د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ته ویلي چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو لپاره کابل ته سفر وکړي.

د تحریک انصاف مشر د پاکستان پوځي مشر د “لنډ نظره پالیسیو” تعقیبولو او د ګوند سره د سولې هڅو د سبوتاژ کولو په تور تورن کړ.

د افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو امر د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان په رسمي ټویټر اکاونټ کې خپور شوی دی.

د افغان طالبانو سره د خبرو اترو د رهبري کولو لپاره د ګنډاپور هڅولو سره، عمران خان پښتونخوا ایالت ګورنر په هغه رول کې اچولی چې په دودیز ډول د پاکستان په فدرالي حکومت کې د ځایی چارواکو لپاره ساتل شوی و.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د پي ټي آی یو له هغو محدودو چارواکو څخه دی چې په فدرالي حکومت کې یې مقام ساتلی دی.

د ګوند ډیری چارواکي د پاکستان حکومت لخوا نیول شوي او بندیان شوي دي.

پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې د عمران خان لخوا د ګنډاپور لپاره د افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو امر “د یو لوی سیاسي او ډیپلوماتیک بدلون” استازیتوب کوي.

اپل؛خپل نوی آیفون ۱۷، ایرپادز پرو ۳ او پرمختللې سمارټ واچونه معرفي کړل

0

اپل خپل نوی آیفون ۱۷ ایر معرفي کړ، چې تر ټولو نری موبایل دی (۵.۶ میلی‌متر ضخامت) او قیمت یې ۹۹۹ ډالر دی.

دا موبایل ۶.۳ انچه ۱۲۰ هرتزه سکرین، د ای۱۹ چپ، لږترلږه ۲۵۶ ګیګابایټ حافظه، ۴۸ میګاپیکسله اصلي کیمره او پرمختللې سلفي کیمره لري.

اپل همدارنګه آیفون ۱۷ پرو او پرو مکس هم وړاندې کړي چې پرو مکس یې تر دوه ټرا بایټه حافظه لري.

دا موبایل د یوځای شوي المونیم بدن، نوې ډیزاین، ای۱۹پرو چپ، د مایع یخولو سیستم او درې لینزه لرونکې ۴۸ میګاپیکسله کیمره لري، چې د غوره فعالیت او کیفیت څرګندونه کوي.

د ټکنالوژۍ نورې نوې وسیلې هم معرفي شوي، چې پکې ایرپادز پرو ۳ او د سمارټ واچونو نوې لړۍ شامل دي.

ایرپادز پرو ۳ کوچنی ډیزاین، پیاوړی شور کمونکی سیستم، ژوندۍ ژباړه او د زړه ضربان سینسر لري، بیټرۍ یې ۸ ساعته دوام کوي او قیمت یې ۲۴۹ ډالر دی.

د سمارټ واچونو نوې لړۍ کې سری ۱۱، SE3 او Ultra 3 شامل دي چې د وینې فشار خبرداری، ماهواري اړیکه او پرمختللې ځانګړتیاوې وړاندې کوي.

پولنډ؛په لومړي ځل روسیې پوځې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي

0

پولنډ وایي د روسیې هغه بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې چې د دوي خاورې ته اوښتې وې.

دا لومړي ځل دی چې پولنډ په خپله خاوره کې روسیې پوځي بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.

رویټرز خبري اژانس د پولنډ د پوځي چارواکو له قوله ویلي چې ځواکونو یې هغه روسېې بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي چې د اوکراین په لویدیځ کې یې د سرحدي نقطې د برید هڅه کوله.

ډونالډ ټرمپ:په قطر برید د نتانیاهو خپله پرېکړه وه، زه پکې لاس نه لرم

0

د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د اسراییل لخوا په دوحې د وروستي برید په اړه ویلي، چې دا حمله د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو، په پرېکړه ترسره شوې او امریکا په کې هېڅ رول نه لري.

ټرمپ زیاته کړې، قطر د امریکا نږدې متحد دی او د سولې په منځګړتوب کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.

هغه ویلي، دغه بمبار د امریکا او اسراییل د ګټو سره سمون نه خوري.

که څه هم ټرمپ د دې برید په اړه ناخوښه دی، خو د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت په وینا د حماس له منځه وړل د اسرایل مشروع حق دی.

د طالبانو عدلیې وزارت:د تېر کال په پرتله د کورونو تر ۱۰سلنې زیاته کرایه اخیستونکو سره به قانوني چلند کېږي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت، امنیه، استخبارات، ښاروالۍ او نورو ادارو په ګډه کمېټه کې د ساحوي نظارت ټیمونه جوړ کړي ترڅو د کرایې د زیاتوالي مخنیوی وشي.

د یاد وزارت ویاند قاري برکت الله ویلي چې د استوګنیزو کورونو مالکین د ۱۴۰۳ کال په پرتله تر ۱۰ سلنې زیاته کرایه نه شي اخیستلی، او هر ډول غیر رسمي قراردادونه، لکه سپین کاغذ یا خپل‌سر جوړ شوي اسناد، به د اعتبار وړ نه ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د کمېټې په مرکز او ولایتونو کې جدي څارنه کېږي او سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

امر الله صالح:په افغانستان کې د روانې بدبختۍ او محرومیت مسول قطر دی

‏د افغانستان د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د ۲۰۲۰ کال د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال د افغانستان ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر سره په لیدنه کې پر طالبانو د دغه هېواد د کوربه‌توب سخت اعتراض کړی و.

صالح په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې ولسمشر غني له امیر څخه پوښتنه وکړه: «تاسو طالبانو ته پناه ورکړې ده او هغوی هره ورځ زموږ د خلکو د وژنې پلانونه جوړوي.» د قطر امیر ورته په ځواب کې ویلي: «موږ یوازې د دوی استوګنلو ته اجازه ورکړې ده، خو ټول لګښتونه او چارې یې د CIA په مدیریت دي؛ که امریکا وغواړي، زه یې سبا وباسم.»

د ده په وینا، د ۲۰۱۳ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د قطر لپاره نړیوالو قوانینو هېڅ معنا نه لرله، خو نن چې د نړیوالو اصولو خبره کوي، پوښتنه راپورته کېږي چې ایا نړیوال قوانین یوازې د بډایو لپاره دي او که افغانستان هم ترې برخه لري!.

صالح ټینګار کړی، چې د دوحې پروسه د طالبانو د واکمنېدو، د افغانستان د ښځو د نیمایي ټولنې د غلامۍ، او د میلیونو افغانانو د بې‌کوره کېدو او کړاو اصلي لامل و.