پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeافغانستانسویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۹۵ میلیونه ډالر...

سویس د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۹۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د ۱.۵ میلیونه سویسي فرانکو چې شاوخوا ۱.۹۵ میلیونه امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا د سویس له دې مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مالي ملاتړ به هغو افغانانو ته د مرستو رسولو په بهیر کې ولګول شي چې ژوند یې د بېلابېلو بحرانونو او ناڅاپي پېښو له امله اغېزمن شوی دی.

د یادې ادارې په وینا، د سویس دوامداره ملاتړ د اړتیا لرونکو خلکو لپاره د هیلې او مرستې زمینه برابروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here