پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 337

عباس عراقچي ډونالډ ټرمپ ته:د جون تېروتنه بیا مه تکراروئ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې تېروتنه دې بیا تکرار نه کړي، ځکه د ناکامو تجربو پایله تل یوه وي.

نوموړي ویلي، که امریکا یو ځل بیا هماغه ناکامه لاره خپله کړي؛ نو پایله به یې خطرناکه وي، او ایران به د هر ډول بهرني اقدام پر وړاندې غبرګون وښيي.

عباس عراقچي فاکس‌نيوز ته ويلي، هیواد کې وضعیت عادی دی او حکومت د حالاتو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر د ایران دننه د معترضینو د ملاتړ او د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې کړې وې.

د ایران حکومت دا ډول څرګندونې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.

بریتانیا: تهران کې مو خپل سفارتي چارې وځنډولې

0

پولیتیکو نشریې د بریتانیا د حکومت د ویاند له قوله راپور ورکړی چې د بریتانیا سفارت په تهران کې په موقت ډول تړل شوی او دا مهال یې چارې په انلاین ډول پر مخ وړل کېږي.

د راپور له مخې، دغه پرېکړه په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو له امله شوې ده.

د بریتانیا حکومت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې تر بل اعلان پورې ایران ته د هر ډول سفر څخه ډډه وکړي.

بریتانیا همداراز خبرداری ورکړی چې بریتانیايي وګړي او دوه‌تابعیته بریتانیايي–ایراني کسان د نیول کېدو، پوښتنو ګروېږنو او زنداني کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.

د بریتانیا حکومت وایي، یوازې د بریتانیايي پاسپورټ لرل یا له بریتانیا سره هر ډول اړیکه لرل کولای شي د ایراني چارواکو له‌خوا د نیول کېدو لامل شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې وضعیت له نږدې څاري او د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه پورته کړي.

ډونالډ ټرمپ:ایراني چارواکو ډاډ راکړی چې وژنې درېدلې او د اعدام لپاره هیڅ پلان نشته

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایراني چارواکو هغه ته ډاډ ورکړی چې په ایران کې د اعتراض کوونکو پر ضد د وژنو لړۍ درېدلې او دا مهال د نیول شویو کسانو د اعدام لپاره کوم رسمي پلان نشته.

نوموړي ویلي، واشنګټن د ایران وضعیت له نږدې څاري او که چیرې د اعتراض کوونکو پر ضد اعدامونه ترسره شي، امریکا به پرې جدي غبرګون وښيي.

بلخوا، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې سره له دې ډاډګیرنو، بیا هم د ایران قضايي بنسټونه د چټکو محاکمو احتمال نه ردوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې رویټرز د لوړ پوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د امریکا نظامي مداخله په ایران کې امکان لري په ۲۴ ساعتونو کې ترسره شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:د ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران له ولس سره خواخوږي د ایران تېل او د صهیونستانو حاکمیت دی

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د ایران له ولس سره د څرګندې شوې خواخوږۍ په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د ټرمپ خواخوږي نه له مسلمانانو سره ده او نه هم له ایراني ولس سره، بلکې د هغه اصلي موخه د ایران تېل او د صهیونستانو حاکمیت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ټرمپ اوس د بشري خواخوږۍ خبرې کوي، حال دا چې د ده د ملاتړ له امله په تېرو دوو کلونو کې په فلسطین کې شاوخوا ۶۷ زره ښځې او ماشومان د بمبارۍ له امله ټوټې ټوټې شوي او دا ظلم لا هم روان دی.

رويټرز:امکان لري ۲۴ساعتونو کې به پر ایران د امریکا نظامې برید ترسره شي

0

رویټرز د لوړ پوړو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د امریکا نظامي مداخله په ایران کې امکان لري په ۲۴ ساعتونو کې ترسره شي.

دا په داسې مهال کې ده چې نن د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو الوتکه او کورنۍ یې د اسرائیلو له فضا څخه وتي او یو نامعلوم لوري ته تللي.

همدارنګه راپورونه وایي په قطر کې د العدید هوایي اډه هم د امریکایي ځواکونو لخوا تشه شوې

رویټرز ته درې ډیپلوماتانو ویلي چې ځینې ځواکونو اډه پرېښي، خو د پراخو انتقالاتو نښې نښانې نه ښکاري، چې دا د تېر کال د انسجامي حرکتونو سره توپیر لري.

د افغان لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو کپټان:شاه پور ځدراڼ ناروغ دی، دعاوې ورته وکړئ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ویلي چې د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدراڼ پوښتنې ته ورغلی و.

هغه ویلي چې شاپور ځدراڼ ناروغ دی او د هغه د ژر تر ژره ښه کیدو هیله یې څرګنده کړې.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې د شاپور ځدراڼ د روغتیا لپاره دعا وکړي.

د یادونې ده چې ډېری خلکو د کرکټ بورډ له ادارې غوښتي چې شاپور ځدراڼ ته هند ته د تلو زمینه برابره کړي تر څو هلته یې درملنه وشي.

عباس عراقچي:اسراییل هڅه کوي امریکا جګړې ته راکاږي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، اسراییل تل هڅه کړې چې امریکا د خپلو جګړو لپاره ښکېله کړي؛ خو دا ځل یې په ښکاره ډول دا موضوع څرګنده کړې ده.

عراقچي ویلي، په داسې حال کې چې د ایران په ښارونو کې وینه تویېږي، اسراییلي لوري په ښکاره ډول ادعا کړې چې معترضان یې په ژوندیو وسلو سمبال کړي او دا یې د سلګونه کسانو د وژل کېدو اصلي لامل بللی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د دغو څرګندونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید ښه پوه شي چې د وژنو د درولو لپاره اصلي سرچینه او لوری کوم دی.

علي شمخاني:امریکا باید د ایران د توغندیو په اړه هم فکر وکړي

0

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌اي سیاسي مشاور، علي شمخاني، د امریکا پر هغو څرګندونو غبرګون ښودلی چې په کې د ایران د اټومي تاسیساتو پر بریدونو تاکيد شوی دی.

شمخاني ویلي، امریکا باید د ایران د دفاعي وړتیاوو او د هر ډول تجاوز پر وړاندې د غبرګون وړتیا ته هم پاملرنه وکړي.

نوموړي ویلي، امریکا د دې پرځای چې د ایران په پرځولو فکر وکړي، بهتره به وي چې د ایراني توغندیو لخوا ویشتل شوې د قطر د العدید پوځي اډې په اړه هم فکر وکړي.

هغه په څرګنده توګه ټینګار کړی چې ایران د خپلواکۍ او ملي امنیت د ساتنې لپاره چمتو دی او د هر ډول بهرني تجاوز په صورت کې به جدي او عملي ځواب ورکړي.

مارک لوین:د ایران حکومت له سختې کمزورۍ سره مخ دی او همدا د پوځي بریدونو وخت دی

0

امریکايي محافظه‌کار خبریال او شنونکی مارک لوین، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د مشورتي پلاوي پخوانی غړی هم دی، پر ټولنیزې شبکې ایکس لیکلي چې د ایران حکومت له سختې کمزورۍ سره مخ دی او پر وړاندې یې قاطع پوځي بریدونه کولای شي پوځ د علي خامنه‌ای او اسلامي حکومت له ملاتړه لاس واخلي.

لوین ویلي چې د اقدام وخت همدا اوس دی او خبرداری یې ورکړی: «که هېڅ اقدام ونه شي، وضعیت به لا پسې خراب شي.»

په همدې حال کې، واشنګټن‌پست د دوو اروپایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې امریکا له اروپایي هېوادونو غوښتي د ایران دننه د احتمالي هدفونو په اړه معلومات شریک کړي.

د راپور له مخې، ښايي هغه چارواکي او ځواکونه په نښه شي چې د معترضانو په ځپلو او وژنو کې ښکېل دي.

بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران معترضانو ته په خطاب کې ویلي:«ایراني وطن‌پالو، خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړئ، مرسته په لاره ده.»

ډونالډ ټرمپ:امریکا د ملي امنیت لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري، که موږ یې وانخلو روسیه یا چین به یې ونیسي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالات د خپل ملي امنیت د تضمین لپاره ګرینلنډ ته جدي اړتیا لري او ټینګار یې کړی، که واشنګټن دا سیمه تر خپل نفوذ لاندې رانولي، نو روسیه یا چین به دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

ټرمپ په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې ګرینلنډ د امریکا له‌خوا د جوړېدونکي «ګولډن ډوم» دفاعي ستراتیژۍ لپاره حیاتي ارزښت لري.

نوموړي ویلي، ناټو باید د دې بهیر مشري وکړي څو ګرینلنډ د امریکا تر واک لاندې راشي.

هغه زیاته کړه، چې له پوځي پلوه ناټو د متحده ایالاتو له ځواک پرته اغېزناک مخنیوی کوونکی ځواک نه شي کېدای، او دا ځواک د ده په خبره د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال پیاوړی شوی او اوس یې لا لوړې کچې ته رسوي.

نوموړي ویلي، چې د ګرینلنډ د امریکا تر واک لاندې کېدل به ناټو لا پیاوړې او اغېزمنه کړي، او لیکلي یې دي: «له دې کم هیڅ هم د منلو وړ نه دي.»