سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 335

حامد کرزی:یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستو غوښتنه کوم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستو غوښتنه کړې.

هغه د ښوونکو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د افغانانو ویاړونه د دوی د هڅو پایله ده.

د یادونې ده، چې نن د ښوونکي ورځ په داسې حال کې را رسیږي، چې افغانستان کې لاهم له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد:په کندهار کې د والیانو او ولسوالانو درې ورځنی سمینار پیل شو

د طالبانو حکومت له لوري په کندهار کې د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره درې ورځېنی سمینار جوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې سمینار کې د هغوی د کاري استقامت، د قوانینو د ښه تطبیق او د خلکو سره د ښه چلند پر اهمیت معلومات ورکول کیږي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ګلګت بلتستان؛نامعلومو کسانو د اهل سنت والجماعت پر مشر برید کړی

په ګلګت کې د اهل سنت والجماعت د ګلګت-بلتستان مشر مولانا قاضي نثار احمد او د هغه ساتونکی د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې ټپیان شوي دي.

برید د نگر کالونۍ په سیمه کې پر موټر شوی.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات روان دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

عبدالمتین قانع:د شپې تر نهو بجو وروسته د پټاقیو کارول منع دي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې وزارت د یوې پرېکړې له مخې خلکو ته اجازه ورکړې، څو د خوښۍ د نمانځلو پر مهال تر ماښام ۸ یا ۹ بجو پورې په محدود ډول پټاقۍ وکاروي.

قانع له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې چې له دې وخت وروسته د پټاقیو کارول منع دي، او هغه کسان چې دا اصول مات کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

ملګري ملتونه:نړیواله ټولنه دې د افغانستان په ښاري زیربناوو کې پانګونه وکړي

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یوان‌هابیتات) ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښارونو په بنسټیزو زیربناوو او اساسي خدمتونو کې پانګونه وکړي.

دغه څرګندونې د نړېوال د استوګنې د ورځې له لمانځلو مخکې شوې دي.

یوان‌هابیتات ویلي، د افغان کډوالو د ستنېدونکو شمېر په ښارونو کې په چټکۍ سره زیات شوی، چې د ښاري خدمتونو پر ظرفیتونو یې فشار راوستی دی.

یاد سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاري زیربناوو پراختیا به د افغانستان ښارونه د نفوسو له بدلونونو سره لا مقاوم کړي، د خدمتونو ظرفیت به لوړ کړي او د دوامدار پرمختګ زمینه به برابره کړي.

امیرخان متقي؛د هند له لوړپوړو چارواکو سره به د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې هند ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس. جې شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري.

د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتونو کچې ته د اړیکو د لوړولو او د قونسلګري خدماتو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشي.

سوریه؛د نوې دورې پارلماني ټاکنې نن پیل شوې

0

د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د نظام له نسکورېدو وروسته، د دغه هېواد د پارلمان د نویو استازو ټاکنو لپاره نن د ټاکنو کمېسیونونه راټول شوي دي.

د ولسمشر احمد شرع په مشرۍ، چې د تېر دسمبر په میاشت کې واک ته رسېدلی، دغه ټاکنې د جګړې او بې‌ثباتۍ له اوږدې دورې وروسته د ده د واک د ټینګېدو مهمه ازموینه بلل کېږي.

په ټاکنو کې شاوخوا ۶۰۰۰ استازي د سیمو له لارې په غیرمستقیم ډول رایه ورکوي، چې د ورځې له ۹ بجو پیل او د مازیګر تر ۵ بجو دوام کوي.

له ۲۱۰ پارلماني چوکیو څخه دوه پر درې به د رایې له لارې ډکې شي، خو وروستۍ یو پر درې برخه به خپله ولسمشر وټاکي.

چارواکي وايي، د جګړې او د خلکو د بې‌ځایه کېدو له امله د عمومي رایې ورکونې پر ځای دغه سیستم غوره شوی؛ خو منتقدان دا ټاکنې نیمګړې بولي.

د ډونالډ ټرمپ له خبرو سربېره؛اسراییلو په غزه کې په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژلي

0

نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې په غزه کې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سیمه‌ییزو روغتیايي چارواکو په وینا دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي، هغه مهال چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې وه چې بمبارۍ ودروي.

ټرمپ په خپل تروت سوشال پاڼه کې ویلي، اسراییل د غزې د جګړې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او ژر به اوربند عملي شي.

ټاکل شوې چې د اوربند رسمي خبرې راتلونکې اونۍ په مصر کې پیل شي.

د اسراییل ولسمشر نتنیاهو ته:د ټرمپ طرحه ژر تر ژره عملي کړه، تر څو یرغمل شوي اسراییل کورونو ته ستانه شي

0

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوک له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندیز شوې طرحه ژر تر ژره عملي کړي.

هغه په خپل اېکس پوسټ کې لیکلي، چې باید په هره ممکنه لار دغه طرحه پر مخ یوړل شي څو د اسراییلو یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي.

هرتزوک ویلي، اسراییل د فرصت په یوه مهمه شیبه کې دی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه ګام به د منځني ختیځ اړیکې او کورني سیاست ته مثبت بدلون راولي.

د بښنې نړۍوال سازمان:طالبان دې د خبریال مهدي انصاري تخریبي کمپاین ودروي او ژر تر ژره دې هغه خوشې کړي

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د بندي خبریال مهدي انصاري پر ضد تخریبي کمپاین ودروي او هغه بې‌له قید و شرطه خوشې کړي.

دغه سازمان ویلي، د طالبانو عدلي نظام په تېرو څلورو کلونو کې د منتقدینو او خبریالانو د ځپلو وسیله ګرځېدلې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د طالبانو حکومت اړوند پاڼو د مهدي انصاري جبري اعتراف خپور کړ، چې په کې هغه د «رژیم پر ضد د تبلیغ» په تور نیول شوی ښودل کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، انصاري له ناعادلانه محاکمې وروسته بندي شوی او طالبانو له زور او ګواښ څخه د اعتراف اخیستو لپاره استفاده کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې باید نوموړي ته د درملنې، مدافع وکیل او له کورنۍ سره د ملاقات حق ورکړل شي او هېڅ خبریال باید د خپل مسلکي کار له امله زنداني نه شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د انصاري جبري اعتراف خپرول غندلي او دا یې د عادلانه محاکمې له اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.