پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 326

روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر:کابل غواړي له روسیې تېل او ګاز وپېري

په روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر ګل حسن حسن ویلي چې کابل لېواله دی له مسکو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د اړتیا وړ انرژي له روسیې څخه ترلاسه کړي.

نوموړي د روسیې له دولتي ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې څرګنده کړې چې افغانستان د تېلو او ګازو د پېر لپاره چمتو دی؛ خو دا به هغه وخت عملي شي چې پر ځینو محدودیتونو، په ځانګړي ډول پر بانکي بندیزونو، نرمښت راوستل شي.

د سفیر په وینا، د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې افغانستان کولای شي له روسیې څخه نه یوازې تېل او ګاز، بلکې درمل، صنعتي وسایل، غله‌جات، غوړي او نور اړین توکي هم وارد کړي.

حسن همداراز ویلي چې افغانستان د صادراتو په برخه کې روسیې ته د وچو او تازه مېوو، سبزیجاتو، طبي بوټو، افغاني غالیو او کاني موادو د لېږد وړتیا لري.

سفیر زیاته کړې چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه هڅې روانې دي، څو په نږدې راتلونکي کې په مسکو کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو یو ځانګړی نندارتون هم جوړ شي، تر څو روسي بازار ته د افغان توکو د ورپېژندلو زمینه برابره شي.

زلمی خلیلزاد:بلوچستان او خیبرپښتونخوا له ژور کړکېچ سره مخ دي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په بلوچستان کې روان وضعیت خواشینوونکی او د جدي اندېښنې وړ دی؛ هلته د بلوڅ وسله‌والو بریدونه او د پاکستاني امنیتي ځواکونو عملیات په یو وخت کې دوام لري.

خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکلي چې خیبرپښتونخوا هم له سخت کړکېچ سره مخ ده او د پاکستان تر ټولو محبوب سیاسي مشر، پخوانی لومړی وزیر عمران خان لا هم د جعلي تورونو پر بنسټ په زندان کې او په یوازې خونه کې ساتل کېږي.

نوموړي د پاکستان د واکمنو بنسټونو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه بنسټونه ډېر سخت‌دریځه او سرسخت دي او له بهر څخه داسې ښکاري چې خپله یې ځان یو بن‌بست ته رسولی دی.

د هغه په وینا، لکه څنګه چې متل دی: «که په کنده کې ولوېدې، کیندل بند کړه.»

خلیلزاد زیاته کړې چې د پاکستان بنسټونه به هغه وخت ګټه وکړي که د بېلابېلو څانګو تکړه پاکستاني شنونکو ته اجازه ورکړي څو د هېواد داخلي ناورینونه په بې‌طرفه ډول وڅېړي او د سیاسي لارو په ګډون عملي حل‌لارې وړاندیز کړي.

هغه پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان واکمن بنسټونه به دومره زړورتیا وښيي او دا ګام به واخلي؟ او په پای کې یې ویلي: «د پاکستان د ګټې لپاره، زه هیله لرم چې همداسې وشي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت د غځولو پرېکړه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې د روانې فبرورۍ په میاشت کې به د افغانستان د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې سره د همکارې څار ډلې د ماموریت د تمدید په اړه د پرېکړې مسوده رایې ته وړاندې شي.

د یادې څار ډلې اوسنی ماموریت د فبرورۍ پر ۱۷مه پای ته رسېږي او ټاکل شوې ده چې غړي هېوادونه د دې د دوام یا بدلون په اړه خپل نظر ورکړي.

د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټه هغه اشخاص او جوړښتونه تر څار لاندې لري چې د طالبانو حکومت سره تړاو لري، او پر هغوی د شتمنیو کنګل، د سفر محدودیتونه او د وسلو د لېږد بندیزونه عملي کوي.

ډونالډ ټرمپ:د هند پر توکو مو تعرفه راکمه کړه، نوی ډیلي به له روسیې د تېلو واردات بند کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن د هند پر وارداتي توکو لګېدونکې تعرفه له ۵۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمه کړې ده.

د هغه په وینا، دا پرېکړه د هند له لوري له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د بندولو په بدل کې شوې ده.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د هند له لومړي وزیر نرندرا مودي سره یې ټلیفوني خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، مودي ورسره ژمنه کړې چې هند به له امریکا څخه د انرژۍ واردات د پام وړ زیات کړي او د نفتو او ډبرو سکرو د پېر کچه به تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو پورې ورسوي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې، هند به د امریکا پر توکو ټولې تعرفې صفر ته راکمې کړي، څو دوه اړخیزه سوداګري لا پراخه شي.

ولادیمیر زلنسکي:د ایراني رژیم وسلې زموږ پر خلکو وازمویل شوې

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، ټوله نړۍ د ایران د رژیم د کړنو شاهده ده او دا رژیم په پراخه کچه د جګړې او تاوتریخوالي د پراخولو لپاره خپلې مالي سرچینې کاروي.

زلنسکي پر خپله ایکس پاڼه د یو فارسي متن په خپرولو لیکلي، اوکراین به هېڅکله هغه زرګونه «شاهد» ډرونونه هېر نه کړي چې د ایران له لوري چمتو شوي او د اوکرایني ښارونو او ملکي وګړو پر وړاندې کارول شوي دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې اروپايي ټولنه د سپاه پاسداران د ترهګریز سازمان په توګه د پېژندلو پر لور روانه ده، او دا بهیر حقوقي پړاو ته داخل شوی دی.

زلنسکي ټینګار وکړ چې اوکراین لا دمخه سپاه پاسداران ترهګریز اعلان کړی او د هغه په وینا: «د نړۍ ټول ترهګر د یو شان سزا وړ دي او هېڅ یو یې باید بریالی نه شي.»

رویټرز:د امریکا احتمالي برید د ایران د نظام د ړنګېدو ویره زیاته کړې

0

رویټرز د ایران د شپږو اوسنیو او پخوانیو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ایران چارواکي اندېښمن دي، که امریکا احتمالي پوځي برید وکړي، ښايي د هغوی پر واک کنټرول کمزوری شي او قهرېدلي خلک یو ځل بیا کوڅو ته راووځي.

د راپور له مخې، په لوړو کچو غونډو کې چارواکو علي خامنه‌ای ته ویلي چې عامه غوسه داسې مرحلې ته رسېدلې چې ویره نور د خلکو د مهارولو وسیله نه ده، او ډېر ایرانیان چمتو دي چې یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ودریږي.

همدارنګه خبرداری ورکړل شوی چې بهرنی فشار، لکه د امریکا محدود برید، کولی شي خلک لا ډېر وهڅوي او سیاسي جوړښت ته نه جبرانېدونکی زیان ورسوي.

یو ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي:
«که برید د خلکو له اعتراضونو سره یوځای شي، ښايي د نظام د ړنګېدو لامل شي. دا د لوړپوړو چارواکو تر ټولو ستره اندېښنه ده، او زموږ دښمنان همدا غواړي.»

اکسیوس:امریکايي او ایراني لوړپوړي چارواکي د اټومي تړون د بیا خبرو لپاره په استانبول کې سره ګوري

0

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ په استانبول کې سره وګوري، څو د اټومي تړون د ممکنه هوکړې د ترلاسه کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

اکسیوس ټینګار کړی چې د دې لیدنې پلان د ترکیې، مصر او قطر د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.

دا به د تېر کال د جون له ناکامو خبرو او ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته وي.

یوې بلې سرچینې اکسیوس ته ویلي چې د جمعې د غونډې ترسره کېدل تر ټولو ښه سناریو ګڼل کېږي؛ خو تر هغه چې ناسته عملي نه شي، هېڅ څه هم قطعي نه دي.

اکسیوس:د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی د نتانیاهو په غوښتنه اسراییل ته ځي او وروسته ترکیې ته سفر کوي

0

اکسیوس د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېتکاف به د دوشنبې په ورځ اسراییل ته سفر وکړي او د سې شنبې په ورځ به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره وګوري.

د دغه چارواکي په وینا، دا لیدنه د نتانیاهو په غوښتنه ترسره کېږي.

د راپور له مخې، وېتکاف به همداراز د اسراییل د پوځ له لوی درستیز ایال زمیر سره هم لیدنه ولري.

اکسیوس زیاته کړې چې وېتکاف به تر دې وروسته د روسیې او اوکراین ترمنځ د درې‌اړخیزو سولې خبرو کې د ګډون لپاره د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ابوظبي ته ولاړ شي، او له هغې وروسته به د عباس عراقچي سره د خبرو لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

عاصم افتخار احمد:له افغانستانه پر پاکستان وسله‌وال بریدونه د زغملو وړ نه دي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان سفیر، عاصم افتخار احمد، خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه پر پاکستان د وسله‌والو بریدونه د پام وړ زیات شوي او دا وضعیت یې د نه زغملو وړ بللی دی.

نوموړي د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې له افغان خاورې د فعالیت کوونکو وسله‌والو ډلو پر وړاندې یې اغېزمن ګامونه نه دي اخیستي.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد څو ځله د هغو شبکو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي چې د پاکستان د ادعا له مخې، له افغانستانه د بریدونو لپاره کار اخلي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالی زیات شوی او بلوڅ بېلتون‌پالو په وروستیو ورځو کې پرله‌پسې بریدونه کړي دي.

بل لورته د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې بلوچستان کې بریدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او پاکستان کې ترهګري یې ددې هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

افغاني غالۍ؛د استانبول نړۍوال نندارتون کې د غوره ډيزاین جایزه وګټله

افغاني غالۍ د ۲۰۲۶ کال د استانبول د نړۍوالو غالیو نندارتون کې د غوره ډيزاین لومړی مقام ترلاسه کړ.

د نندارتون په دې دوره کې له ۱۹ هېوادونو څخه غالۍ وړاندې شوې وې، چې افغاني غالۍ د خپل ځانګړي ډيزاین له امله لومړی مقام خپل کړی دی.

د کابل په یوې غونډه کې، د افغاني غالیو جوړونکو او صادروونکو ټولنې چارواکو ویلي، دا بریا د افغانستان ویاړ دی او د دې هېواد پخوانی فرهنګ یې په نړیوالو بازارونو کې مطرح کړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې حکومت او خصوصي سکټور به د صادراتو او د کاري زمینو د پراختیا لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.