دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 315

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت:د سیلابونو راوتلو احتمال زیات دی، خلک دې د سیندونو ښکته سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د سېلابونو د امکان په اړه خبرداری ورکړی دی.

د وزارت په وینا، د عقرب له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې په کابل، پنج‌آمو سیند او د هېواد په شمالي سیمو کې د اوبو د سطحې د لوړېدو او سېلاب د راتلو احتمال شته.

همدارنګه، په پروان، پنجشیر، کاپیسا، لغمان، کنړ، نورستان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنگان، بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب کې هم د سېلاب د احتمال خبر ورکړل شوی دی.

وزارت له خلکو غوښتي چې د سیندونو ښکته سیمو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بدخشان په ځینو ولسوالیو او سالنګونو کې تېره شپه واورې ورېدلې ده.

په اسلام‌اباد ستره محکمه کې چاودنه؛سرچینو د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړي دي

0

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد سترې محکمې کې چاودنه رامنځته شوې.

سرچینو ویلي، چې دغه چاودنه د سترې محکمې په ودانۍ کې شوې او د پراخې مرګ‌ژوبلې راپورونه هم لري.

د چاودنې د علت په اړه تر اوسه دقیق راپور نه دی ورکړل شوی.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې امنیتي او بیړني ټیمونه سیمې ته رسېدلي.

ولادیمیر زلنسکي:اوکراین به سږ کال برلین او کپنهاګ کې د وسلو د صادراتو او ګډ تولید دفترونه پرانیزي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي هېواد به یې سږکال په برلین او کپنهاګ کې د وسلو د صادراتو او ګډې تولیدي همکارۍ لپاره دفترونه پرانیزي.

د هغه په وینا، اوکراین د لویدیځ متحدانو په ملاتړ د دفاعي صنعت پراختیا چټکوي، څو د روسیې د یرغل پر ضد جګړه کې خپل امکانات پیاوړي کړي.

زلنسکي ویلي چې اوکراین به د سمندري ډرونونو او توپچي سیستمونو په ګډون ځینې وسلې صادرولی شي، څو د کورني تولید لپاره مالي سرچینې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې لا هم د جنګي الوتکو او هوايي دفاعي سیستمونو په برخه کې په متحدانو تکیه لري؛ خو د ډرونونو او توغندیو په جوړولو کې پرمختګ شوی.

اوکراین پلان لري چې د «فلامینګو» او «روتا» په نوم کورني توغندي د روان کال تر پایه په پراخه کچه تولید کړي.

الجزیره:اسرائيل تازه د اوربند له تړون سره سم پنځه فلسطیني بندیان خوشې کړي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې اسرائيلو د اوربند له تړون سره سم پنځه نامعلوم فلسطیني بندیان خوشې کړي دي.

دوی د دوشنبې په شپه ازاد شول او د طبي معاينې لپاره د غزې دیرالبلح ښار الاقصی روغتون ته ولېږدول شول، چېرې چې کورنۍ یې د لیدلو لپاره راټولې شوې وې.

په عین حال کې، د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې د سره صلیب له لارې یې د اسرائيلو لخوا د ۴۵ نورو فلسطینیانو جسدونه ترلاسه کړي، چې له دې سره د بېرته سپارل شويو جسدونو شمېر ۲۷۰ ته رسېدلی.

تر دې دمه ۷۸ جسدونه پېژندل شوي دي او ځايي چارواکي وايي ډېری جسدونه د شکنجې نښې لري.

الجزیره زیاتوي چې سره له اوربند، اسرائيلي پوځ په غزه کې حملې روانې ساتلي او د دوشنبې په ورځ د شمالي رفح په سیمه کې درې فلسطینیان د اسرائيلي پوځ په ډزو وژل شوي دي.

د غزې د حکومت د رسنیو دفتر وايي اسرائيلو تر اوسه ۱۲۵ ځله اوربند مات کړی، او اسرائيل بیا حماس پر اوربند د سرغړونې تور لګوي.

تورخم دروازه؛د څلورمې ورځ لپاره هم د افغان کډوالو پرمخ پرانیستې

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت اعلان کړی چې د تورخم دروازه به نن څلورمه پرله‌پسې ورځ هم یوازې د هغو افغانانو لپاره خلاصه وي چې پاکستان پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

د وزارت په وینا، تېر ماښام شاوخوا ۴۸۰۰ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

له دې سره، د تورخم په پوله لا هم سلګونه افغان کورنۍ د ستنېدو په تمه ناستې دي او د سختو شرایطو، بې‌سرپناهۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

آلمان؛احمدالشرع ته د بلنې ورکولو سره، د سوریایي پناه اخیستونکو پر پالیسۍ غور کړی

0

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس اعلان کړی چې هېواد به یې د هغو سوریایي پناه اخیستونکو د اخراج بهیر چټک کړي چې جرمونه یې کړي دي.

نوموړي ویلي، حکومت یې د دې پلان عملي کولو ته ژمن دی او دا پالیسي به په مشخص ډول پر مخ یوسي.

مرتس، چې د سوریې موقتي ولسمشر احمد الشرع ته د برلین د سفر بلنه ورکړې، ټینګار کړی چې د سوریې جګړه پای ته رسېدلې او نور د پناه اخیستنې لپاره دلیلونه ختم شوي.

د ده په وینا، آلمان غواړي د سوریې د ثبات په بهیر کې رول ولوبوي.

د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر به روانه میاشت واشنګټن ته سفر وکړي.

د پاکستان د پوځ ویاند:د طالبانو په تعهد شک لرو، ځکه اوربند هم لنډمهاله دی

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري وايي چې د طالبانو له لوري د امنیتي همکاریو لپاره وړاندې شوي شرطونه هېڅ اهمیت نه لري او اسلام‌اباد یوازې د ترهګرۍ پر له‌منځه وړلو تمرکز کوي.

هغه د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې باید د ټي‌ټي‌پي او نورو ډلو فعالیتونه مهار کړي او هغه بریدګر چې افغانستان ته تښتېدلي پاکستان ته وسپاري.

چوهدري ادعا کړې چې د طالبانو حکومت ځینې کسان د پاکستان پر ضد بریدونو کې ښکېل دي او د نشه‌يي توکو کارونو له لارې وسله‌والو ته لوی عاید ترلاسه کېږي.

هغه ویلي چې که څه هم د قطر او ترکیې په منځګړیتوب لنډمهاله اوربند شوی، خو پاکستان د طالبانو پر تعهد شک لري او پوځي عملیات به روان وي.

ګلبدین حکمتیار؛د زلزله ځپلو سره خواشیني څرګنده کړې او له حکومتي ادارو یې د مرستو غوښتنه کړې

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د شمالي ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي.

حکمتیار په خپل پیغام کې د زیانمنو کورنیو ته د روغتیا دعا کړې او هغوی سره یې خواشیني څرګنده کړې.

هغه له شتمنو افغانانو او حکومتي ادارو غوښتي، چې د خپلو مرستو او همکارۍ له لارې د مصیبت‌ځپلو خلکو دردونه او ستونزې راکمې کړي.

قطر؛د افغانستان له زلزله ځپلو سره د خواخوږې مراتب وړاندې کړي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له لارې د “افغانستان” طالبانو له حکومت او ولس سره د شمالي ولایتونو د زلزلې له امله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او د ټپیانو د ژر روغېدو هیله څرګنده شوې ده.

بنیامین نتنیاهو:اسرائیل د سیمې د بدلون سربیره خپله بڼه هم بدله کړې ده

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، هېواد یې د داسې لوی پوځ اړتیا لري چې د زېرمې ځواکونه یې بنسټ جوړ کړي.

نوموړي دا څرګندونې د پوځ د زېرمې له لوړپوړو افسرانو سره په ګډه ناسته کې کړي او ویلي یې دي چې، د حماس له یرغل وروسته په تېرو دوو کلونو کې په څو جبهاتو کې د ځمکنۍ جګړې مسؤلیت تر ډېره د همدې زېرمې ځواکونو پر غاړه و.

نتانیاهو ویلي، اسراییل د سیمې په بدلون سربېره، خپله بڼه هم بدله کړې ده.

د ده په وینا، اوس نور د مهار سیاست پای ته رسېدلی او د تلپاتې نوښت او اقدام مرحله پیل شوې ده.

هغه د زېرمې ځواکونو مېړانه ستایلې او ویلي یې دي: “تاسو یو ځل بیا د دښمن له اټکل سره برعکس ډګر ته حاضر شوئ. هغوی تېروتنه وکړه — نه یوازې زموږ په اړه، بلکې ستاسو په اړه هم.”