دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 311

کندهار؛سپین بولدک کې د پاکستان هاوان برید کې شپږ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

له کندهار څخه حکومتي سرچینو ویلي، چې نن مازیګر د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان په کلي کې د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوی هاوان پر یوه کور لګېدلی چې په نتیجه کې یې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

سرچینې وايي چې د همدې نښتې پر مهال د سپین بولدک–ښورابک پر سړک څلور نور ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په بریدونو کې یوازې ملکي خلک او ملکي تاسیسات په نښه شوي دي.

د سرچینو په وینا، په سیمه کې اوس مهال امنیتي وضعیت یو ځل بیا عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

کندهار؛د چمن–وېش په پوله د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

د طالبانو حکومت او پاکستان سرحدي ځواکونو د چمن–وېش په پوله درنه نښته کړې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې، د دواړو خواوو ترمنځ څو شېبې پرله‌پسې ډزې تبادله شوې؛ خو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

ځایي چارواکي وايي ډزې دا مهال درېدلې دي؛ خو د جکړې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

سرګي شویګو:د افغانستان له لوري د نشه‌يي موادو قاچاق د پام وړ راکم شوی

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو اعلان کړی چې د افغانستان له خاورې د نشه‌يي موادو قاچاق د پام وړ راکم شوی دی.

هغه د مشترک‌المنافع هېوادونو د امنیتي شوراګانو د ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان په شاوخوا وضعیت کې د ښه‌والي نښې ښکاري.

شویګو زیاته کړې چې د ګډ امنیت تړون سازمان (CSTO) له لوري د افغانستان او تاجکستان د پوله‌ساتنې د پیاوړتیا په موخه اقدامات ځانګړې پایلې لرلي او د نشه‌يي توکو د لېږد د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.

زلمی خلیلزاد:ایران د اوبو له تباه کوونکي بحران سره مخ دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایران د اوبو د سختو ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران د اوبو زېرمتونونه له درېیمې برخې کم ظرفیت لري او د تهران د څښاک اوبو مهم ډنډ «امیرکبیر بند» یوازې نږدې اته سلنه اوبه لري.

خلیلزاد زیاتوي چې د اوبو دا بحران دومره جدي شوی چې د ایران دننه د پلازمېنې د دایمي لېږد موضوع هم تر بحث لاندې ده او کېدای شي تهران د مکران سیمې ته انتقال شي؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا ایران د داسې ستر بدلون وړتیا لري او څومره وخت به ونیسي؟

هغه ټینګار کوي چې موجوده وضعیت یوازې د وچکالۍ پایله نه ده، بلکې د حکومت د ناسمو سرچينې مدیریت، کمزورې پلان جوړونې او پر وخت د حل لارو د نشتون نتیجه ده.

د خلیلزاد په وینا، د لوېدیځ اذربایجان په «دورګا سنگي» کې د لمدو ځايونو بشپړ وچېدو د سیمې د خلکو او ژوو ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړی دی.

سرچینې:په استانبول کې د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي خبرې لا نه دي پیل شوې

د طالبانو حکومت او پاکستاني پلاوي ترمنځ په استانبول کې ټاکل شوې خبرې اترې لا نه دي پيل شوې.

سرچینې وايي چې قطر او ترکیه له دواړو لورو سره له مخکې په مشورو بوخت دي.

دغه خبرې وروسته له هغه کېږي چې تیره میاشت د ډیورنډ کرښې پر سر خونړۍ نښتې وشوې.

د طالبانو حکومت د ډرون بریدونو د بندېدو او د داعش د فعالیتونو د مخنیوي غوښتنه کړې؛ خو پاکستان ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي ټي پي مخه ونیسي.

د یادونې ده چې دریم پړاو خبرو کې د افغان پلاوي مشري عبدالحق وثیق کوي، او د پاکستان پلاوي مشري د ای ایس ای رییس عاصم ملک ته سپارل شوې ده.

عاطف مشعل:د سیمه‌ییز ثبات لپاره باید د یو او بل د کمزوري کولو پرځای ریښتینی تعامل وشي

اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، سیمه‌ییز ثبات او سولې ته د رسېدو لپاره یوې منظمې تګلارې ته اړتیا ده.

مشعل ویلي، چې پایداره سوله د فشار، ګوت‌نیونې او مقابل لوري د کمزوري کولو له لارې نه شي ټینګېدلی.

نوموړی زیاتوي چې سولې ته رسېدل رغنده خبرو، واقع‌بینۍ او د کورنیو ستونزو د رښتینې ارزونې ته اړتیا لري.

د ده په وینا، د باور له فضا او صادقانه تعامل پرته سیمه ییز ثبات ناشونی دی.

پاکستان؛د پنجاب لپاره د ټي‌ټي‌پي مشر عمر معاویه په دغه ایالت کې د وسله وال حضور اعلان کړ

0

د پنجاب لپاره د تحریک طالبان پاکستان مشر عمر معاویه په یوه خپره شوې ویډیو کې خپل حضور اعلان کړی.

هغه پاکستاني پوځي رژیم ته خبرداری ورکړی چې په پنجاب کې به یې وسله واله مبارزه د شریعت، حق او عدالت د تأمین لپاره روانه وي.

معاویه ویلي چې تحریک به خپلې هڅې تر هغو جاري وساتي چې په ټول پاکستان کې اسلامي نظام ټینګ نه شي.

د بلخ د طالبانو حکومت د والي دفتر:د دې ولایت د ۱۵ ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ته نوي هایلکس موټرونه اخیستل شوي

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت د والي دفتر خبر ورکړی چې د دې ولایت د ۱۵ ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو ته نوي هایلکس موټرونه اخیستل شوي او سپارل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو موټرونو د وېش هدف د خلکو ته د خدمتونو چټکتیا، د ولسوالیو د ادارو د بیړنیو حالاتو د مدیریت پیاوړتیا، او د سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د همغږۍ ښه‌والی بلل شوی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د پولیسو زړې رینجر موټرې به په نویو وسایطو بدل کړي.

اصف درانی:اسلام اباد دې د ټي‌ټي‌پي ستونزه د پاکستان دننه حل کړي؛ پوځي اقدامات او ډيپلوماسي دواړه پکار دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د ټي‌ټي‌پي کنټرول په اصل کې د پاکستان په خاوره کې د وسله‌والو بریدونو ستونزه نه شي حل کولای.

هغه وایي، د تحریک طالبان پاکستان ماتول باید د قبایلي سیمو د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې پیل شي.

دراني وړاندیز کړی چې پاکستان دې له طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماسي کار واخلي، هممهاله دې په هدفمند ډول پر ترهګریزو مرکزونو پوځي عملیات چټک کړي او د ټي‌ټي‌پي مشرانو لپاره په کور دننه او بهر فشارونه زیات کړي.

هغه نړیوالې هڅې، د نیولو نړیوال حکم او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲۶۷ کمیټې تعقیب هم اړتیا وبلله، او خبرداری یې ورکړی چې د افغانانو د لوی شمېر په ایستلو سره به پاکستاني ضد غورځنګونه لا پیاوړي شي.

ګلبدین حکمتیار:د زهران ممداني بریا د ټرمپ او جمهوري‌پلوه ګوند لپاره ستر سیاسي ګوزار دی

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې د امريكا په ستر او مهم ښار نيويارك كې د ښاروالۍ په انتخاباتو كې د يوه مسلمان نوماند، زهران ممداني، بريا نه يوازې يوه مهمه تاريخي پېښه ده؛ بلكې د ټرمپ او د ده جمهوري غوښتونكي گوند پر مخ كلكه څپېړه ده.

ښاغلي حکمتیار په خپله ایکس‌پاڼخ لیکلي، چې د ممداني بريا د ټرمپ له غلطو سياستونو سره د امريكايانو د مخالفت څرگنده نښه ده.

حکمتیار ویلي، چې ممداني په خپل انتخاباتي كمپاين كې ويل چې كه انتخابات وگټي؛ نو نتنياهو به هغه مهال ونيسي او بندي كړي چې نيويارك ته راشي، خلكو دغه شعار ته رایې وركړې او خپل مخالفت یې د ټرمپ له سياستونو سره څرگند كړى او په دوو نورو نوماندانو كي يو آزاد كانديد وو چي نژدې 41% رایې یې تر لاسه كړې او بل یې د ټرمپ د گوند غړى وو چې رایې 7% وې.

د حکمتیار په خبره، له دې معلومېږي چې جمهوري غوښتونكي گوند څومره خپل ولسي حمايت له لاسه وركړى؛ او په راتلونكو انتخاباتو كې به له كوم برخليك سره مخ كېږي.

نوموړي زیاته کړې چې په ټول يقين سره ويلى شي چې د دې ماتې ستره وجه د نتنياهو له جناياتو د ټرمپ بې دريغه حمايتونه دي.

د هغه په خبره، د غزې د تاريخي او بې ساري مقاومت اغېزې به په پر له پسې توگه راڅرگندېږي.