جمعه, جون 12, 2026
Home Blog Page 31

له افغانستانه؛منځنۍ آسیا ته د صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی

‏د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د حیرتان بندر له لارې منځنۍ آسیا ته د افغانستان د صادراتو له زیاتوالي خبر ورکړی.

دغه وزارت ویلي، پاکستان سره د سرحدي لارو له تړل کېدو او سوداګرۍ له ودرېدو وروسته د حیرتان بندر له لارې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د کورنیو تولیداتو په صادراتو کې ٧٧ سلنه زیاتوالی راغلی.

بل لور، پاکستاني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د پولې تړل کېدو او د سیمې د وروستیو کړکېچونو له امله دغه هېواد ته د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخه کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

همداراز پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د ټرانزیټ له درکه کلني عواید هم له لاسه ورکړي دي.

په ټوله کې پاکستان په اوو میاشتو کې له افغانستان سره د پولو د تړل کېدو له امله په سوداګرۍ او ټرانزېټ کې ۸۰۵ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.

د هسپانیا بهرنیو چارو وزیر:د افغان ښځو ملاتړ کوو او د دوی غږ به نړیوالو ته رسوو

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس ویلي، هېواد یې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته ژمن دی او د هغوی غږ به د طالبانو حکومت د محدودیتونو سربېره نړیوالو ته رسېږي.

نوموړي د «سولې او ډیموکراسۍ جوړولو» تر شعار لاندې په مادرید کې د یوې نړیوالې غونډې پر مهال ویلي چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت به د افغان ښځو لپاره د ملاتړ او اورېدو ځای پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې د وزارت په ودانۍ کې یو تالار د افغان ښځو په نوم نومول شوی، څو د هغوی مبارزه او غوښتنې ژوندۍ وساتل شي.

البارس څرګنده کړې چې هسپانیا هر کال د «HearUs» په نوم کنفرانس جوړوي چې په کې جلاوطنه افغان ښځې او د هغوی استازي خپلې اندېښنې او غوښتنې شریکوي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه د شاوخوا ۶۰ هېوادونو د چارواکو، نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنو او د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون په مادرید کې روانه ده.

سهیل شاهین:قطر د افغانستان د مسئلې په حل کې رغنده رول لوبولی

په دوحه کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې قطر د افغانستان د مسئلې په حل او د سیاسي تفاهم د رامنځته کولو په برخه کې مهم او رغنده رول لوبولی دی.

د نوموړي په وینا، د قطر په کوربتوب او منځګړیتوب د «اسلامي امارت» او امریکا ترمنځ خبرې اترې بریالۍ شوې او د دواړو لورو ترمنځ هوکړې ته لاره هواره شوه.

بلخوا، په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې علیا احمد بن سیف آل ثاني ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان، غزې او کانګو په ګډون د شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د ډیپلوماسۍ او منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي.

ډونالډ ټرمپ:ډېر ژ به له مجتبی خامنه‌يي سره وګورم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي په راتلونکي کې د ایران له مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي سره لیدنه وکړي.

ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امکان لري د ایران مشر هم د امریکا او ایران په خبرو اترو کې رول ولري؛ خو زیاته کړې یې ده چې اوسني مذاکره کوونکي هماغه کسان دي چې د ایران د مشرتابه استازیتوب کوي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو اړیکو او خبرو اترو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

کابل کې؛شپږ کسان د غلاوو او ناقانونه وسلې ګرځولو په تور نیول شوي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند د اتمې امنیتي حوزې ځواکونو شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

د اتمې حوزې د پولیسو د دفتر امر، قاري لطف الله مشعل ویلي، له نیول شویو کسانو څخه څلور تنه د جیب‌برۍ (کیسه‌بُرۍ)، یو تن د موټر غلا او بل تن د ناقانونه وسلې ګرځولو په تور نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو عراده غلا شوی موټر، یوه میل تومانچه او یو اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه کړې دي.

چارواکي وایي، له نیول شویو کسانو څخه لومړنۍ څېړنې روانې دي او له قانوني مراحل بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

پاکستان له افغانستان سره؛د پولې تړل کېدو او سیمه‌ ییز کړکېچ له امله له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېر تاوان کړی

پاکستاني چارواکو ویلي، له افغانستان سره د پولې تړل کېدو او د سیمې د وروستیو کړکېچونو له امله دغه هېواد ته د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخه کې له ۱.۴ میلیارده ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

د پاکستان د ملي شورا د سوداګرۍ کمېټې ته د وړاندې شوي راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته ټرانزیټي تګ راتګ سخت اغېزمن کړی دی.

د پاکستاني چارواکو په وینا، افغانستان ته د پاکستان صادرات د ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې ۸۵.۶ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا کچه ۸۱۸ میلیونه ډالره وه. همداراز پاکستان د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د ترانزیټ له درکه کلني عواید هم له لاسه ورکړي دي.

پاکستان په معمول ډول هر کال شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر د افغانستان له لارې قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ته د توکو د لېږد له درکه ترلاسه کوي. دا عاید د پولې له تړل کېدو وروسته په بشپړه توګه بند شو.

په ټوله کې پاکستان د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر د روان زېږدیز کال تر اپرېل میاشتې پورې یوازې له افغانستان سره د پولو د تړل کېدو له امله په سوداګرۍ او ټرانزېټ کې ۸۰۵ میلیونه ډالر تاوان لیدلی دی.

د سوداګرۍ شنونکي خبرداری ورکوي چې د پولې اوږدمهاله تړل کېدل نه یوازې د پاکستان او افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز لري، بلکې د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټي اړیکو راتلونکی هم له خطر سره مخ کوي.

راستنېدونکو کډوالو ته؛د مسلکي زده ‌کړو او مرستو پروګرام پیلېږي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له «ستاسو غږ» موسسې سره د ۷۲ زره او ۵۷۷ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، د دې هوکړې له مخې به په ننګرهار ولایت کې ۱۱۰ راستنو شویو کورنیو ته مسلکي زده‌کړې برابرې او د مرستو کڅوړې ووېشل شي.

یاد وزارت ویلي، د ورته هوکړه‌لیکونو له لارې هڅه کوي د راستنېدونکو او کډوالو د ژوند شرایط ښه کړي او هغوی ته اقتصادي اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت ټینګار کړی چې له بېلابېلو مرستندویه بنسټونو سره د همکاریو دوام به د راستنېدونکو او کډوالو د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره مهم رول ولوبوي.

سويس؛د نفوس د زیاتوالي د مخنیوي طرحه د خلکو له سخت مخالفت سره مخ شوې

په سویس کې یوې تازه نظرپوښتنې ښودلې چې ډېری رایه ورکوونکي د هغه وړاندیز مخالف دي چې غواړي د هېواد نفوس تر ۲۰۵۰ کال پورې تر ۱۰ میلیونو کسانو محدود کړي.

دغه وړاندیز، چې د جون په ۱۴مه به پرې ټولپوښتنه وشي، دا هم غواړي چې سویس له اروپايي ټولنې سره د خلکو د ازاد تګ راتګ تړون پای ته ورسوي.

د نظرپوښتنې له مخې، ۵۲ سلنه ګډونوال د دې طرحې مخالف او ۴۵ سلنه یې پلویان دي، په داسې حال کې چې پاتې کسان لا هم پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د وړاندیز ملاتړي وایي چې د نفوس چټکه وده پر کورونو، ترانسپورټ، ښوونځیو او روغتونونو فشار زیاتوي؛ خو مخالفین باور لري چې دا اقدام به له اروپايي ټولنې سره اړیکې زیانمنې او د سویس اقتصاد کمزوری کړي.

د یادونې وړ ده چې د سویس نفوس په ۲۰۰۲ کال کې ۷.۳ میلیونه و؛ خو تېر کال ۹.۱ میلیونو ته لوړ شوی دی.

افغان شنونکي:د افغانیت او اسلامیت پر ضد د محی‌الدین مهدي څرګندونې له مبالغې او عقدې ډکې دي

یو شمېر افغان شننونکو دمحي الدین مهدي د هغو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي چې دا نظر له مبالغې او عمومیت څخه ډک بولي.

خان آغا میاخېل وایي، د افغانستان د جګړو او بې‌ثباتۍ اصلي عوامل د قدرت پر سر سیالۍ، بهرنۍ لاسوهنې، کمزورې ادارې، فساد، اقتصادي وروسته پاتېوالی او افراطي سیاسي ډلې دي، نه افغانیت او اسلامیت په خپله.

د پکتیا پخوانی والي او افغان سیاستوال حلیم فدایي په دې اړه سخت غبرګون وښود او زیاته یې کړه چې، افغانیت د ملي هویت او ګډ تابعیت مفهوم لري او اسلام د افغانستان د اکثریت خلکو د عقیدې بنسټ دی.

شنونکي استدلال کوي چې ستونزه د دغو مفاهیمو په اصل کې نه، بلکې د هغو په سیاسي او انحصاري تفسیر کې ده.

د دوی په نظر، که افغانیت د ټولو قومونو د ګډ هویت او اسلامیت د عدالت، ورورولۍ او مساواتو پر اصولو ولاړ تعبیر شي، نو دا دواړه د سولې او ثبات لپاره د خنډ پر ځای د یووالي او همغږۍ وسیلې کېدای شي.

همدارنګه، منتقدین وايي چې د افغانستان د څو لسیزو بحران یوازې د هویت او دین له زاویې تشریح کول د مسئلې پیچلتیا کم رنګه کوي او د جګړو ژور سیاسي، سیمه‌ییز او نړیوال عوامل له پامه غورځوي.

د دوی په اند، د سولې لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د قانون حاکمیت، عادلانه سیاسي مشارکت، د ټولو وګړو مساوي حقوق او د انحصار ضد ملي اجماع ده، نه د افغانیت او اسلامیت بشپړ ردول.

سپاه پاسداران، امریکا او د سیمې هیوادونو ته:د «ووهه او وتښته» دوره پای ته رسېدلې ده، د نوک ځواب په سوک درکوو

سپاه پاسداران د یوې توندې اعلامیې په خپرولو سره امریکا او د سیمې هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ایران د خاورې، پولو او ملي حاکمیت پر ضد هر ډول اقدام به له «ویجاړوونکي، خوله ماتي او قاطع» غبرګون سره مخ شي.

سپاه ویلي، هر لوری چې د ایران د حاکمیت د نقض هڅه وکړي، باید د سختو پایلو لپاره چمتو وي.

د اعلامیې له مخې، د ایران احتمالي ځواب به یوازې د متقابل اقدام تر کچې محدود نه وي، بلکې په پراخه او پرېکنده بڼه به عملي شي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د «ووهه او وتښته» دوره پای ته رسېدلې او هغه ځواکونه چې د ایران پر ضد پوځي ماجراجویۍ کوي، نور به د خپلو کړنو له عواقبو خوندي پاتې نه شي.