پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 304

امیرخان متقي؛د هند له لوړپوړو چارواکو سره به د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې هند ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس. جې شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري.

د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتونو کچې ته د اړیکو د لوړولو او د قونسلګري خدماتو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشي.

سوریه؛د نوې دورې پارلماني ټاکنې نن پیل شوې

0

د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د نظام له نسکورېدو وروسته، د دغه هېواد د پارلمان د نویو استازو ټاکنو لپاره نن د ټاکنو کمېسیونونه راټول شوي دي.

د ولسمشر احمد شرع په مشرۍ، چې د تېر دسمبر په میاشت کې واک ته رسېدلی، دغه ټاکنې د جګړې او بې‌ثباتۍ له اوږدې دورې وروسته د ده د واک د ټینګېدو مهمه ازموینه بلل کېږي.

په ټاکنو کې شاوخوا ۶۰۰۰ استازي د سیمو له لارې په غیرمستقیم ډول رایه ورکوي، چې د ورځې له ۹ بجو پیل او د مازیګر تر ۵ بجو دوام کوي.

له ۲۱۰ پارلماني چوکیو څخه دوه پر درې به د رایې له لارې ډکې شي، خو وروستۍ یو پر درې برخه به خپله ولسمشر وټاکي.

چارواکي وايي، د جګړې او د خلکو د بې‌ځایه کېدو له امله د عمومي رایې ورکونې پر ځای دغه سیستم غوره شوی؛ خو منتقدان دا ټاکنې نیمګړې بولي.

د ډونالډ ټرمپ له خبرو سربېره؛اسراییلو په غزه کې په تازه بریدونو کې لسګونه کسان وژلي

0

نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د اسراییلو په تازه هوایي بریدونو کې په غزه کې شاوخوا ۷۰ تنه وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سیمه‌ییزو روغتیايي چارواکو په وینا دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي، هغه مهال چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو غوښتنه کړې وه چې بمبارۍ ودروي.

ټرمپ په خپل تروت سوشال پاڼه کې ویلي، اسراییل د غزې د جګړې د “لومړني شاتګ” هوکړه کړې او ژر به اوربند عملي شي.

ټاکل شوې چې د اوربند رسمي خبرې راتلونکې اونۍ په مصر کې پیل شي.

د اسراییل ولسمشر نتنیاهو ته:د ټرمپ طرحه ژر تر ژره عملي کړه، تر څو یرغمل شوي اسراییل کورونو ته ستانه شي

0

د اسراییل ولسمشر اسحاق هرتزوک له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو څخه غوښتی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندیز شوې طرحه ژر تر ژره عملي کړي.

هغه په خپل اېکس پوسټ کې لیکلي، چې باید په هره ممکنه لار دغه طرحه پر مخ یوړل شي څو د اسراییلو یرغمل شوي کسان خپلو کورونو ته ستانه شي.

هرتزوک ویلي، اسراییل د فرصت په یوه مهمه شیبه کې دی او هیله یې څرګنده کړې، چې دغه ګام به د منځني ختیځ اړیکې او کورني سیاست ته مثبت بدلون راولي.

د بښنې نړۍوال سازمان:طالبان دې د خبریال مهدي انصاري تخریبي کمپاین ودروي او ژر تر ژره دې هغه خوشې کړي

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د بندي خبریال مهدي انصاري پر ضد تخریبي کمپاین ودروي او هغه بې‌له قید و شرطه خوشې کړي.

دغه سازمان ویلي، د طالبانو عدلي نظام په تېرو څلورو کلونو کې د منتقدینو او خبریالانو د ځپلو وسیله ګرځېدلې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې د طالبانو حکومت اړوند پاڼو د مهدي انصاري جبري اعتراف خپور کړ، چې په کې هغه د «رژیم پر ضد د تبلیغ» په تور نیول شوی ښودل کېږي.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، انصاري له ناعادلانه محاکمې وروسته بندي شوی او طالبانو له زور او ګواښ څخه د اعتراف اخیستو لپاره استفاده کړې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې باید نوموړي ته د درملنې، مدافع وکیل او له کورنۍ سره د ملاقات حق ورکړل شي او هېڅ خبریال باید د خپل مسلکي کار له امله زنداني نه شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د انصاري جبري اعتراف خپرول غندلي او دا یې د عادلانه محاکمې له اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.

ډونالډ ټرمپ:حماس دې ژر د سولې د پلان د عملي کولو اقدام وکړي، ګنې هر څه به له منځه لاړ شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حماس له لوري د ده د سولې د طرحې د ځینو برخو د منلو هرکلی کړی او له دې ډلې یې غوښتي چې ژر اقدام وکړي، ګنې هر څه به له منځه ولاړ شي.

ټرمپ پر خپله تروث سوشیال پاڼه لیکلي، چې د غزې د جګړې د پای لپاره باید ژر عمل وشي او له ټولو لورو سره به عادلانه چلند کېږي.

هغه له اسراییل مننه کړې چې د ده په غوښتنه یې د بمباریو موقتي درول منلي، څو د حماس له لوري د بندیانو خوشي کولو ته زمینه برابره شي.

حماس ویلي، چمتو دي چې ټول بندیان خوشي کړي، د وژل شویو جسدونه وسپاري او د سولې خبرو ته حاضر شي؛ خو د وسلو د تسلیمۍ په اړه یې لا څه نه‌دي ویلي.

له دې سره، نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره، د اسراییلو بریدونه پر غزه لا هم دوام لري او لږ تر لږه ۲۰ فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

ایمل ولي خان:د پاکستان حکومت رانه امنیتي ساتونکي اخیستي

0

د پاکستان حکومت له ایمل ولي خان او د هغه له پلار اسفندیار ولي خان څخه امنیتي ساتونکي اخیستي.

ایمل ولي خان وایي، اوس مهال یې خپل ساتونکي ساتنه کوي؛ خو بیا یې هم اندېښنې زیاتي دي.

هغع زیاتوي، چې پر ده که هرڅه کېږي؛ نو مسؤل به یې پاکستان وي.

د طالبانو حکومت؛په پوهنتونونو کې د استادانو او کارکوونکو لپاره د ځیرک ټلیفون کارول منع کړل

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د یوه رسمي سند له مخې، په پوهنتونونو کې د استادانو او هغو کارکوونکو لپاره چې په څلورم بست یا له هغې لاندې رتبو کې کار کوي، د ځیرک ټلیفون کارول منع شوي دي.

په سند کې ویل شوي، د ځیرک ټلیفون کارونه د اداري چارو د بوختیا او پېچلتیا سبب ګرځي، او له استادانو غوښتنه شوې چې د دې وسایلو کارونه په تدریجي ډول راکمه کړي.

د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د وزارت د رهبرۍ شورا کې شوې ده او په رسمي ډول ټولو پوهنتونونو ته استول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده له دې وړاندې هم د ځیرک ټلیفون او انټرنېټ کارولو مخالفت څرګند کړی و، او تېرې اوونۍ یې د څو ورځو لپاره د هېواد په کچه مخابراتي او انټرنېټي خدمات بند کړي وو، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه سخت اغېزمن شول.

محمد عمر شېرزاد:د افغانستان د ستونزو حل د افغانانو په ملي هڅو کې دی، نه د بهرنیو ځواکونو په بیا راتګ کې

د ارزګان پخواني والي محمد عمر شېرزاد ویلي، د افغانستان د ستونزو او برخلیک حل د بهرنیو ځواکونو په بیا راتګ کې نه، بلکې د افغانانو په خپلو ملي او رښتینو هڅو کې نغښتی دی.

نوموړي په یوه لیکنه کې د هغو اوازو په اړه غبرګون ښودلی چې ګواکې بهرني ځواکونه بېرته د بګرام اډې ته ستنېږي، او ټینګار یې کړی چې دا یوازې دروغجنه او بې‌ بنسټه ادعا ده.

شېرزاد ویلي، دا ډول اوازې د خلکو ذهنونه ګډوډوي او د ملت سیاسي شعور ته زیان رسوي.

ده له سیاسي فعالانو، رسنیو او ټولنیزو شبکو غوښتي چې د خبرونو په خپرولو کې مسؤلانه چلند وکړي او بې‌ بنسټه معلومات له خلکو سره ونه‌ شریکوي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان ثبات د زور په کارولو یا د یو ځانګړي سیاسي مکتب په تطبیق نه‌ شي راتلی، بلکې د مشروع ملي ادارې، سیاسي اجماع، جمهوري ارزښتونو او د خلکو په ملاتړ پورې تړلی دی.

شېرزاد ټینګار کړی، د افغانانو د ستونزو یوازینی حل د بین‌الافغاني خبرو او د یو ټول‌شموله حکومت په جوړېدو کې دی، هغه غوښتنه چې د افغان ملت او نړیوالې ټولنې ګډه اجنډا ده.

ایران:په اهواز کې شپږ بندیان د اسراییل سره د اړیکو په تور اعدام کړل

0

د ایران د میزان خبري آژانس د راپور له مخې، د شنبې په سهار په اهواز ښار کې د ایران د عدلي او قضايي ارګان له لوري د شپږو بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

چارواکي وايي، دغه کسان د «تجزیه‌طلبۍ، د اسراییل سره د اړیکو، بم‌ښودنې او وسله‌والو بریدونو» په تور محکوم شوي وو.

د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» د دغو اعدام شوو کسانو هویتونه علي مجدم، محمدرضا مقدم، معین خنفري، حبیب دریس، عدنان غبیشاوي او سالم موسوي یاد کړي او ویلي یې دي چې هغوی په پټه او له کورنیو سره د وروستي ملاقات پرته اعدام شوي دي.

دا سازمان دغه اعدامونه «غیرانساني» بللي او له نړیوالو ادارو یې د مداخلې غوښتنه کړې ده.

راپورونه ښيي، یوازې په تېرو نهه میاشتو کې له زر ډېر کسان په ایران کې اعدام شوي، چې په هغوی کې یو شمېر افغانان هم شامل دي.