پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 303

جرمني؛د طالبانو له چارواکو سره د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي

د آلمان حکومت تایید کړې چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو سره یې په کابل کې لیدنې کړې دي.

په دې غونډو کې یې د هغو افغان مجرمانو د بیرته ستنولو لپاره د منظمو الوتنو د ترسره کولو په اړه خبرې کړې دي.

دغه خبرې په داسې حال کې ترسره شوي چې آلمان د طالبانو له حکومت سره رسمي دیپلوماتیکې اړیکې نه لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي چې د مجرمانو اخراج باید په منظمه توګه وشي او له همدې امله په کابل کې مستقیمې خبرې روانې دي تر څو بیرته ستنولو بهیر دوام وکړي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا کولای شوه د افغانستان جګړه وګټي؛ خو سیاست یې مخه ونیوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا کولای شوه د افغانستان جګړه وګټي، خو د سیاسي پریکړو له امله دا هدف نه‌دی تر لاسه شوی.

هغه د امریکا د سمندري ځواکونو د ۲۵۰مې کلیزې په مراسمو کې وویل: «موږ د بریا لپاره جګړه بنده کړه؛ موږ به په اسانۍ سره په افغانستان کې بریالي شوي وای؛ خو سیاست مخه ونیوله.»

ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو غوښتنه تکرار کړې او ویلي، دا اډه د چین اټومي سیمې ته نږدې ده.

بل‌خوا، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، بګرام د افغانستان د خاورې برخه ده او هېڅکله به بهرنیو ته ونه سپارل شي.

کیم جونګ اون:زمونږ ځواک باید دومره مجهز وي، چې خلک ورنه وېره ولري

0

د شمالي کوریا دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد مشر، کیم جونګ اون، د «دفاعي پرمختګ ۲۰۲۵» کلنۍ پوځي نندارتون پر مهال د «چوی هیون» په نوم جنګي کښتۍ لیدنه کړې ده.

کیم جونګ اون ویلي، د سمندري ځواکونو چمتووالی باید دومره وي چې د دښمن د هر ډول پارونې مخه ونیول شي او سخته مقابله ورسره وشي.

د نندارتون موخه د شمالي کوریا د پوځ د عصري کولو، په ځانګړې توګه د سمندري وسلو د پرمختګ ښودل بلل شوې.

ډونالډ ټرمپ:د بندیانو خوشې کېدو په اړه له حماس سره خبرې بریالۍ وې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې له حماس او د ګڼو نورو هېوادونو سره د دوشنبې اونۍ په پای کې د بندیانو د ازادۍ، د غزې جګړې د پای او د منځني ختیځ د سولې لپاره شوې خبرې مثبتې او بریالۍ وې.

هغه زیاته کړې چې فني ټیمونه به په مصر کې متحد شي تر څو وروستۍ جزئیات نهايي کړي.

حماس هم موافقه کړې چې ټول بندیان به خوشې کړي، جسدونه به وسپاري او د سولې په خبرو کې به برخه واخلي.

حماس زیاته کړې چې غواړی غزه یوې خپلواکې فلسطیني ادارې ته وسپاري، خو له خپلې وسلې د لاس اخیستو په اړه یې لا تصمیم نه دی څرګند کړی.

بلوچستان؛د قبیلو او بېلتون‌پالو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وژل شوي او درې ټپیان دي

0

د پاکستان د جیو نیوز د راپور له مخې، د بلوچستان ایالت په کورکي سیمه کې د ځايي قبیلو او بلوڅ بېلتون‌پالو ترمنځ نښته شوې ده چې له امله یې د بېلتون‌پالو څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

سرچینې وایي، نښته هغه وخت پیل شوه چې وسله‌والو پر قبیلو برید وکړ.

په دې پېښه کې یو عام وګړی هم وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

پولیس وایي، له نښتې وروسته سیمه کلابنده شوې او د وسله‌والو د نیولو عملیات روان دي.

اکسیوس:ټرمپ پر اسراییل او حماس فشار راوړي چې د غزې د سولې هوکړه ژر عملي کړي

0

د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اسراییل او حماس فشار راوړي چې د غزې د سولې هوکړه په نږدې ورځو کې لاسلیک او عملي کړي.

ټرمپ ویلي، دا هوکړه د اسراییل او عربي نړۍ دواړو لپاره ښه ده او خبرې په مثبت ډول روانې دي.

هغه خبرداری ورکړی چې که حماس له واکه تېر نه شي، له بشپړې نابودۍ سره به مخ شي.

سرچینې وایي، لا هم د دواړو لورو ترمنځ د اسراییلي ځواکونو د وتلو او د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو پر سر اختلافات پاتې دي.

د حماس چارواکی:د حماس له لوري د وسلو د سپارلو او اوربند د خبرو په اړه راپورونه دروغ دي

0

د حماس یو لوړپوړي چارواکي محمود مرداوي د اوربند د خبرو او د وسلو د سپارلو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي.

هغه ویلي: «هغه څه چې خپاره شوي، بې‌اساسه دي او موخه یې د حماس د دریځ تحریف او د عامه افکارو ګډوډول دي.»

له دې وړاندې د «العربیه» شبکې د حماس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې دغه ډلې د قطر له لارې د امریکا له لوري د اسراییلي ځواکونو د دایمي شاتګ تضمینونه ترلاسه کړي او د وسلو د سپارلو موافقه یې کړې ده.

خو محمود مرداوي دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د حماس رسمي دریځ به یوازې د دې ډلې د مشرتابه له لوري اعلانېږي.

د اسراییل لوی درستیز:په غزه کې اوربند نشته؛ که سیاسي هڅې ناکامې شي بیا به جګړه پېلېږي

0

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر وایي، جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او پوځ باید هر وخت د دفاع او د جګړې د بیا پیل لپاره چمتو وي.

هغه د نتساریم د لوېدیځې برخې د لیدنې پر مهال ویلي، د یرغمل شویو ازادول د جګړې یو مهم هدف او لاسته راوړنه ده.

زمیر زیاته کړې چې په غزه کې اوربند نه شته؛ خو د عملیاتو وضعیت بدل شوی، او که سیاسي هڅې بریالۍ نه شي، اسرائیل به یو ځل بیا جګړه پیل کړي.

د هوا پیژندنې ادارې؛د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د یاد ریاست په وینا، سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، کابل، پنجشیر، پروان، میدان وردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې بارانونه کېږي.

راپور زیاتوي، چې د ورښت اندازه به د ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي او په ځینو سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې به بادونه د ساعت په ۸۰ کیلومتره چټکۍ سره لګېږي.

حامد کرزی:یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستو غوښتنه کوم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستو غوښتنه کړې.

هغه د ښوونکو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د افغانانو ویاړونه د دوی د هڅو پایله ده.

د یادونې ده، چې نن د ښوونکي ورځ په داسې حال کې را رسیږي، چې افغانستان کې لاهم له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي.