پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 305

کاپیسا؛تګاب ولسوالۍ کې څلور طالبان د مېلمستیا پر مهال وژل شوي

ځايي سرچینې وايي، د جمعې په ورځ د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په يوه غرنۍ سيمه کې څلور طالبان هغه مهال وژل شوي، چې د يو ځایي اوسېدونکي له لوري مېلمستيا ته بلل شوي وو.

سرچینې زياتوي، کوربه وروسته پر دغو طالبانو ډزې کړې او دوی یې وژلي او د وژل شويو وسله یې هم له ځانه سره وړې ده.

بريدګر تر پېښې وروسته تښتېدلی او تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسئوليت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت چارواکو هم لا تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

مولوي عبدالکبیر:پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدام باید تکرار نه شي

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د علماوو ترمنځ د نږدې اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی او د شته سیاسي خنډونو د حل لپاره یې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د افغان ولس د جهاد له برکته په سیمه کې ثبات رامنځته شوی؛ خو په پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او پوځي اقدامات د اندېښنې وړ دي او باید تکرار نه شي.

کرملین:ولادیمیر پوتین تاجکستان ته سفر کوي او د افغانستان پر وضعیت به هم خبرې وکړي

کرملېن اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اکتوبر په نهمه نېټه تاجکستان ته سفر وکړي او هلته به د دغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره د سیمه‌ییز امنیت او افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

د روسیې سفیر سمیون ګریګوریف ویلي، د افغانستان موضوع د مسکو او دوشنبې دواړو لپاره حیاتي ارزښت لري او دواړه هېوادونه د امنیتي همغږۍ د پیاوړتیا لپاره نږدې کار کوي.

هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو د دفاع وزارتونه د تاجکستان د وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو او د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې د ظرفیت د لوړولو په اړه هم بحث کوي.

علي امین ګنډاپور:اسلام‌اباد له کابل سره د خبرو د پیل طرحه منلې ده

د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، اسلام‌اباد یې له کابل سره د خبرو لپاره طرحه منلې ده.

نوموړي د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون د جګړې او امنیت د ۲۶مې دورې ګډونوالو ته ویلي، چې د تلپاتې ثبات لپاره له افغانستان سره خبرې اړینې دي.

تر دې وړاندې بیا عمران خان هم ويلي وو، چې له کابل سره باید د خبرو لپاره یو مرکچي پلاوی ور ولېږل شي.

اسراییلي چارواکو؛پوځ ته د غزې د نیولو د عملیاتو د درولو امر کړی

0

اسراییلي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد چارواکو پوځ ته امر کړی چې د غزې د نیولو عملیات ودروي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي.

دا پرېکړه د اسراییلي او امریکایي چارواکو تر وروستیو خبرو وروسته شوې ده.

راپورونه ښيي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییل غوښتي چې بریدونه ودروي او د سولې د پلان عملي کول پیل کړي.

د ټرمپ د پلان مهمې برخې د اوربند ټینګښت، د بنديانو تبادله او د جګړې بشپړ پای ته رسول دي.

د اسراییلي شبکو په وینا، د دې پلان په اړه به ډېر ژر رسمي خبرې اترې پیل شي.

ګلوبل ایشوز:د نجونو د زده‌کړو بندیز په افغانستان کې د جبري ودونو او فقر کچه لوړه کړې

د «ګلوبل ایشوز» په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز د جبري ودونو او ماشومو نجونو د ودونو د زیاتېدو یو مهم لامل ګرځېدلی دی.

د بشري حقونو ډلو د اټکل له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې له پنځه زرو ډېرو نجونو ته په زور ودونه شوي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې دا بندیز د کورني تاوتریخوالي، فقر او ځان‌وژنو سبب شوی او افغانستان یې نوره هم له نړۍ وال انزوا سره مخ کړی دی.

د یونیسف او نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته تر یوه میلیونه ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي.

زلمی خلیلزاد:د داعش خراسان مشر په کراچۍ کې وژل شوی او د پاکستان رول تر پوښتنې لاندې دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د داعش خراسان ډلې مشر حسن د پاکستان په کراچۍ ښار کې وژل شوی دی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو اړوند ویب پاڼې «المرصاد» راپور شریک کړی او پوښتنې یې راپورته کړې دي چې حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کول او چا وواژه؟

هغه که څه هم په ښکاره ډول پاکستان نه دی تورن کړی، خو دده پوښتنې د اسلام‌اباد پر رول د شک څرګندونه کوي.

د المرصاد په وینا، د حسن وژل دا څرګندوي چې کراچۍ د داعش خراسان ډلې د پټنځایونو او استخباراتي روزنې یو مهم مرکز ګرځېدلی دی.

طالب چارواکی:پاکستان، د افغانستان روغتیايي سکتور فلج کړی دی

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د ستر درستیز د روغتیايي چارو مشر ډاکټر محمد طاهر احرار وايي، افغانستان په ځینو برخو کې، په ځانګړي ډول د عامې روغتیا په برخه کې، د ګاونډیانو له لوري فلج شوی دی.

نوموړي د شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د افغانستان له اقتصادي او سیاسي بې‌وسۍ د فشار وسیلې جوړې کړې، کله لارې بندوي او کله یې خلاصوي، چې دا د افغانانو لپاره لویه ستونزه ده.

احرار زیاته کړې، هڅه روانه ده چې تر راتلونکي یوه کال پورې د روغتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان او نورو ادارو د مرستو د کمېدو له امله د افغانستان د روغتیايي سکتور د سختو ننګونو راپورونه ورکړي دي.

ډونالډ ټرمپ:د غزې د سولې هوکړې ته نږدې شوي یو او له ټولو لورو سره به عادلانه چلند کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې د هغو هېوادونو مننه کړې چې د غزې د سولې د طرحې په وړاندې کولو کې یې ورسره همکاري کړې، لکه قطر، ترکیه، سعودي عربستان، مصر او اردن.

ټرمپ ویلي، امریکا د منځني ختیځ د سولې هدف ته ډېره نږدې شوې او دا ورځ یې «لویه لاسته راوړنه» بللې ده.

هغه زیاته کړې چې دا هوکړه له ډېرو اړخونو بې‌ساري ده او ټول اړخونه د جګړې د پای او د سولې د ټینګښت غوښتونکي دي.

ټرمپ ټینګار کړی چې واشنګټن به له ټولو لورو سره عادلانه چلند کوي.

اردوغان:غزه کې دې اسراییل سمدستي خپل بریدونه ودروي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د حماس له لوري د امریکا وړاندیز شوې طرحې منل د سولې لپاره مهم ګام بللی دی.

هغه ویلي، اسراییل باید سمدستي خپلې حملې ودروي او د اوربند له پلان سره سم عمل وکړي.

اردوغان ټینګار کړی چې د غزې لپاره بشري مرستې باید بې‌ځنډه ورسول شي او دایمي سوله ټینګه شي.

نوموړي پر اسراییلي بمباریو د سختې نیوکې ترڅنګ دا کړنې «نسل‌وژنه» بللې او ویلي یې دي چې ترکیه به د فلسطین د ولس د حقونو او د دوه دولتونو د حل لارې د عملي کېدو لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.