یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 293

اسرائیل؛پر لبنان د هوایي برید په ترڅ کې یو تن ملکي وژلی

اسراییل په جنوب لبنان کې تازه هوايي بریدونه کړي چې په نتیجه کې یو تن وژل شوی دی.

د اسراییلي پوځ په وینا، دغه عملیات د حزب‌الله د پوځي فعالیتونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي او هغو سیمو ته متوجه وو چې ګومان کېده وسلې او مهمات پکې زېرمه شوي دي.

پوځ ادعا کوي چې حزب‌الله د تېر کال د اوربند له باوجود هڅه کوي خپل راکټي ځواک بېرته فعال کړي خو حزب‌الله دغه تورونه ردوي او وايي چې د اوربند شرایط یې مراعات کړي او د سرحد ساتنه د لبنان پوځ مسؤولیت دی.

د بریدونو له اعلان وروسته، د سرحدي کلیو اوسېدونکو سیمې پرې ایښې دي.

اسراییل څلور کلي د احتمالي برید هدف په توګه نښه کړي وو.

د امریکا عدلیې وزارت:افغان ځوان د امریکا د ټاکنو د امنیت ضد پلان په تور په ۱۵ کلونو بند محکوم شو

د امریکا د عدلیې وزارت وایي یو ۱۹ کلن افغان ځوان چې عبدالله حاجي زاده نومېږي د امریکا قانوني دایمي اقامت یې درلود، د وسله‌والو فعالیتونو په تړاو د ۱۵ کلونو په زندان محکوم شوی دی.

چارواکي وايي نوموړي هڅه کوله چې وسله او مهمات ترلاسه کړي، او پوهېده چې دا مهمات به د داعش ډلې د یوه احتمالي برید لپاره د امریکا د ټاکنو پر ورځ وکارول شي.

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، حاجي‌زاده او د هغه ۲۸ کلن افغان ملګری، ناصر احمد توحیدي، دوه کلاشینکوفونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي وو.

دواړه په اکتوبر ۲۰۲۴ کې د استخباراتي څارنې وروسته نیول شوي وو.

وزارت زیاته کړې چې عبدالله حاجي‌زاده د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۷مه په محکمه کې په خپلو تورونو اعتراف کړی.

جنرال سادات فدایي ته:که والیانو خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړای وای نه به جګړه وه نه به خلک د حکومت پر وړاندې دریدل

د کورنیو چارو وزارت پخواني امنیتي مرستیال خوشحال سادات د پخواني والي حلیم فدایي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي:« که دغو والیانو خپلی دندی په ایمانداری ترسره کړی وی ځوانان او ولس به د حکومت په ضد نه دریدل او جگړه به نه وه. »

ښاغلي سادات فدایي ته ویلي:« د جمهوریت پیل نه تر سقوط پورې چې زما یادیږي حلیم فدایي والي وه. کله به میدان وردګ کې، کله خوست، پکتیا او لوگر کې تعینیدو.»

دغه پخواني جنرال حلیم فدایي ته ویلي چې:« امریکایي او افغان طیارو به د بمبارد نه مخکې ولایت مقام څخه وتسپ په وسیله اجازه اخیسته. پورته ولایاتو کې چې د هر چا کور بمبارد شوی وي حلیم فدایي دې ورته ځواب ورکړي.»

حلیم فدایي:د یوه جنرال له خولې دا ډول د تعصب او نفرت ډک انګریزي تصور ډېر خطرناک دی

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي د کورنیو چارو وزارت پر پخواني امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات سختې نیوکې کړي.

ښاغلي فدایي په خپل ایکس پاڼې جنرال خوشال سادات مخاطب کړی چې دا ډول غیر مسولانه څرګندونې د بې باکۍ او بې پروا څرګندونو زیږنده ده.

حلیم فدایي لیکلي:« د یوه جنرال له خولې دا ډول د تعصب او نفرت ډک انګریزي تصور ډېر خطرناک دی.»

دغه پخواني افغان سیاستوال ویلي:«غیر پښتنو ته د لنډغر اصطلاح مختص کول نهایت زیاته بې‌باکي او غیرمسؤلانه دریځ دی.»

ښاغلي فدایي ویلي:« طالبان د پښتنو استازي نه دي. د دوی سیاست پښتنو ته منسوبول ډېرې خطرناکې پایلې لري.»

شیخ هبت‌الله:علما دې اختلافات کم کړي او د «امارت» فرمانونه دې په ځان پلي کړي

په اسلام اباد کې د اروپايي اتحادیې سفیر ریمونداس کاروبلیس ویلي، چې د طالبانو څخه د پاکستان د ټي ټي پي پر سر د «جدي اقدام» غوښتنه د امنیتي حقیقتونو پر بنسټ ولاړه او د پام وړ ده.

کاروبلیس د یوې پاکستانۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی چې اروپايي اتحادیه هر ډول ترهګري غندي او د هغه شواهدو په اړه چې اسلام‌اباد د افغانستان له خاورې د بریدونو په تړاو وړاندې کوي، باید د ډیپلوماسۍ له لارې بحث وشي.

هغه ویلي، چې د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ روان کړکېچ یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او اروپايي اتحادیه د ترکیې د منځګړیتوب هڅو ملاتړ کوي.

د اروپايي اتحادیې دغه استازی چې تازه یې د اسلام‌اباد د سفیر په توګه دنده پیل کړې، وایي لا هم ژر ده چې پرېکړه وشي طالبان د دوحې ژمنو ته څومره ژمن پاتې دي، ځکه چې اتحادیه د خپلواک ارزونې لپاره کافي معلومات نه لري.

تمه کېږي چې په نږدې اوونیو کې د پاکستان او اروپايي اتحادیې لوړپوړی ستراتیژیک ډیالوګ د دواړو لورو د بهرني سیاست مشرانو په مشرۍ ترسره شي.

شیخ هبت‌الله:علما دې اختلافات کم کړي او د «امارت» فرمانونه دې په ځان پلي کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د فقهي مجالسو د مسوولینو او علماوو د دوه ورځني روزنیز سیمینار په وینا کې ویلي، چې علما باید د یو بل پر ضد مخالفت ونه کړي، حقایق پټ نه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو د ختمولو لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت‌الله علماوو ته سپارښتنه کړې چې د «امارت» د فرمانونو عملي کول دې لومړی په خپله شروع کړي او وروسته یې نورو ته ورسوي، څو خلک د هغوی له عمل څخه الهام واخلي.

مولوي عبدالسلام حنفي:له پاکستان سره ستونزې باید د خبرو او منطقي طرحې له لارې حل شي

‏د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې له پاکستان سره روانې ستونزې باید د خبرو اترو او یوې منطقي حل‌لارې له لارې هوارې شي.

هغه د پانګونې د جذب په اړه په یوې غونډه کې ټینګار کړی چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او هېوادونه باید د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.

حنفي ویلي، طالبان پر هېچا برید نه کوي؛.خو که پرې برید وشي، د ځواب حق لري.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې تر شخړې وروسته ترینګلې شوي او سوداګري یې په ټپه درېدلې ده.

غزه؛له اوربند وروسته اسراییلو ۳۹۳ بریدونه کړي چې ۲۷۹ فلسطینیان یې وژلي

0

‏د غزې د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته اسراییلي ځواکونو پر غزه کې پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹۳ بریدونه ثبت شوي دي.

چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ۲۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته، په لبنان کې د صیدون ښار سوېلي څنډې ته یو بل اسراییلي هوایي برید شوی دی.

راپورونه وايي چې دا برید د فلسطیني کډوالو پر یو کمپ ترسره شوی چې له امله یې ۱۳ کسان ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

جنوبي وزیرستان؛په مکین کې ناپېژاندو وسله‌والو ۹ کاریګر تښتولي

0

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان د مکین په سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو ۹ کاریګر تښتولي دي.

سرچینې وایي یو تن له وسله‌والو څخه په تېښته بریالی شوی؛ خو د پاتې کسانو د موندلو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

د خراسان ډایري د معلوماتو له مخې، دغه کاریګر د یوې امنیتي پوستې د جوړولو پر مهال برمته شوي او سیمه اوس د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.

هند؛د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته په رسمي سفر هرکلی کړی

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په رسمي سفر نوي ډیلي ته په رسېدو هرکلی کړی دی.

د وزارت د ویاند په وینا، دغه سفر د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ د پراختیا لپاره ډېر مهم بلل کېږي او دواړه لوري به د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او نوو همکاریو د لارو د لټون په اړه تفصیلي بحثونه وکړي.

هندي اړخ زیاتوي، چې د اقتصادي فرصتونو پراخول، د متقابلې پانګونې اسانتیاوې او نوې ګډې پروژې د دې سفر د اجنډا مهم ټکي دي.